افغانستان

جوزجان: اربکي قومندان او دریو ملګرو ته يې مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د جوزجان په خماب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې اربکی قومندان او دوه ساتونکي يې ټپیان او یو تن ساتونکی يې ووژل شو.

د جوزجان امنیه قومندان مل پاسوال فقیر محمد جوزجاني وايي چې چاودېدونکي توکي د قومندان غفار په موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې پکې نوموړی او دوه ملګري يې ټپیان او یو بل اربکی ووژل شو.

د قومندان په وينا چاودنه نن سهار شاوخوا اته بجې او دېرش دقیقې په خماب ولسوالۍ کې د قومندان غفار په موټر کې وشوه.

د فقیر محمد جوزجاني په قول دوی هڅه کوي چې د پېښې عاملين پید اکړي.

د چاودنې مسوولیت تر دم ګړۍ چا په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې دی چې د جوزجان اوسېدونکی د ولسمشر لومړی مرستیال په فارياب کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دی، چې تر دم ګړۍ يې د پرمختګ څرک نه تر سترګو کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x