نظــرټولنیزه برخه

مدرسه

لیکوال: حمید الله کامران

مدرسه هغه علمي ځای دی چیرته چې د اسلام د زامنو جسماني او روحانی تربیت کیږی مدرسو په خپل غیږ کی ډير ډير نوابع او فیلسوفان د وخت ستر علما‌ء او مفکرین ټولنې ته وړاندی کړی دي او همدا مدرسي دي چې د اسلام ستر داعیان روزې او ټولی نړی ته داسلامیت او انسانیت درس ورکوي مدرسو په خپل وخت کي تر بل هرچا د اسلام د مبارک دین په خپرولو کي ستره ونډه ادا کړی او دا سپيڅلی مسولیت یي په ښه ډول سرته رسولي دی که د نړی دتاریخ پاڼی واړوو نو وبه لولو چې هغه خلک چې په خپلو افکارو یی نړي لړزولی او نړی ته یي د مینی محبت او وروګلوي درس ورکړي خامخا څو ورځي او شپي یی په مدرسه کي تیري کړی دي او د مدرسې له فیض څحه برخمن شوی دي همدي علما‌ء ستر ستر کتابونه لیکلی چی اوس تری خلک ګټه پورته کوي .

مدرسو یواځي په یو ځانګړی برخه کی کار نه دی کړی بلکی په بیلا بیلو ډګرونو کې یی علمی کدرونه روزلي او اسلامي امت ته یي د خدمت لپاره وړاندی کړي لکه د اسلامي علومو په برخه کی ستر ستر علماء د سیاسي علومو په برخه کی ستر سیاسی مفکرین د اقتصادی علومو په برخه کی د اقتصاد کار پوهان ا و همداسې په نورو برخو کی یي داسي شحصیتونه روزلې چې نړۍ ورته ګوته په عاښ پاتی ده .

دانن چې دین تر مونږ په سم او بشپړ ډول را رسیدلی او مونږ په ویاړ سره وایو چی زمونږ دین له هرډول لاس وهنې څخه محفوظ دی په حقیقت کې دا د همداسې مدارسو برکت دی چی د دین په نقلولو کی یی له یو نسل څخه بل نسل ته خپل مسولیت پیژندلې او په سم ډول یی ادا کړی هم دی دین یي د اسلام د بچیانو په ذهن کې پیچکاری کړی او هعوی یی دي ته هڅولي دي چې تر نورو یی ورسوي او خپله غاړه د پاک پروردګار په وړاندی خلاصه کړی .

که مدارس نه وي نو نن ورځ به تاسو لیدلې وې چې دین به څومره تحریف او بدل شوی وی هسی خو هم د اسلام دښمنان هر وخت دی ته تیار ناست دی چې په اسلام باندی مختلف اعتراضونه وکړي او اسلام مبارک دین د خلکو په ذهنونو کی یو زوړ بی اساسه او د وخت له غوښتنو سره په ټکرکی دین خلکو ته وروپیژنی خو اسلام له دی ټولو څخه پاک دی خو داسلام د دښمنانو داسی ناوړه افکار چې هروخت له ماتې سره مخامخ شوی دي او په وړاندي یي مقابله کړی همدا د مدرسو له له چاپیریال څخه راوتي ځوانان دي چې هروخت یی دداسی دسیسو مخه نیولې او په وړاندی یی جدي غبرګون نیولی دی د وخت هر فرعون ته لکه د موسی ګرزیدلي د علمیت په میدان کی یی علمي مبارزه کړی او دهري ناوړه او له ځانه جوړی شوی پدیدی مخه یی نیولې د قلم په میدان کی قلمی ځواب ورکړی او خپله د قلم څوکه یي پری چلولی ده او کله چې هم د توری او ټوپک وار رارسیدلی نو توره په لاس او ټوپک په ولی سنګر ته یی تر هر چا مخکی ځان رسولی او ښکلیلاګرو قواوو ته یي غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او د وخت ستری امپراتوری یی ازاد هیوادونه ګرځولي او د استعمار کړۍ یي د مسلمانانو له غاړی څخه خلاصه کړی او په وړاندی یي د نړی ستر ځواکونه هم په ګونډو شوي او ډیر متکبرین یی په وړاندی ټيټ سرونه پاتی شوي او په خپله ماتی یی خپله اقرار کړی .

که مدرسی نه وی نو ټولنه به مو له اسلامي او عصری زده کړو بی برخی ځوانان به مو له دین څخه ناخبره او د پردیو د لاس اله ګرځیدلی وی ځکه همدا مدرسې دي چی ځوان ته ماشوم ته د ژوند رښتینی لاره ورښایی او هغوي په راتلونکی کی د کفر او جهالت له تیارو څخه ژغوري او د رڼا په لور یي را کاږي تر څو په راتلونکی کی یی ژوند روښانه او ابدی سعادت یی په برخه شی نو د ټولنی نظم د مدارسو پوری تړلی دی او زمونږ پرمختګ هوساینه او او د دواړو دنیاو بریالیتوب نیغ په نیغه د دیني مدارسو سره اړیکه او ارتباط لری .

مونږ ته څه کول په کار دي د خپلو اولادونو راتلونکې په کومه لاره بوتلل غواړئ له خپلو او لادونو څخه د قران حافظان او عالمان جوړول غواړئ تر څو تاسو او ستاسی کورنۍ ته د خبر او نیکنامۍ سبب وګرځي او که د خپلو او لادونو راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کوئ نو خوښه ستاسو په لاس کی ده که غواړی اولادونه موقاریان عالمان په دین پوه او د لوړو اخلاقو څښتنان شي نو اولادونه مو مدرسو ته واستوئ او د خپلو اولادونو لپاره مو مدرسې تقویه کړی کومک ورسره وکړئ او خپله همکارې ورسره د تل لپاره روانه وساتئ ترڅو دینی مدارس موله هر پلوه غښتلی وي او د هیڅ شی کمی پکې نه وي ترڅو د اولادونو تعلیم او تربیه مو په سم ډول ترسره شي نو واک او اختیار ستاسو په لاس کی دی.

که د مدرسو پیاوړتیا مو په نظر کی ونه نیوله او له مدارسو سره مو اړیکه ونه ساتله نو بیا له اولاد څخه د خیر طمعه کول په رنا ورځ د ستورو لیدل دی .

نو راځي چې ټول په ګډه نن دا هوډ وکړو چې مدارس به تقویه کوو او دوی سره به هرډول ځانی او مالی کومک او مرسته کوو .

په ټوله نړی او افغانستان کی د دینی مدارسو د پیاوړتیا په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x