fbpx

ناملي اردو له سره وپیژنئ

لیکوال: جاوید علي خېل

په دې وروستیو کې په انټرنیټ کې یوه داسې ويډیو خپره شوې چې د افغانستان د امریکاساخته اردو د ماهیت په اړه یې له ډیرو خلکو سره پوښتنې پیدا کړې دي.

په ویډیو کې څو تنه د ملي اردو عسکر ښکاري چې یو شپون یې په یوه دښته کې ګیر کړی او بیا ترې د طالب په نوم تحقیقات کوي، شپون وایي چې زه شپون یم او له طالبانو سره تړاو نلرم،خو عسکر ورته یوازې همدا وایي کومې دې میږې دې؟ دغه مهال یو عسکر هم په فارسي ژبه د شپانه خبره تسلیموي او وایي : ګوسفندا بود … خو له دې سره سره په څو شیبو کې دغه عاجز شپونکی چې له لباس او ټولو نښو څخه یو شپون ښکاري د اردو د عسکرو لخوا څو متره لرې درول کیږي او بیا یو عسکر ورباندې د پیکا ماشیندار ضربه وهي او عاجزه شپونکی ځای په ځای په شهادت رسوي .

له شهادت وروسته شهید شپونکي ته ډیرې بدې ناموسي ښکنځلې هم کیږي چې دعسکرو په ناسمه اخلاقي تربیه ګواهي وايي.

دغې ويډیو د فیسبوک او اجتماعي رسنیو په دنیا کې ډیر زړونه ودردول او د شهید شپونکي په عنوان هیش تاګ څو ورځې په اجتماعي رسنیو کې مهم سرټکی و،دا پيښه ډیرو کسانو ته نادره او فوق العاده ښکاره شوه ، مګر که څوک د افغانستان داوسنۍ امریکا ساخته اردو له ماهیت څخه اګاهي ولري شاید دا ډول کړنې ورته ددې او دې ته ورته نورو استعماري پوځونو معمولې کارنامې وبریښي.

د افغانستان امریکا ساخته اردو ډیرو کسانو ته ملي ، افغاني او اسلامي اردو ښکاري، په داسې حال چې ددې اردو یوازې نوم ملي دی او دا هاغه غولوونکی لېبل دی ، چې استعماري ځواکونه یي همیشه د خپلو محلي اجیرو پوځونو لپاره انتخابوي تر څو تر استعمار لاندې اولسونه ورباندې وغولوي .

ددې لپاره چې د افغانستان او اسلامي نړۍ د نورو هیوادونو استعمارزیږولي پوځونه سم وپیژنو باید چې څو پیړۍ پخوانې زمانې ته لاړ شو تر څو ددغو پردیو اردوګانو نسب او حسب سم رامعلوم شي .

اسلامي نړۍ په تیرو دریوپيړیو کې پرلپسې د غربیانو په خاص ډول د انګلیس، فرانسې، ايټالیا،امریکا او نورو هیوادونو له اشغالګرانه بریدونو او استعمار سره مخامخ وه، د شلمۍ پیړۍ لومړۍ ربع په اسلامي نړۍ د غربي مسیحیانو د برلاسۍ داوج عصر و، د لومړۍ نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو سره غربي اشغالګر له افغانستان او د ترکیې او جزیرة العرب له محدودو سیمو پرته په ټوله اسلامي نړۍ حاکمان شول، دوی تردې وړاندې افریقایي اسلامي هیوادونه په بشپړ ډول نیولي و، د هند په براعظمګي کې یي هم اسلامی ځمکې نیولې وې او دمنځنۍ اسیا او قفقاز اسلامي خاورې هم د روسي استعمار لخوا لاندې شوې وې .

خو که تاسو د شلمې پیړۍ تاریخي مسیر مطالعه کړئ وبه ګورئ چې ددې پیړۍ په اوږدو کې استعمار ګر یو په بل پسې له خپلو مستعمرو ووتل او ټولو اسیایي او افریقایي هیوادونو ته یي خپلواکۍ ورکړې، دلته د پوښتنې ځای دادی هغه اسلامي هیوادونه چې استعمارګرو په ډیرو خواریو نیولي وو، ولې یي دومره په اسانه او وړیا پریښودل ؟ انګلیسانو چې هند یی د سروزرو مارغه باله ،ولې یي داسې په مفته ازادي ورکړه او ترې ووتل؟

ددې پوښتنې ځواب دادی چې اصلا استعمارګرو دا هدف نه درلود چې مستعمره هیوادونه په خپل قلمرو کې داخل او تر ابده په خپل مستقیم اشغال کې وساتي، بلکې ددوی هدف په لومړني اقتصادي زبیښاک سربیره داو چې دغه هیوادونه او د هغوی میشت اولسونه تر خپل کلتوري، سیاسي، علمي ،فرهنګي اوپه اصطلاح نرم اشغال تر جال لاندې راولي،دداسې تلپاتې اشغال لپاره دوو شیانو ته ضرورت و. لومړی یوه اوږده موده څلویښت یا پنځوس کاله په دې هیوادونو کې د اشغالګرو بالفعل حضور او په سیاسي،اقتصادي، تعلیمي او کلتوري ډګرونو کې د غربي فرهنګ او ارزښتونو احیاء او بیاورته په خپل لاس وده ورکول ترڅو د نرم یا کلتوري اشغال زړی زرغون او په پښو ودریږي .

او دوهم داچې ددې اشغال د اوږدمهالې ساتنې لپاره په محلي سطحه د اجیرو او فرمانبردارو امنیتي / پوځي او استخباراتي تشکیلاتو جوړول چې د تل لپاره همدا د غرب لخوا راوړل شوي او پالل شوي ارزښتونه وساتي او په مقابل کې یي دغه محلي اجیر پوځونه له غرب څخه کلنۍ بودیجې، تسلیحاتي مرستې او کومکونه ترلاسه کړي .

غربي اشغالګرو په اکثرو مستعمره هیوادونو کې همدا نقشه عملي کړه، هغوی د خپل مستقیم اشغال په کلونو کې د خپلو کلتوری، دیني،سیاسي او نورو ارزښتونو دتبلیغ او ترویج لپاره پراخ کار وکړ، تردې چې دمستعمره هیوادونو یو مکمل نسل یي د ژبې،فکر، عاداتو ، لباس او نورو مشخصاتو له اړخه په خپل رنګ ورنګول، بل یي دا کار وکړ، چې د مستعمره هیوادونو لپاره یي په خپل لاس سیاسي قیادتونه وروزل او په خپل لاس یي ورته پوځونه جوړ کړل داسې سیاسي مشران او پوځونه چې د نسب او نژاد په لحاظ محلي خلک وو، خو دفکر ، کړنو او عاداتو په لحاظ په بشپړ دول غربیان او حتی د خپلو اروپایي ولي نعمتانو په پرتله ډیر د غرب ارزښتونوته وفادار او د تطبیق په چاره کې یي بې رحمه او اخلاصمند وو .

د هند له براعظمګي ، منځنۍ اسیا ، شمالي افریقا او منځني ختیځ له هیوادونو که موږ د غربي استعمارګرو د وتلو وضعیت وګورو په دې ټولو هیوادونو کې استعمارګرو د وتلو په مهال قیادتونه او دمستعمرو هیوادونو چارې هغو پوځیانو او سیاسي مشرانو ته په لاس ورکړې چې ددوی لخوا روزل شوي وو ، د دوی په شان یي فکر کاوو او ددوی په شان د غربي تمدن ګټو او ترویج ته وفادار وو .

له همدې امله پوهان وایي چې د شلمې پیړې په اوږدو کې د اسلامي هیوادونو پرلپسې ازادۍ او له استعمارګرو خلاصون په حقیقت کې استقلال نه بلکې یوازې د ښکاره او مستقیم اشغال له حالت څخه د پټ او نامستقیم اشغال حالت ته دانتقال مرحله وه اوبس . اسلامي هیوادونو اوس هم اشغال دي اوس یي هم په قانوني، تعلیمي، کلتوري،سیاسي، پوځي او نورو بنسټونو د غربي اشغال سیوری پروت دی، خو فرق یي دومره دی چې دا ځل د پردي اشغال پروګرام د خپلو په لاس تطبیقیږي هغه خپل چې اشغالګرو یي ماغزه ورمینځلي او د هغوی سره ګرو دي .

د لوړې مقدمې په رڼا کې که دافغانستان حالت ته وګورو او دلته د امریکایي ماهرینوپه لاس د امنیتي ځواکونو / اردو او پولیسو تربیه کول وارزوو، پوهیږو چې دلته هم کټ مټ هماغسې پروګرام روان دی لکه پخوا چې په نورو استعمارځپلو اسلامي ملکونو کې عملي شوی دی .

امریکایان به درست عمر دلته پاته نه وي، مګر دا کوښښ به ضرور کوي چې ددې هیواد دغربي کولو لپاره ددوی قربانۍ اوهڅې ضایع نه شي ، دا چې راډیوګانې یي څوارلس کلنې لاسته راوړنې بولي چې باید له طالبانو سره په خبرو کې ضایع نه شي ، په حقیقت کې همدا د امریکایي اشغال لب لباب دی او دوی ټولې هڅې د همدې لاسته راوړنو لپاره کوي .

له لاسته راوړنه څخه مطلب دافغانستان په سطحه په فکري، تعلیمي، سیاسي، کلتوري او نورو برخو کې غربي اقدار دي چې په تیرو کلونو کې د زر ، زور او تزویر په واسطه په دې متدین ملت منل شوي دي او اوس یې یو بشپړ نسل په څپو کې لاهو کړی دی .

دموکراسي،د بیان او عقیدې ازادي، بي حجابي،خلطیت ،غربي لباس او عادات ،ډمتوب ،او د غرب فلسفې او تمدن ته د لومړنۍ مرجع په حیث اعتقاد هغه څه دي چې امریکایانو د خپل ګلوبلایزیشن د پروګرام په لړ کې زموږ هیواد ته راوړي دي .

په اوږده مهال کې ددې ارزښتونو د ساتنې لپاره او داچې افغانستان همیشه د امریکا په رنګ رنګیدلی پاته شي، دوی دلته سلګونه زره پوځیان روزي او نوم یي ورته ملي اردو ورکړی دی ، ددې ملي اردو تعلیمي پروګرام، وسله ، استادان ، خرچه او هرڅه امریکایي دي، او هرکال ورته امریکایي کانګریس د کلنۍ بودیجې لپاره لوی مقدار پیسې بیلوي ، ترڅو دکال په اوږدو کې دامریکایي ګټو لپاره هڅې وکړي.

دا اردو د افغانستان او افغان مسلمان د ګټو لپاره نه ده روزل شوې ، بلکې په افغانستان کې دامریکایي ګټو د اوږدمهالې دفاع لپاره جوړه شوې او ډیزاین شوی ده ، څرنګه چې له امریکایي پوځي څخه په افغان انسان درحم تمه نه کیږي، له دغې ناملي امریکایي اردو څخه هم باید درحم تمه ونه شي ، دوی که څه هم په شکل افغانان دي مګر د امریکایي استاد په لاس روزل شوې، دامریکا په دسترخوان یې خوړلې او اوس یي هم د اکمال کولمه له امریکایي کانګریس سره تړلې ده .

دا امکان نلري چې څوک به معاش له امریکا اخلي او کار به افغانستان ته کوي .کله مو چې دغه ناملي اردو د لوړ سیاق او سباق له مخې وپیژندله بیا به درته د شپونکي چارماری کول کومه فوق العاده پیښه ښکاره نه شي ، ځکه امریکایانو ته د افغانستان ساده باده شپونکیان له تمدن څخه ناخبره موجودات او مباح الدم ښکاري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د