افغانستان

طالبان: د پل چرخي څخه پنځلس تنه بندي طالبان په تيښته بریالي شوي دي

پلي چرخي زنداننن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې چي نن ټکی آسیا ته یې هم یوه کاپي رالیږلي، ویلي چي ددوی پنځلس تنه مجاهدین (طالبان) د پنجرو په ماتولو او نورو تاکتیکونو کارولو سره وتوانیدل چي د پل چرخي د زندان د شپږم بلاک څخه په تیښته بریالي شي.

نومړي ویلي چي دغه پنځلس کسان له ډیري مودې راهیسي د پل چرخي په زندان کې تر تعذیب او ظلمونو لاندي وخت تیر کړی وو، او هم د حکومت له خوا ورباندي د اعدام او یا ډیر وخت قید را وتلی وو.

هغه د بندیانو نومونو داسي ښودلي: سمیع الله، دلاور، ولي جان، ضیا احمد کندهاری، ضیا احمد غزنوي، مولوي صالح محمد، ذبیح الله، صبور، عمرر، مسعود، صدیق، مسعود ثاني).

ذبیح الله ویلي چي یاد کسان خپل کورونو او محفوظ ځایونو ته رسیدلي.

بل خوا د افغانستان د محابسو او توقیف خانو د عمومي رئیس جنرال امیر محمد جمشید رسنیو ته منلي چي تیره شپه د پول چرخي زندان څو تنو بندیانو د تیښتي هڅه وکړه، خو دا هڅه یې شنډه شول.

نومړي ویلي چي بندیان وتوانیدل چي د زندان تر حویلی ځان ورسوي، خو د امنیت له خوا بیرته ونیول شول، او خپلو ځایونو ته بیرته انتقال شول.
او زیاته یې کړه هیڅ څوک هم په تیښته نه دي بریالي شوی.

جنرال جمشید د پيښي په اړه نور معلومات نه دي ورکړی، او نه یې د هغو بندیانو په هکله څه ویلي چي د ذبیح الله مجاهد له خوا یې نومونه اخیستل شوي.

هغه دا نه کړه څرګنده چي ایا دغه نومول شوي بندیان اوس هم له دوی سره په بندي خانه کي دي، که رشتیا هم په تیښته بریالي شوي دي.

د یادوني وړ ده چي ددې تر مخه هم په وار وار طالبان توانیدلي چي له زندانه څخه یا خپل بندان را خلاص کړي، او یا هم خپله بندیان په تیښته بریالي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x