نړۍ

داعش د ايمن الظواهري او بلمختار وينه هدر اعلان کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږی ۲مه، ۱۳۹۴ل): د ليبيا داعش ډلې د نړېوال جهادي تنظيم مشر ډاکتر ايمن الظواهري او د «الموقعون بالدماء» ډلې مشر مختار بلمختار وينه هدر اعلان کړې ده.

داعشيانو په ليبيا کې پوسترونه خپاره کړي، چې په کې د ظواهري او بلمختار وينه هدر ښوول شوې.

راپورورنه وايي، چې داعشي پوسترونه د دې اعلان لامل دا ښيي، چې دوی دواړو د ليبيا ختيځ «درنه» سيمې څخه د داعش د شړلو مشري کوله. پوسترونه وايي چې ظواهري او بلمختار ليبيا کې دي او د خپلو «مرتدو اربکيو» مشري کوي.

دوی وايي، بلمختار داعش سره جګړه کې ټپي شوی هم دی، چې اوسمهال «درنه» کې درملنې لاندې دی.

راپورونه وايي، چې د داعش د پوسترونو په اړه د «درنه» د مجاهدينو شوری خپله اعلاميه نشر کړې او ويلي يې دي، چې داعش ليبيا ته د بهرنيو يرغلګرو د مداخلې جواز پيدا کوي او کوښښ کوي، چې حقايق واړوي.

اعلاميه زياتوي، چې دوی سره د ليبيا ولس ولاړ دی او صفونو کې يې هيڅ بهرني مجاهدين نه شته، بلکې داعش بيا د مهاجرينو په نوم مستقلې جبهې لري.

د يادونې وړ ده، چې له جهادي ډلو سره د داعش دا لومړۍ شخړه نه ده، بلکې له دې مخکې يې په شام کې ټول مجاهدين اربکيان بللي، چې د همدې فتواو په لړ کې يې درې هفتې وړاندې د فلسطين جهادي ډله «حماس» هم بې لارې وبلله او په مجاهدينو يې چاودنې وکړې. چارپوهان وايي چې په اسلامي ډلو ټپلو کې دا تکفيري مېتود د بغدادي د خلافت له اعلانه وروسته زور ونيو، چې ګټه يې يوازې او يوازې بهرني دښمن ته رسيږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی دیوبندي

خواوس معلوم شول چي داعش داسرائیلواستخدام شوي خلګ دي چي په نړي کوم واقعي مجاهدین دي هغه ئي مباح الدمه وګرځول مسلمانان څوک دي داڅه ډول خلګ دي

مولوی دیوبندي

داسرائیلواستخدام شوي خلګ دي چي په نړي کي کوم واقعي مجاهدین دي هغه ئي مباح الدمه وګرځول مسلمانان نوڅوک دي داڅه ډول خلګ دي

قاري سعيد خوستى

ددي فتني په وڑاندي كه پراخه قلمي عسكري نظامي مبارزه ونشي بيا به وخت تير او هر سه به له لاسه وتلي وي

احمد

داخولمرغوندی روښانه ده چه دا داسلام په لباس کی دکفری استخباراتوایجنټاندی دتاریخ په اوږدوکی چه هروخت کفار په مخامخ جنګ کی ناکامه سوی دی نویه داسی چلونه کړی دی خوکاشکی چه دحضرت علی کرم الله وجهه له شها دته رانیولی بیاترنن ورځی چه دی غلامی اوکفر پالی ډلی کوم جنایات تر سره کړی بایدراجمع اوثبت سی ترڅوبیا مسلما نان په خطا نسی

خاکسار فاریابی

دواعش ځانونه د اسلام وفادار او د هغه د نصرت داعیان بولي حال دا چي دوي په پټه د اسلام سخت دښمنان دې ، هر وخت د اسلام په خلاف د مکر ، فريب او سازشونو په تیارې کي مصروف وې او خپل پټ عداوت او بغض په نوو، نوو طریقو ښکاره کوې ، عام ولس دا فکر کوي چي دوي خپل علم د ټولنې په اصلاح کي کاروي حال دا چي هغه اصلاً د جهل او فساد په خپرولو ځان ستومانه کوې ، د دوي له وجي عام خلک په شک او شهباتو کي مبتلا دې

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close