نظــر

دوستم پخواني خوبونه ویني / ملا عبدالسلام ضعیف

لیکوال: ملا عبد السلام ضعیف
په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

کله چې دنولس سوه اتیایمې لسیزې په جریان کې دهغه وخت د شوروي اتحاد جمهوریتونه د امريکا د یرغلګر په څیر په خپلو شومو اهدافو کې د ناکامۍ اثار ولیدل ، داسي تګلاره یې مخي ته کړه چې د افغانانو په منځ کې د نفاق او شقاق تخم وپاشي، هغوی دقومي کنډکونو په نامه هغه کسان مسلح کړه چې د دوی د شومو اهدافو له پاره یي لبیک ووایه ، دوستم یو د هغو افرادو څخه وو چې د دغو مليشو په سیسټم کې د خپل قوم په نامه دیوه کنډک مشر سو.

عبدالرشيد دوستم، په لنډ وخت کې ځان روسانو ته ډیر ور نږدې کړ، کرار کرار هغه د خپلو ملیشو لمن د جوزجان څخه تر سرپل، فاریاب او مزار پوري ورسوله، نوموړي د روسانو په مرسته ډیری هغه قومندانان چې په سېمه کې موجود، یا قومي مشران او بانفوذه کسان و له منځه یوړل، او یا یې د سېمې څخه په یوه او بل نامه فرار کړل، هغه په ډیرو جنګونو کې چې د شوروي اشغال تر سیوري لاندې کیدل یو ډیر مهم جګړه مار جوړ سو، په ځېنو ولایتونو کې به هغه جنګونه په ټېکه (قرارداد) اخستل او د هیواد په ګوټ ګوټ کې به هغه جنګي عملیات کول، تر دې چې دوه ځله د هغه بدنامه ګلم جم ملیشه د مجاهدینو سره د جنګ له پاره کندهار ته هم ولاړل، د دوستم ملیشو چې دګلم جم، جوزجاني ملیشو او افغان شوروي ملیشو په نامه هم یادیدل په نهایت ډول وحشي او بي زړه سوی ټوپکوال و، په همهغه وخت کې يې په ظلم کې ډیر شهرت درلودی، دوستم یو د هغو ټوپک مارو څخه دی چې په درو لسیزو کې یې په لسګونو زره افغانان وژلي دي، په ټولو جنګونو کې لتاړ و، د روسانو په دستور سره د روسانو د وتلو سره یو ځای هغه د ډاکټر نجیب د حکومت په وړاندي د ملیشو لومړی جګړه مار و چې د بغاوت لاره یې ونیوله، هغه د دغه فرصت څخه په استفادې د شمال په پنځو ولایتونو باندې قبضه وکړه ، تر هغه وروسته د مسعود په پلوي د حکمتیار او بیا د حکمتیار پر پلوي د مسعود او اسماعیل خان د ډلو سره وجنګیدی، دکابل په و رانولو کې یې مهمه ونډه درلودله، د رباني د حکومت په وخت کې هغه په شمال کې ځانته جلا او مستقل حکومت درلود، هر څه یې له مرکزي حکومت څخه بېل او جلا و، د پیسو ځانګړې کرنسي او بودجه یې درلودله، سیاسي روابط او تعلقات یې له افغانستان څخه بهر خپلواک و، د شمال ولایتونو دولتي عواید یې پخپل واک کې و ، تقريبا د هیواد د شمال پنځه ولایتونه د ده تر واک لاندې او د ده د خوښې حکومت پکې و، تر دې چې د طالبانو په ورتګ سره یې پاچاهي ړنګه ، دوستم ازبکستان ته وتښتېدی او بیا ترکيې ته ولاړ.

په هیواد باندې د امريکایانو د یرغل له برکته یو ځل بیا دوستم د یرغلګرو د پیاده قوت په توګه را پيدا، او د بهرنیانو په مستقیمه مرسته اوس دا دی د اشرف غني په مرسته د ارګ ترماڼۍ پوري ورسیدی.

نوموړی له څه مودې راهیسې بیا ځل تر دې نامه لاندي چې د طالبانو پر وړاندې د حکومت ننګه کوې د نظامي ځواکمن کیدو له پاره هلې ځلې پېل کړی دي ، د هیواد د شمال په ځينو ولایتونو کې بیا د دغه فرصت څخه په استفاده ، غونډې او جلسې کوي، په ځینو سېموکې یې نظامي هڅي هم پېل کړی دي، هغه قومندانان او افراد چې د ده د مليشو پخواني پاتې شوني وه، یو ځل بیا يې په دې نوم سره منظم او مسلح کوې چې ګواکې د حکومت په ملاتړ له طالبانو سره جګړې ته يې اماده کوي، کیدای سي دا هم کټ مټ هغه لوبه او تګلاره وي کومه چې روسانو د خپل ناکامۍ په وخت کې په کار واچوله، اوس چې امريکایي ښکیلاک په خپلو موخو کې تر ډیره پاتې راغلی، دوی هم غواړي چې د روسانو ناولي او د وینو ډکه تګلاره د دوستم او دوستم ته ورته کسانو په وجود کې په کار واچوې، ولي په دومره توپير سره چې دا ځل د مليشو یا قومي کنډک په نوم نه، بلکې د محلي پوليسو په نوم.

دوستم هم په خپل وخت کې له دغې تګلارې څخه د خپل ځان په ګټه استفاده کول غواړي، زما په نظر دا هغه خطرناکه پروسه ده چې ګران هیواد به يوځل بیا د ۹۰ مو کلونو بدغوني او خونړي حالت ته ور وګرځوي، او یو ځل بیا به د هغې له خطره او وینو ډکې تجربې تکرار وسي.

دوستم چې پخوانۍ تجربه سوې څیره ده، نوي څیره نه ده، دهغه دا ډول تکراري تجربه به د اشرف غني له پاره کټه مټ د نجیب وروستۍ ناکامه تجربه وې، چې د همدې دوستم له خوا څخه له پښو وغورځول سو، د هیواد له پاره به د۹۰ مې لسیزې د انارشۍ بل تریخ پړاو وي، بلکې تر هغه به هم ډیر ناوړه او خطرناکه تجربه وي، کیدای سي چې د نږدې او لیري غلیمانو هغه شومې دسيسې یو ځل بیا د عمل ډګر کې پیاده سي چې په لسګونو زره بې ګناه افغانانو په هغه کې خپل ژوند دلاسه ورکړ، زیات شمیر افغانان د نژادي تعصباتو پر بنیاد د کورونو او جایدادونو پرېښودلو ته اړسول.

دوستم د شوروي اتحاد د اشغال په وخت کې د روسانو له پاره د هغوی د خوښې د خدمت او د مسلمانانو په بې رحمه وژنو سره د تفحصاتو د عادي کارکوونکې له دندې څخه تر جنرالي پوري ورسیدی، د روسانو د وتلو سره یو ځای هغه د ډاکټر نجیب دحکومت پر وړاندې د بغاوت لاره ونیوله، د نجیب دحکومت واګې یې ور سستې کړي.

د صبغت الله مجددي له خوا څخه د قدرت او همکاری په تمه بیا هم دوستم ته د ستر جنرال او خالد بن ولید لقب ورکول سو.

زما په نظر داسي تجربه سوې جنایت کار ته داسي فرصت بیا ورکول چې هغه څه تکرار کړي چې نه یې غوږونه د اوریدو او نه یې ژبه د ویلو حوصله لري په حقیقت کې په شمال کې د هغو بې وزلو افغانانو سره ډیره زیاته جفا او ظلم دی، چې غني ته یې د دې له پاره رایه ورکړي وه چې ګواګې جهاني مفکر به هغوی ته سوله او سوبه راولي، او د خپلسرو وسلوالو له ظلمه به يې خلاص کړي، د ستونزو په وخت کې به يې مرسته او لاس نیوی وکړي.

زه په دې نظر یم چې کله به هم دوستم دسولې، ټیکاو او امنیت له پاره په صداقت سره کار ونه کړي او نه به هم له غني سره وفاداره پاتې سي.

دوستم بیا د قدرت او ځانګړې قوت لرلو له پاره هلې ځلې کوې ، دا نه چې په یواځي ډول به ددې کار له پاره هلې ځلې کوې، بلکې دګاونډیو هیوادونو استخباراتي کړۍ به هم د کومک لاسونه ورته ور وړاندې ګړي ، چې بیا به یې مهار کول د غني او د هغه د ادارې له کنټرول څخه وتلی کار وي.

غني په لوی لاس ځان ته قبر کېندې، کیدای سي انجام یې نجیب ته ورته وي، که غني پر دې تمه وې چې دوستم به ده ته وفادار پاتې سي، لومړی دي د نجیب او بیا د رباني او حکمتیار تاریخ وګوري، که پر دې تمه وې چې دوستم به د خپل ځان په ګټه استعمال کړي ، نو لا د وړاندې هغه د دې ډګر په لوبو کې تر غني څو چنده مهارت لري.

ښه به دا وې چې د داسې توطيو مخه د ناسور تر جوړیدو مخکې ونیول سي، که په وخت يې مخه ونه نیول سي، بیا به د یو لوی ناورین سره لاس او ګریوان سي، د هغو بې چاره افغانانو ژوند او راتلونکې ته هم پام وسي چیرته چې د دوستم او دده د ملیشو له لاسه داسي ډول کړول کیږي او داسي جنایتونه کيږي چې د ویلو او هیر ولو وړ نه دي.

دخپلواک او ازاد هیواد په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

ضعيف صاحب ديره مننه اصلي حقيقت ته دي اشاره كري ده واقعا همداسي ده غني خان هغه مفسد اووحشي انسانان تر زان راتاو كري كوم جه ١٥ كاله مخكي دافغانستان علما كرامو دهغوي فه مقابل كي جهاد اعلان كري وو نن ورز شرميدلي غني خان همغه وحشيان فه ملت حاكم كرزولي دي نو زكه خو هم افغانستان فه اسيا

خاکسار فاریابی

فاریاب هغه فاریاب دی دوستم هغه دوستم دی خو وخت بدل شوی . خلک هغه خلک ندی دامنم چی دوستم او پلویان یی په چور چپاول ظلم وحشت او بربریت کی خورا پخه تجربه لری د پښتنو په وژلو کی د هر راز حربی څخه کار اخلی او ……………… بلخوا یاید په لنډوکی ټکو کی و وایم چی افغانانو په ځانګړی توګه پښتنو په تیرو څوارلسو کلونو کی ډیر څه زده کړی دی دښمن ته د هر راز غاښ ماتونکی ګذار ورکولو چل یی په بشپړه توګه زده کړی د هر عمل عکس العمل وی دوستم چی څومره ظلم کوی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x