نظــر

په څو تازه جریاناتو لنډې تبصرې (۲)

leon Panetta and dempseyدلوی درستیز غمځپلی سفر

خلک وایي غم له غمه نه شرمیږي ، دا خبره نن هغه مهال ښه راته واضحه شوه ، کله مې چې افغانستان ته دامریکا دغمځپلي لوی درستیز مارټین ډیمپسي سفر لږ تفصیلي مطالعه کړ ، ډیمپسي  د طبي معایناتو له مخې په سرطان مبتلا دی ، چې ددې مرض دمعالجې ضعیف احتمال ته په پام سره یو لوی غم بلل کیږي ، له بلې خوا ددې شپیته کلن بوډا دپوځي مشرۍ دامهمه وظیفه  داسې مهال وراچول شوې ، چې امریکایي پوځ دخپل تاریخ په ترټولو اوږده جګړه کې ارګمي باسي  ، چې دنوموړي لپاره دغم دپاسه بلل غم بلل کیږي .

افغانستان  ته دنوموړي وروستی سفر هم له یوې غمیزې پیل شو ، په تیرو څو میاشتو کې په امنیتي لیکو کې افغان نفوذي مجاهدین پله پسې په امریکایي سرتیرو بریدونه کوي ، دې مسئلې په وروستیو څو اونیو کې لا زور اخیستی چې پینټګان او سپینې ماڼې ته یي سختې اندیښنې وراچولې  دي .

همدې وروستۍ امریکایي غمیزي ډیمپسي اړ کړ چې کابل ته سفر وکړي ، داچې نوموړی په ددې سفر په مهال له نورو کومو غمیزو سره مخامخ شو ، تراوسه یي ډیر جزیات نه دي روښانه شوي ، خو هغه  عکسونه چې نوموړي څخه په دې سفر کې خبري عکاسانو اخیستي دي ، نوموړی په ټولو کې څڅیدلی او مرور بریښي .

 ډیمپسي ته  د خپل غمځپلي سفر وروستی غم  د دوشنبې په ماښام  ورپیښ شو ، دماښام ناوخته دنوموړي سي ۱۷ الوتکه چې دباګرام په اډه کې یې پارک کړې وه ، دمجاهدینو په یوه رسا توغندیو برید ولګیده او له منځه لاړه ،  رویټر وایي په پیښه کې  یوازې دوه کسه سرسري ټپيان شوي دي ، خو دبګرام دمجاهدینو تجربه وایي چې دبګرام اډې ته چې څوک لوټه  وروولي هم نو خالي نه بلکې دیوه کافر ککرۍ کوټي  نو ځکه اټکل دادی چې دالوتکې په غم سربیره په دې پیښه کې  ډیمپسي ته د سړو غم هم ورپیښ شوی ،چې ښايي څو ورځې وروسته یي جزیات روښانه شي .

داچې  دغمځپلي ډیمپسي له غمیزې راپیل شوی سفر په غم پای ته ورسید معلومیږي چې نور هاغه وختونه تللي چې امریکایي لویو درستیزانو او بحري امیرانو به افغانستان ته دمیډال ترلاسه کولو ، هواخورۍ او دهندوکش دمنظرو لپاره شوقي سفرونه کول  ، نور هغه وخت دی چې امریکایي پوځی مشران له دې هیواد یوازې دځان سلامیت ایستل هم خپل کمال بولي .

ايا پنیټا رښتیا لیونی کیږي ؟

وایي اسم په مسمی کې مؤثر وي ، داخبره لکه څنګه چې شرعي بنیاد لري دساینس یوې نوې څیړنې هم ثابته کړې ده ، دامریکا اوسنی دفاع وزیر  ( لیون ) پنیټا  نومیږي ، یعني په یوه ( یاء ) کم  ( لیونی پنیټا )

تیره ورځ مې دهمسنګر لیکوال فاتح افغان یوه مقاله لوسته چې لیکلی یي وو ، کیدای شي لیون پنیټا لیونی شي ، ددې خبرې له لوستووروسته مې په دې موضوع کې نوکی سوچ بند شوتردې   چې داسم او مسمی دلوړې قاعدې په بنیاد  د ګران ورور فاتح افغان اټکل راته قوي وبریښید .

دفرانسي دتللي ولسمشر په اړه ویل کیږي ، چې هغه  هم دهمدې قاعدې ښکار شو چې دکمونیست  فرانسوا اولاند په مقابل کې یې ټاکنې وبایللې ، دنوموړي نوم( سرکوزی )  وو خو هوس یې د ددوهم ځلي ولسمشرۍ کاوو ، تردې چې اسم یې په مسمی ا غیز وکړ او  دتګاب غوندې  دفرانسې په ټول ټاکنو کې هم په رښتیا سرکوزی شو .

دلیون پنیټا د لیوني کیدو احتمال له هغه وروسته زور اخیستی ، کله چې په امریکایي سرتیرو  دنفوذي مجاهدینو لخوا عملیات پیل شوي او یو په بل پسې یې ضربه کوي ، پنیټا چې له ځایه هم لږ لیونتوب پرې ګډ وو دې وروستیو پیښو خورا اندیښمن کړی دی ، نوموړي آبله ورځ کرزي ته ټیلفون کړی وو چې ددې موضوع په مخنیوي کې همکاري وکړي ،دا ښایي لومړي ځل وي چې امریکا کرزي ته دمرستې لاس غځوي ، له دې څخه معلومیږي چې دامریکا لپاره حالات ترکومه حده سرچپه شوي دي ،ځکه پخوا به کرزي امریکا ته زنګ واهه او دمرستې خواست به یې کاوو .

که پنیټا  کومه ورځ سم تر پوندو لیونی شو ، نو دا خبره به دمطبوعاتو لپاره کوم په زړه پورې  یا نادر خبر نه وي ، ځکه تردې پخوا په زرهاوو جګړه مار امریکایي سرتیري لیونیان شوي دي ، چې چا ځانونه وژلي او څوک لیونتون ته لیږل شوي .

مرګ دالله په لاس کې ده ،  نه داسدالله په لاس کې

خبر دی چې داختر په دریمه شپه دپل چرخي له زندان څخه طالب بندیان تښتیدلي دي ، په nunn.asia  ویب پاڼه کې مې  ددې نجات میندلو بندیانو لیست کوت ، چې ګورم  دضیاء احمد غزنوي نوم هم په کې دی ، دغزني دمرکز دا اوسیدونکی له دې امله  بند ته اچول شوی وو، چې ګوندې په غزني کې یې یوه فرانسوۍ  شکمنه ښځه ویشتلې ده ، ضیاء احمد یو وخت ژورنالیستانو ته شکایت وکړ چې په غزني کې دهغه وخت دوالي اسدالله خالد لخوا سخت وهل شوی ، او شکنجه شوی دی ، داوریدو له قراره نوموړي ته  اسدالله خالد ویلي وو چې بیا به دژوند څکه ورنه ونه کړي  او په همدې تور به یي ووژني ، داچې اسدالله خالد دیادې شکمنې فرانسوۍ په وژنه ولې داسې  باد اخیستی وو دا خبره زما لپاره دویلو وړ نه ده او  ښایي یو وخت یې  ویکلیکس افشاء  کړي .

خو که راشو دضیاء احمد موضوع ته ، نوموړی داسدالله خالد دواسطه بازۍ په زور په اعدام محکوم شو، او اسدالله خالد هم خوشاله وو چې خپل کسات به اخلي ، خو ددې ځوان نجات میندلو یو ځل بیا دا خبره ثابته کړه ، چې انساني فرعونیان او فرعون زاده ګان هسې دخلکو د ژوند او مرګ باټې ولي ، دمرګ او ژوند فیصله یوازې دالله په لاس کې ده ، او اسدالله که هرڅو توپونه کش کړي هم  ، پای به هغه څه کیږي چې الهي تقدیر لیکلي وي .

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x