افغانستان

میټ رومني او او باما په خپل منځي لفظي شخړه اوښتي

obama and mit romneyد امریکا ولسمشرۍ ته ولاړ جمهوري غوښتونکي کاندید میټ رومني  دخپل تبلیغاتي کمپاین په مهال د بارک اوباما په ادرس خورا توندې خبرې استولې چې داوباما لخوا په ورته  غبرګون ځواب شوي دي .
دشینهووا  خبري اژانس دراپور له مخې په افغانستان کې دافغان عسکرو لخوا په امریکايي ځواکونو دبریدونو اغیز بالاخره ترامریکایي لوړپوړو مقاماتو رسیدلی دی او دامریکا دوه کلیدي سیاسي مشران یې په لفظي شخړه سره اړولي دي .
   دشینهووا  دراپور له مخې  میټ رومني په خپلو اظهاراتو کې بارک اوباما راننګولی چې ولې ددې پیښې په اړه ګونګ پاته دی او توضیحات نه ورکوي ، دنوموړي په قول اوباما نه یوازې دیادې مسئلې په اړه ګونګ دریځ غوره کړی بلکې په عموم کې یې په افغانستان کې دامریکایي سرتیرو د شتون او دوام  دموضوع په اړه قاطع او واضح دریځ نلري ، چې هلته به امریکایان ترکومه په جګړه بوخت وي او افغان حکومت به  څنګه ددې جوګه کیږي چې مسؤلیتونه په غاړه واخلي .

رومني ویلي  (  که زه  ولسمشر وای له دې موضوعاتو سره مې  شفاف چلند کاوو ، مابه افغان حکومت ته دمسؤلیت دانتقال پروسه ګړندۍ کړې وه او ډیر زر به مې خپل ځواکونه هیواد ته راستانه کړي وو ، دا ټول هغه کارونه دي چې بارک اوباما نه دي کړي )
خو د رومني ددې اعتراضاتو په مقابل کې بارک اوباما وویل چې نوموړي په لوړه کچه  دامریکایي سرتیرو  دحفاظت مسئله مطرح کړې ده ، نوموړي چې له فاکس نیوز  سره په خبرو کې یې دمیټ رومني اعتراضونو ته ځواب وایه ، په دې برخه کې خپله پړه ونه منله  ، دده وویل چې ددې مسئلې په اړه ژور اندیښمن دی او په وس پوره اقدامات یې کړي دي .
 دیادونې وړ ده چې دافغان سرتیرو له خوا په امریکایي ځواکونو دبریدونو پیښې په دې وروستیو کې خورا زیاتي شوي دي ،  چې نه یوازې امریکایي پوځي مشران او ددوی افغان حلیفان  وراخطا کړي ، بلکې درومني او اوباما له دې وروستي لفظي برخورد څخه ښکاري ، چې  دې مسئلې اوس دامریکایي ټولټانو تبلیغاتي هڅو ته  لاره موندلې او ښایي داوباما مخالفین دنوموړي په وړاندې  دیوې تبلیغاتي سوژې په توګه ترې استفاده وکړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x