
د ا ګز او دا میدان
لیکوال: اسدالله رزین
۱- موږ د هر وخت خپل فرعون ته ږغ ورکړی –
تا ته هم وا یو دا ګز او دا میدان –
۲- په ښکاره شان او شوکت دي دوکه نه سئ –
زموږه ښکاروي همدغسي بدماشان –
۳- ډیرمغرور او زورو مو ګونډه کړې –
موږ هر څوک پیژني نوم مو ده افغان –
۴- د تاریخ ټولو بابونو کې موږ شته یو –
حال موهم پټ نه ده وپوښتئ روسان –
۵- تاسې هم د میلمستیا اوږد ریکارډ جوړ کړ –
ډیر غمونه که خواړه په دسترخوان –
۶- میلمستیا وه که د ګوډ او ړوند حسا ب ؤ –
ټول مو یو وړل که لا پاته تابوتان –
۷- د میږې کوڅرعدم ته پری پرواز ده –
داسې نه چې سی هلته بیا مهمان –
۸- اوس لا وخت شته که مو ورکه خوښه نه وي –
په څپړو دی سر واچو سه روان –
۹- هیڅ افسوس اوپښیماني بیا ګټه نه کړي –
چې غرور ته دی سورور کاندي میدان –
۱۰- بیا به تیښتې ته ټکټ هم پیدا نه کړی –
ورته هیر به دی سې منډو کې خپل ځان –
۱۱- دا لوی سوي سردرو کې د شاهین دي –
زور یی نه لري دا لوی لوی سره ډینګان –
۱۲- دا په وینو کې لمبیږي اور کې ګرزي –
ماتولای سې لښکري دشیطان –
۱۳- چې ستومانه سې د حق په ولولو کې –
هوسیږي ورښکاریږي حور غلمان –
۱۴- دا دودیزه ستومانې نه ده هوښیار سه –
د رحمت سیورې کې اوسې دسبحان –
۱۵- په ظاهره ملنګي یی ته خطا یی –
د فیشن نه د میدان دي اتلان –
۱۶- د دوی موډ فیشن میدان کې حماسه وې –
په تور سرو بمباري کړي امریکایان –
۱۷- ډیرې شپې یی (ریډلې) غره کې میلمنه وه –
دا د هر سنګرغښتلي پا سداران –
۱۸- له (رزینه) مشوره که یی چا په کار وې –
میړنی ده چې تسلیم کړي میړنیان –
اسد الله رزین