نظــر

جنګ له چا سره ؟

لیکوال: غلام محمد معصومي / د سمون مدني ټولني مشر –

نژ دې ۴۰ کاله  کیږی، چي په ګران افغانستان کي  یوه دا سي جګړه  پیل سوې ده، چی  هر وخت  خلګ ور ته  حیران  پاته دي.

دا جګره، چي د سپیني  کودتا  د شهید  داود  خان  د واکمنی څخه را شروع  سوی ده اقلیت  خلګ له نظام څخه خوابدی او په اکثریت  باندی بدل سوي دي.

په دې څلورلسیزو کي هر دولت و نه سوای کولای، چي خپل خوابدي هيوادوال  را ټول او د خبرو له لاری یی مشکل حل کړي او د وخت په تیرویدو سره همدغه خوابدي هيوادوال د استخباراتی کړیو لاس ته ورغلي اود جګړې پر اور پيټرول پاشل سوي دي.

چارواکي د لويو دېوالونو شاته له ولس څخه فنا سوي او هر څوک نه سي کولاي، چي خپل ږغ تر دوی پوري په اسانۍ ورسوي.

په داسي وخت کي، نو ماته د اسلام د دوهم خلیفه حضرت عمر فاروق (رض) هغه کیسه را په زړه کیږي، چي یو د هغه وخت د ستري امپراطورۍ (روم)  څخه یو غلام د حضرت عمر بن الخطاب د لیدو لپاره رالیږل سوی و.

غلام په مدینه منوره کي له خلکو د پاچا پوښتنه وکړه.

خلکو ورته وویل، موږ پاچا نه لرو، موږ خلیفه لرو.

غلام له خلکو وغوښتل، چي خلیفه ته يې ورولي، ترڅو د روم د امراء پيغام ورته ورسوي.

کوم وخت، چي یاد مسیحي غلام دربار ته رهنمايي کړل سو، هلته د اسلام خلیفه حضور نه درلود.

په دربار کي ورته وویل سول، چي خلیفه له ښاره د باندي وتلی دی.

غلام هم د خلیفه په لټه روان او اخر يې د يوې سپېرې لاري پر سر خلیفه ولید، چي تر سر يې غټه ډبره لاندې کړې او په خواږه خوب ویده دی.

غلام پر خپل خلیفه ږغ وکړ او د روم د امراء له پیغام څخه يې خبر کړ.

یاد عیسوي غلام، چي د حضرت عمر د شان او شوکت کیسې د روم په مجهزو دربارونو کي اورېدلې وې، هیڅ فکر يې نه کاوه، چي دا کس دي هغه د شان او دبدبې خاوند (عمر) وي، چي د نامه په اورېدولو يې روم او قیصرا ماڼۍ لړزېدلې تعجب يې وکړ.

په دې وخت يې په خورا ادب پوښتنه وکړه : ( تاسي د مسلمانانو خلیفه حضرت عمر یاست ؟ )

حضرت عمر (رض) په ورین تندي ورته وویل، بلې هو !

دا څنګه کیدلای سي، چي د یو دونده لوړي دبدبې خاوند خلیفه دي په سپېرو خاورو کي بې له وهمه په خواږه خوب ویده وي؟

حضرت عمر فاروق، زه د خلکو امر نه یم د خلکو خدمتګار یم، د خلکو لپاره یم، د خلکو په منځ کي یم او له خپلو خلکو بېل نه یم… )

د پورته اوږدې کیسې یوه برخه مي ځکه له تاسي درنو لوستونکو سره ځکه شریکه کړه، چي زموږ اکثره رهبران، مشران او چارواکي د خلکو د تر منځ پر ځای د سمیټي دېوالونو شاته داسي پټ ناست دي، چي د خپل رعیت ستونزي حل کول لا څه، چي یو عادي ږغ يې لاهم نه اوري.

که غور وسي، دوی خپل ځانونه په پراخیو موانع کي له ولس څخه لیری بندیان کړي او دوی په اصل کي بندیان او د خپلو خلکو له زړونو څخه په زرهاوو کیلو مټر لیري ژوند کوي.

ولس بیا له دېوالونو او مانع دې خوا ته سرګردان یوې او بلې خوا ته ګرځي.

خلک نور له جګړو څخه ستړي سوي دي، ولس نور سوله غواړي او پوښتنه کوي، چي روانه جګړه له چا سره ده او د څه لپاره له نامعلوم دښمن سره جنګیږي؟

دا څنګه بهرني استخباراتي کړۍ دي، چی له ۱۳۵۷ کال د غوايي له اوومي نېټې څخه ، چي د نور محمد تره کي د اوومي ګڼي فرمان (د مځکي وېش) په نامه صادر سوي او له دې لاري يې خپلو موخو ته د رسیدو په پلمه  تر نن ورځي پوری موږ په جنګ اخته کړي یو.

هر وخت مو خلګ له باندني پلان سره د پردۍ ایډیالوژۍ سره را غلي او پردې خوار ولس یې عملي کړي چی دغه پردۍ نظریه پر افغان مسلمان ولس هیڅ د منلو وړ نه ده.

زموږ د خلګو ظرفیت  وګورئ !  او دا نوی  پروژی، د( ډی ډی  آر،  ډا یاګ، ریفورم/ پی ار ار / هم د پردیو پردۍ موخي وې، چي تر ډېره عملي سوي خو ولس ته يې ګټه ونه کړه.

د دې تر څنګ د نړيوالو استخباراتي کړي يوه بله جفاء دا ده، چي همدغه افغانان يې د مجاهد په نامه له روس سره وجنګول، خو چي روس ماته وخوړه هغه مجاهدین يې د ټوپکیانو په نوم د طالبانو په لاس له منځه یوړه او بیا همدغه طالبان د ترهګرو په نامه یو ځل بیا د هغو زړو مجاهدینو او پخوانیو کسانو په لاس له واک لیري، چي لا تر اوسه د جګړې اور بل او افغانان پکښي کبابیږي.

ښه خبره دا ده، چي نور افغانان له خپلي پوهي او تیر وختونو څخه دا زده کړي، چي په یو او بل نامه خپل مسلمان ورور ونه وژني.

په جګړه کي ښکېلي غاړي باید دا خبره ومني، چي دلته جګړه د پردیو په ګټه وه او ده.

ټوپک، مرمۍ او پیسې د بل دي، خو کونډه زما او ستا ورېنداره ده، چي هره شپه له اوښکو سره ډوډۍ خوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جاوید احمد

دا لیکوال ښاغلی که رښتیا د سموم مدني ټولنې مشر وي بیا خو یي چاره په کار ده و سموم خو زهرو ته وایي دا د مکاتبو نجونې لکه چې همدې ټولنې مسمومولې ؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x