افغانستان

تيفا: د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون بې پرې نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا تيفا د اږدو ناندرويو په پایله کې جوړشوی د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیونو بې طرفه نه بولي.

د تیفا مشر نعیم ایوب زاده نن په کابل کې یوې ناستې ته وویل چې د تېرو ټاکنو په مهال دې ټولې درغلۍ رسوا او عاملين دې يې محاکمه او همدې درغلیو ته په کتو دې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې سمون راوستل شي.

د نوموړي په وینا د ټاکنیزو اصلاحاتو په کمیسیون کې ټاکل شوي کسان بې طرفه نه دي خو په خبره يې د ټاکنیزو کمیسیونونو له سمون پرته بله لاره هم نه لرو.

دغه پنځلس کسیز کمیسیون چې د ګډحکومت له پیل څو ورځې وروسته د شکريې بارکزۍ پر مشرۍ جوړ شو، د اجرايوي ریاست د مخالفت له امله يې جاندان سپین غر د شکريې بارکزۍ پر ځای مشر وټاکل شو.

دې کمیسیون دنده درلوده، چې په څلورو میاشتو کې باید د ټاکنو د دواړو کمیسیونونو اړوند مناسب بدلونونه راولي، خو دوی د خپلې کاري مودې په وروستۍ اوونۍ کې د کار د پیل خبر ورکړ.

اجرايوي ریاست چې د جمهوري ریاست پر وړاندې ډېر وخت مخالف دریځی پاتې شوی دی، پر دې ټینګار کوي چې که د ټاکنو په خپلواک کمیسیون او د شکایتونو اورېدو کمیسیون کې بدلون را نه وستل شي دوی به ته راتلونکې پارلماني ټاکنې بې مانا وي.

وړاندې تر دې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون منشي وږمې فروغ ویلي و، چې د بې کارۍ او د ګډ حکومت د مشرانو د فرمایشونو له امله د دې کمیسیون په غړیتوب پښېمانه ده.

دغه کمیسیون چې مشر يې جاندان سپین غر، صدیق الله توحيدي يې مرستیال، شاه سلطان عاکفي او وږمه فروغ يې منشاین ټاکل شوي دي، پنځلس غړي لري چې د وري د میاشتې په لومړیو جوړ شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x