افغانستان

هلمند چارواکي: موسی کلا کې د ملي اردو ۳۰ تنه عسکر ورک دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د وروستیو خونړیو بريدونو په اړه د دې ولایت چارواکو پخپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې په یادو بريدونو کې يې د ملي اردو ۳۰ تنه عسکر ژوندي ورک دي.

د دوی په وينا د طالبانو له څو ورځنۍ جګړې راهیسې د ملي اردو عسکرو خپلې مهمې قرارګاوې پرېيښي او په تېښته بريالي شوي دي، چې دوی يې د ۳۰ تنو په اړه هیڅ معلومات نه لري.

د هلمند د ولایتي شورا غړی میزا حسین علیزاده وايي چې طالبانو په موسی کلا ولسوالۍ کې د ملي اردو ۳۰ عسکر وژلي او د ۳۰ نورو د مرګ او ژوند په اړه دولتي سرچينې هیڅ معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو هم د تېرو څلورو ورځو پرلپسې جګړې معلومات له رسنیو سره شریک کړي دي، چې تر اوسه يې د دوو سترو پوځي قرارګاوو د نیولو او ګڼو عسکرو د مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړی دی.

په تازه څرګندونو کې طالبانو د تېرې شپې د جګړې په پایله کې د دوو دفاعي پوستو د نیولو خبر ورکړی او ویلي يې دي چې ګڼ مهمات يې ترې تر لاسه کړي دي.

دوه ورځې وړاندې د موسی کلا ولسوال هم اندېښنه وښوده، چې که بېړنۍ مرستې ور ونه رسېېږي، ښايي د ولسوالۍ ودانۍ هم د طالبانو لاس ته ولوېږي.

د موسی کلا ولسوال محمد شریف خان له مرکزي دولته ګیله وکړه، چې د دوی د عسکرو مرستې ته په وخت نه رسېږي.

په ورته وخت کې د هلمند چارواکو د پنځو ولسوالیو د پرېښودو او د دوی په وینا بل ځای ته د انتقال د پلان د طرحې خبر ورکړی دی.

د هلمند یو دولتي مقام وايي چې دوی نیت لري چې د نا امنۍ او د ولسوالیو د سقوط له وېرې کجکي، واشیر، نوزاد، سنګین او موسی کلا ولسوالیو مرکزونه د ولایت مرکز یا هم نورو امن ولسوالیو ته انتقال کړي.

یاده دې وي هلمند ولایت چې د کال په سر کې د دولتي ځواکونو د دوه میاشتني عملیاتو شاهد هم پاتې شوی دی، لا يې هم پراخې سیمې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي، چې دولتي ځواکونه يې په بېرته نیولو کې بې وسه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاری احمدالله

د شپونکي شهید او د نورو مسلمانانو د بېرحمه وژلو جزا خدای (ج) دغه اجیرې اردو ته ورکوي. الله (ج) د دغه لوچکان له یوه سره تبا کړی چې یو هم ژوندئ پاتې نشي. ظالبانو ته پکار ده چې په دغه ناولو هیڅ رحم ونکړي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x