نوکیا د سمارټ فون او ټبلېټ لپاره نوی اپریټنګ سیسټم جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۲مه ۱۳۹۴ل): نوکیا کمپنۍ وروسته له هغې چې خپل د سمارټ فون او موبایل څانګه د مایکروسافټ په کمپنۍ وپلورله تر ۲۰۱۶ زیږدیز کال پورې نشي کولی خپل د کمپنۍ په نوم سمارټ فون بازار ته وړاندې کړي.

خو داسې ښکاري چې نوکیا کمپنۍ غواړي د سمارټ فون په برخه کې ستر بدلون راولی. دغې کمپنۍ اعلان کړی چې ډیر ژر به نړیوالو کاروونکو ته د دغې کمپنۍ لخوا جوړ شوی اپریټنګ سیسټم وړاندې کوي.

نوکیا کمپنۍ تیر کال خپل د سمارټ فون څانګه د مایکروسافټ په کمپنۍ وپلورله او دغې تړون کې يي له مایکروسافټ کمپنۍ سره هوکړه کړې وه چې تر ۲۰۱۶ زیږیدیز کال پورې به سمارټ فون نه تولیدوي.

که څه هم نوکیا کمپنۍ اعلان کړی چې له دې وروسته به سمارټ فون نه جوړوي خو بیا هم باید تر ۲۰۱۶ زیږیدیز کال پورې انتظار وباسو او وګورو چې دغه کمپنۍ څه کوي.

په دې وروستیو کې د سویلي کوریا ځینو رسنیو وویل چې نوکیا کمپنۍ غواړي نوي سمارټ فونونه د انډرایډ له اپریټنګ سیسټم سره کاروونکو ته وړاندې کړي او له اپل او سامسنګ پرته له نورې دوهمې درجې سمارټ فونونو سره رقابت پیل کړي.

د ټکنالوژي د برخې پیاوړی او پيژندل شوی کارپوه پیر فراګواست وویل چې نوکیا په نژدې راتلوونکي کې سمارټ فون نه شي جوړولی نو له همدې امله دغه کمپنۍ غواړي له نوی اپریټنګ سیسټم معرفي کولو سره ټوله نړۍ حیرانه کړي.

پیرفراګواست همداراز وویل:« نوکیا باید په یاد ولري چې اوسمهال ای او ایس (iOS) او انډرایډ اپریټنګ سیسټمونه په نړۍ کې ځانګړی ارزښت او له اندازې زیات کاروونکي لري نو نوکیا له خپل پخوانی اپریټنګ سیسټم سره نه شي کولی له دغو اپریټنګ سیسټمونو سره رقابت وکړي. زما په نظر نوکیا به ونه توانیږي په دغه برخه کې کومه لاسته راوړنه ولري ځکه چې د سامسنګ په څیر پیاوړې کمپنۍ هم په دغه برخه کې ماتې وخوړه.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د