شمالي وزیرستان: پاکستاني طالبانو په برید کې د یوه ډګرمن په شمول ۲ پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲مه ۱۳۹۴ل): د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني پوځيانو تر منځ جګړه کې د یوه افسر په شمول ۲ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ رسنیزې څانګې ISPR په خپل رسمي بیان کې منلې چې ډګرمن فیصل ملک او یو بل ټيټ رتبه پوځي په یوه برید کې وژل شوي دي.

پاکستاني پوځ د ۶ طالبانو د وژنې ادعا هم کړې ده.

د پاکستان پوځ پروسږکال په سخته ګرمۍ کې په شمالي وزیرستان کې د «ضرب عضب» تر نامه لاندې پوځي عملیات پیل کړل.

ددغو عملیاتو له کبله نېږدې یو میلیون وزیرستاني پښتانه د افغانستان او پاکستان ځینو سیمو ته په هجرت مجبور شول.

تر دې دمه د وزیرستان ځينو سیمو ته خلک بېرته ستانه شوي خو ددغې سترې قبایلي سیمې ډیری برخه لا هم پوځ د خلکو پر مخ تړلې ده.

د پاکستان پوځ په وینا په دغو عملیاتو کې د دوی ۳۴۷ پوځيان او ۲۸۰۰ څخه زیات طالبان وژل شوي.

دوی همدا راز ادعا کړې چې د شمالي وزیرستان ډیری سیمې يې د طالبانو څخه تصفیه کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د