افغانستان

ازادي راډيو: د دوستم ملېشې فارياب کې د خلکو عزتونه لوټي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د فارياب اوسېدونکي وايي چې د دوستم ملېشو يې یوازې پر وهلو، ټکولو او وژلو بسنه نه کوي، بلکې د طالب، یا هم د طالب د ملاتړي په نامه په سیمه کې د مېشتو پښتنو پر ناموس تېري کوي.

د فارياب اوسېدونکو چې تر دې وړاندې هم رسنیو ته شکایتونه کړي دي، ازادي راډیو د فارياب د قیصار د اوسېدونکو له قوله وايي چې د دوستم ملېشې يې عزتونه لوټي.

د دوی په وینا د دوستم دوه زره ملېشې چې پخواني جنګسالاران دي دم ګړۍ د فارياب په قیصار کې په عملیاتو بوخت دي، ازادي راډیو د قیصار د یوه اوسېدونکي له خولې وايي: «د قیصار په ولسوالۍ کې چې د دوستم اوسني عملیات پیل شوي؛ د شاخ، خواجه کندو، غوجغر او داسې نورو کلیو کې خلک تالا شوي او عزت یې له مینځه تللی دی. د دوستم دوه زره ملیشې اوسمهال په فاریاب کې دي. دا دوستم پخواني قوماندانان دي.»

د ازادي راډیو له قوله د دوستم ملېشو د خلکو پر ناموس تېري کړي دي، چې ځینو يې له وېرې کورونه ورته خوشي کړي دي «دوستم چې په هرې لور له عملیاتو ستنیږي؛ اربکیان کلي تالا کوي، مسلمانان وهي او په کورونو کې بې ناموسي کوي. د لته ویره او وحشت خپور دی.»

که څه هم د فارياب د ولایتي شورا رییس عبدالباقي ورته څرګندونې د طالبانو توطیې بولې او وايي چې د دوستم ملېشې د جنګ برخوال نه دي، خو پخپله جنرال دوستم د عملیاتو په پیل کې د خپلو ملېشو د عملیاتو خبر ورکړ او ويې ویل چې د طالبانو تر شړلو به جګړه پر مخ بیايي.

تر دې وړاندې هم د فارياب اوسېدونکو شکایتونه کړي و، چې د عملیاتو په پیل کې درې زره پښتني کورنۍ په زور کډوالۍ ته اړه او د فارياب له المار، قیصار او پښتونکوټ نه وشړل شول.

د دوی په قول ولسمشر ته يې یو لیک هم لېږلی او ترې غوښتي يې دي، چې د طالب تر نامه لاندې د پښتنو پر ضد د دوستم د عملیاتو مخه دې ونیسي.

د هېواد په شمال کې د ولسمشر د لومړي مرستیال په مستقیمه قومنده د الماس په نامه د پیل شویو عملیاتو څلورمه اوونۍ پاتې په رسېدو ده، چې د پرمختګ کوم څرکونه يې نه ښکاري.

د سیمې اوسېدونکو د عملیاتو په اوږدو کې تر اوسه پوري د دوستم د ملېشو، اربکیانو او په عملیاتو کې د ګډو امنیتي ځواکونو له چلنده شکایتونه کړي دي، خو ارګ د خپل مرستیال په اړه تر اوسه چوپه خوله دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Pathan

ددوى موخه دطالبانوسره جنگ نه بلكي دپشتنو بي پته كول او له هغو سيمو ددوى ايستل دي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x