افغانستان

طالبان: روزګان کې مو زیات شمېر «غنیمتونه» تر لاسه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲مه، ۱۳۹۴ل): تیره ورځ د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ د سلطان محمد ناوه سیمه کې د بهرنیو عسکرو په ملاتړ د ملي اردو ځواکونو عملیات وکړل چې په ترڅ کې د قومندان عبد الصمد په ګډون ۴۵ تنه عسکر د طالبانو له محاصرې وژغورل.

د روزګان ولایت چارواکو وویل چې په دغه قرارګاه کې چې د قومندان عبد الصمد کور هم په کي و، اتیا تنه له دوو میاشتو راهیسي د طالبانو تر کلابندۍ لاندي وو، او د ورځو په تیریدو سره به یی تلفات ورکول، چې له کبله یې ۳۵ تنه د طالبانو په عملیاتو کې له منځه ولاړل، او پاتي ۴۵ تنه یې د هلیکوپتر الوتکو په ذریعه وژغورل شول، او بیا وروسته قرارګاه په دې موخه بمبار کړل شوه تر څو هلته پاته وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ونه لویږي.

بل اړخ ته طالبانو په خپلې ویب پاڼه کې په یوه تازه خبر کې ویلي چې د دوی ملګري نن سهار په ډیر احتیاط سره یادي قرارګاه ته ننوتل، او هلته یې د امنیتي تدابیرو نیولو وروسته پلټنه پيل کړه، چې په ترڅ کې یې زیات شمېر وسلې او مهمات تر ګوتو کړل.

طالبان وايي چې دوی په دغه قرارګاه کې دوه رینجر موټر، ۱۵ موټرسایکلان، ۱۲۰ میله وسله، لوی شمېر مرمۍ او نور مهمات غنیمت کړل.

طالبانو همداراز ویلي چې په دغه قرارګاه کې یې د الوتکو په ذریعه راغورځول شوي دوه داسي بمونه هم موندلي چې چاودېدلي نه دي.

باید وویل شي چې تیره ورځ د روزګان ولایت چارواکو منلې وه چې د سلطان محمد ناوه نوره د دولت له لاسه وتلې، او په بشپړه توګه د طالبانو تر ولکې لاندي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x