ورزش

کریکټ: په ټیسټ او یوه ورځنۍ لوبه کې تر ټولو زیات منډي جوړونکي لوبغاړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲مه ۱۳۹۴ل): د کریکټ هغه لوبغاړي چې اوس هم په نړیوال کریکټ کې نوم لري او لا یې د کرکیټ نړۍ نه ده پري ایښي، لاندي لیست کې هغه لوبغاړي دي چې تر ټولو زیاتي منډي یې جوړ کړي.

لومړی په ټیسټ لوبه کې تر ټولو زیاتي منډي جوړونکي:

https://s1.yimg.com/bt/api/res/1.2/QIzSp6VJA34dzziJ06QCGw--/YXBwaWQ9eW5ld3M7Y2g9NDUwO2NyPTE7Y3c9ODAwO2R4PTA7ZHk9MDtmaT11bGNyb3A7aD0zNTQ7cT03NTt3PTYzMA--/http://l.yimg.com/os/publish-images/cricket/2015-08-24/58e93090-4a4e-11e5-a71d-a958d93d8022_6_test.png

هاشم املا د جنوب افریقا څخه یو مسلمان لوبغاړی دی، په ۸۴ ټیسټ لوبو کې یې د ۱۵ سلیزو په جوړولو سره ۶۷۷۰ منډي جوړي کړي، او په دې توګه نوموړی په شپږم لمبر راځي.

https://s1.yimg.com/bt/api/res/1.2/67Gj8B4mpYgR3HIKur0DKg--/YXBwaWQ9eW5ld3M7Y2g9NDUwO2NyPTE7Y3c9ODAwO2R4PTA7ZHk9MDtmaT11bGNyb3A7aD0zNTQ7cT03NTt3PTYzMA--/http://l.yimg.com/os/publish-images/cricket/2015-08-24/57d6af20-4a4e-11e5-a772-7b57b55d918e_5_test.png

کریس ګیل، د ویسټ انډیز هیواد دی، نوموړی په خپل شپږیږو او څلوریزو ډیر مشهور دی، ده په ۱۰۳ ټیسټ لوبو کې د ۱۵ سلیزو په جوړولو سره ۷۲۱۴ منډي جوړي کړي، او په دې توګه یې پنځم لمبر وړی دی.

https://s.yimg.com/bt/api/res/1.2/Y2qkt6Gdq6UzlgOivBC9tA--/YXBwaWQ9eW5ld3M7Y2g9NDUwO2NyPTE7Y3c9ODAwO2R4PTA7ZHk9MDtmaT11bGNyb3A7aD0zNTQ7cT03NTt3PTYzMA--/http://l.yimg.com/os/publish-images/cricket/2015-08-24/57ea8540-4a4e-11e5-963e-d9bd7de727b6_4_test.png

ایان بیل د انګلینډ هیواد دی، نوموړي په ۱۱۵ ټیسټ لوبو کې د ۲۲ سلیزو په جوړولو سره ۷۵۶۹ منډي جوړي کړي. او په دې توګه نوموړی پر څلورم لمبر راځي.

https://s.yimg.com/bt/api/res/1.2/AkRWoTHKzRJA9e8rEmBxpA--/YXBwaWQ9eW5ld3M7Y2g9NDUwO2NyPTE7Y3c9ODAwO2R4PTA7ZHk9MDtmaT11bGNyb3A7aD0zNTQ7cT03NTt3PTYzMA--/http://l.yimg.com/os/publish-images/cricket/2015-08-24/592994f0-4a4e-11e5-a8fc-a9257709561a_3_test.png

د جنوبي افریقا ویکټ کیپر او توپ وهونکی ای بي ډي ولیرز د کریکټ په نړۍ کې ډیر شهرت لري، نوموړي په ۹۸ ټیسټ لوبو کې د ۲۱ سلیزو په جوړولو سره ۷۶۰۶ منډي جوړي کړې، او په دې توګه نوموړی پر دریم لمبر باندي راځي.

https://s.yimg.com/bt/api/res/1.2/gOf_TD38n.fB8RF.lKrerQ--/YXBwaWQ9eW5ld3M7Y2g9NDUwO2NyPTE7Y3c9ODAwO2R4PTA7ZHk9MDtmaT11bGNyb3A7aD0zNTQ7cT03NTt3PTYzMA--/http://l.yimg.com/os/publish-images/cricket/2015-08-24/593295a0-4a4e-11e5-bd32-1bf5f1be3e59_2_test.png

د پاکستان یونس خان یوازینی هغه پښتون لوبغاړی دی چې اوس هم د ټیسټ په لوبو کې یوه پيژندل شوې څیره ده، نوموړي په ۱۰۱ ټیسټ لوبو کې د ۳۰ سلیزو په وهلو سره ۸۸۱۴ منډي جوړي کړي.

https://s1.yimg.com/bt/api/res/1.2/6KZp.2Qe9wNgNQkrcAeBoA--/YXBwaWQ9eW5ld3M7Y2g9NDUwO2NyPTE7Y3c9ODAwO2R4PTA7ZHk9MDtmaT11bGNyb3A7aD0zNTQ7cT03NTt3PTYzMA--/http://l.yimg.com/os/publish-images/cricket/2015-08-24/596872b0-4a4e-11e5-963e-d9bd7de727b6_1_test.png

د انګلینډ هیواد یو بل لوبغاړی الیسټرکوک په لومړی لمبر راغلی، نوموړي په ۱۱۹ ټیسټ لوبو کې د ۲۷ سلیزو په جوړولو سره ۹۹۳۰ منډي جوړي کړي.

———-

په یوه ورځنۍ لوبو کې د اوسني کریکټ فعال لوبغاړي چې تر ټولو زیاتي منډي یې جوړي کړي، لیست په لاندي ډول دی:

https://s1.yimg.com/bt/api/res/1.2/4F99XmlNAcse1_2qvbcV4Q--/YXBwaWQ9eW5ld3M7Y2g9NDUwO2NyPTE7Y3c9ODAwO2R4PTA7ZHk9MDtmaT11bGNyb3A7aD0zNTQ7cT03NTt3PTYzMA--/http://l.yimg.com/os/publish-images/cricket/2015-08-24/58145460-4a4e-11e5-bd32-1bf5f1be3e59_6_odi.png

د نیوزیلانډ هیواد برینډن میکالم. نوموړی د خپل هیواد لپاره په کرکیټ لوبه کې د وکټ ساتنه کوي، او همداسي د توپ وهني پيل کوي. بریډن میکالم په ۲۵۴ یوه ورځنۍ لوبو کې د ۵ سلیزو په جوړلو سره ۵۹۰۹ منډي جوړي کړي.

https://s1.yimg.com/bt/api/res/1.2/o7dfFh7m4tmAUUMb.jScrg--/YXBwaWQ9eW5ld3M7Y2g9NDUwO2NyPTE7Y3c9ODAwO2R4PTA7ZHk9MDtmaT11bGNyb3A7aD0zNTQ7cT03NTt3PTYzMA--/http://l.yimg.com/os/publish-images/cricket/2015-08-24/f231c280-4a4e-11e5-963e-d9bd7de727b6_5_Odi.png

ویرات کوهلي. د هندوستان لوبغاړی دی. نوموړی اوس مهال په یوه ورځنۍ لوبو کې د هندوستان د لوبډلي مشري هم کوي، په ۱۶۱ یوه ورځنۍ لوبو کې یې د ۲۲ سلیزو په مټ ۶۵۸۶ منډي جوړي کړي، او په پنځم لمبر راځي.

https://s1.yimg.com/bt/api/res/1.2/Pili5EvzGekrJm37Lpe3_w--/YXBwaWQ9eW5ld3M7Y2g9NDUwO2NyPTE7Y3c9ODAwO2R4PTA7ZHk9MDtmaT11bGNyb3A7aD0zNTQ7cT03NTt3PTYzMA--/http://l.yimg.com/os/publish-images/cricket/2015-08-24/58a570d0-4a4e-11e5-bd32-1bf5f1be3e59_4_odi.png

اي بي ډي ولیرز: یو ځل بیا په خپل ښه توپ وهني سره د یوه ورځنۍ په تکړه توپ وهونکو کي راغلی. نوموړي د جنوبي افریقا دی، په ۱۸۹ یوه ورځنۍ لوبو کې یې د ۲۰ سلیزو په مټ ۷۹۸۱ منډي جوړي کړي، او په دې توګه نوموړي په څلورم لمبر راځي.

https://s1.yimg.com/bt/api/res/1.2/JsRXuZsaUsjXYy.z6_EzZw--/YXBwaWQ9eW5ld3M7Y2g9NDUwO2NyPTE7Y3c9ODAwO2R4PTA7ZHk9MDtmaT11bGNyb3A7aD0zNTQ7cT03NTt3PTYzMA--/http://l.yimg.com/os/publish-images/cricket/2015-08-24/586affe0-4a4e-11e5-963e-d9bd7de727b6_3_odi.png

ایم ایس دهوني: نوموړی د هندوستان د یوه ورځنۍ او ټیسټ لوبو د کپتان په حیث دنده په غاړه لرلې. د ویکټ ساتنه کوي، او په توپ وهنه کې ښه نوم لري. هغه په ۲۶۵ یوه ورځنۍ لوبو کې د ۹ سلیزو په مټ ۸۶۲۰ منډي جوړي کړي، او په دریم لمبر راغلی.

https://s.yimg.com/bt/api/res/1.2/Wt2AnmgfUSgesoqBufMtxQ--/YXBwaWQ9eW5ld3M7Y2g9NDUwO2NyPTE7Y3c9ODAwO2R4PTA7ZHk9MDtmaT11bGNyb3A7aD0zNTQ7cT03NTt3PTYzMA--/http://l.yimg.com/os/publish-images/cricket/2015-08-24/585d6b50-4a4e-11e5-a772-7b57b55d918e_2_odi.png

کریس ګیل: یو ځل بیا را څرګند سو. نوموړی د ویسټ انډیز هیواد دی، د خپل هیواد لپاره د توپ وهني لپاره لومړی راځی (اوپنر)، او ښه بال غورځونه هم کوي. نوموړي په ۲۶۹ یوه ورځنۍ لوبو کې د ۲۲ سلیزو په مټ ۹۲۲۱ منډي جوړي کړي، او په دوهم لمبر باندي راغلی.

https://s1.yimg.com/bt/api/res/1.2/8MlTEJR_Ysj5qpp1d9Uhig--/YXBwaWQ9eW5ld3M7Y2g9NDUxO2NyPTE7Y3c9ODAwO2R4PTA7ZHk9MDtmaT11bGNyb3A7aD0zNTU7cT03NTt3PTYzMA--/http://l.yimg.com/os/publish-images/cricket/2015-08-24/58f00e60-4a4e-11e5-963e-d9bd7de727b6_1_odi.png

تیلکار تنې دلشان: د سیرلانکا هیواد دی، دی هم په توپ وهنه کې لومړی میدان ته راځي،  (اوپنر) دی، دلشان هم د کریس ګیل غوندي ۲۶۹ یوه ورځنۍ لوبي کړي، او ۲۲ سلیزي یې جوړي کړي، خو په منډو کې تر کریس ګیل زیات دی. ځکه چې دده منډي ۱۰۰۰۷ دي، او په دې توګه نوموړی په اول لمبر راغلی.

سرچینه: یاهو کریکټ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x