ورزش

هندوستان د سریلانکا لوبډلې ته په ۲۷۸ منډو ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۲مه ۱۳۹۴ل): نن د سریلانکا او هندوستان لوبډلو تر منځ دوهمه ټیسټ لوبه پای ته ورسیده. دغې لوبې کې هندوستان د سریلانکا لوبډلې ته په ۲۷۸ منډو ستره ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د هندوستان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې کامیابه پریکړه يي وکړه. هندوستان خپل لومړی وار توپ وهنې کې د راهل، کولي او شرما غوره توپ وهنې په مرسته په ۱۱۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۹۳ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره راهل په ۱۹۰ توپونو د دیارلسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۰۸، شرما په ۱۳۲ توپونو د پنځو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۷۹، کولي په ۱۰۷ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۸ او ساها په ۱۱۷ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۵۶ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا په توپ اچوونکو کې هیرات تر ټولو زیاتې ویکټې واخیستې. نوموړی خپل ۲۵ اورونو کې ۸۱ منډو ورکولو سره څلور ویکټې واخیستې. د سریلانکا لپاره پراساد، متیوز او چمیرا هم دوه دوه ویکټې واخیستې.

سریلانکا هم خپل لومړی وار توپ وهنې کې ونه توانید د هندوستان لخوا جوړې شوې منډې پوره کړي. سریلانکا په ۱۰۸ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د متیوز غوره توپ وهنې په مرسته ۳۰۶ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره لومړی وار توپ وهنې کې متیوز تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی شو. متیوز په ۱۶۷ توپونو د دوولسو څلوریزو په مرسته ۱۰۲ منډې جوړې کړې. دغې لوبې کې تریمانې ۶۲ او سیلوا ۵۱ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره لومړی وار توپ وهنې کې میشرا تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستوونکی توپ اچوونکی شو. میشرا خپل ۲۱ اورونو کې ۴۳ منډې ورکولو سره څلور ویکټې واخیستې.

هندوستاني توپ وهوونکو دوهم وار توپ وهنې کې هم پیاوړې لوبه وکړه. هندوستان خپل دوهم وار توپ وهنې کې د رهانې او ویجې غوره توپ وهنې په مرسته په ۹۱ اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۲۵ منډې جوړې کړې.

دوهم وار توپ وهنې کې د هندوستان لپاره رهانې په ۲۴۳ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۱۲۶ او ویجې په ۱۳۳ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۸۲ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره دوهم وار توپ وهنې کې پراساد او کاوشال تر ټولو غوره او پیاوړې توپ اچوونکي ثابت شول. پراساد خپل ۱۵ اورونو کې ۴۳ منډې او څلور ویکټې او کاوشال خپل ۳۱ اورونو کې ۱۱۸ منډې او څلور ویکټې واخیستې.

سریلانکا خپل دوهم وار توپ وهنه د ۴۱۳ منډو ستر هدف په تعقیب پیل کړ خو په ۴۳.۴ اورونو کې يي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۳۴ منډې جوړې کړې.

دوهم وار توپ وهنې کې د سریلانکا لوبډلې لپاره کرونراتنې تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهوونکو شو. نوموړی په ۱۰۳ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۴۶ منډې جوړې کړې.

دوهم وار توپ اچونې کې د هندوستان لوبډلې لپاره اشوین پنځه، میشرا درې، یادف یوه او شرما یوه ویکټې اخیستلو سره دغه لوبه پای ته ورسوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x