د نن سرلیکنه

ایا دوستم به فاریاب له طالبانو تصفیه کړای شي؟ – سرمقاله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲مه ۱۳۹۴ل): له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم په فاریاب ولایت کې د پوځي عملیاتو رهبري کوي .

دا عملیات چې د یاد ولایت په دوو ولسوالیو قیصار او المار کې شخصا د جنرال دوستم لخوا د الماس په نوم پیل شوی تر اوسه کومه مهمه لاسته راوړنه نه لري .

طالبان لاهم په یادو سیمو کې فعال او دتیرې پنجشنې په ورځ یې وکړای شول چې مستقیما د ښاغلی دوستم د سورلۍ زغرواله نقلیه وسیله په نښه کړي.

د ښاغلي دوستم له پوځي سوقیاتو او جنګي استحضاراتو سره سره تر اوسه د جګړې په لومړۍ کرښه کې چندان تو پیر نه لیدل کیږي ، یواځې هغه څه چې تر اوسه په سيمه کې د ښاغلی دوستم لخوا د عملیاتي تصفیې په نوم تر سره شوي هغه له المار او قیصار ولسوالیو څخه د محلي خلګو اجباري مهاجرت دی چې د جګړې او د دوستم د ملیشو د مظالمو له وجې د خپلې سیمې پریښودو ته اړیستل شوي دي.

د رسنیو د وروستیو رپوټونو په حواله چې د دوستم اړوند څلور تنه ملیشه يي قومندانانو د خپلو وسله والو په مټ په قیصار او المار ولسوالیو په تیره د خواجه کندو، شاخ، کنجک، دو آبی، غمی خان کلی، باشل مست، غوجغر، او اصحاب کهف سیمو کې د کلیوالو پر کورونو او شتمنیو تیری کړی هغوی یې له سیمې کډه کولو ته اړیستلي او غواړي د دوي په ګاونډ چارشنبه کې د ملیشو یوه ستره پوځي قرارګاه جوړه کړي.

د المار او قیصار ولسوالیو له پښتون میشتو سیمو څخه د ملیشو لخوا شړل شویو کورنیو د خبریالانو له هغه پلاوي سره هم لیدلي چې په دې وروستیو کې د ښاغلي دوستم په غوښتنه سیمې ته ور غوښتل شوي ول ، بي ځایه شویو کورنیو خبریالانو ته په خپلو کورونو او مالونو باندې د دوستمي ملیشو د چور تالان اسناد وړاندې کړي او هم یې د رسنیو له لارې د ګډ حکومت له مشر ښاغلي اشرف غني څخه غوښتي چې د دوستم د ملیشو له جنایتونو یې وژغوري.

دا چې په څه باندې یوه میاشت کې جنرال دوستم ونکړای شول یواځې د المار او قیصار په ولسوالیو کې د جګړې کرښه بدله کړي ښايي د فاریاب ولایت نوري پاتې ۱۲ ولسوالۍ د کال تر پایه پوري هم د مقاومت کوونکو له شتون څخه تصفیه نکړای شي.

ځکه د ښاغلي دوستم جګړه ییزې سابقې ته په کتو سره نوموړی د هیواد په شمال کې د سیمې د میشتو پښتنو پر خلاف د جنګي جنایتونو تور سجل لري چې څو ځلې وړاندې یې هم د توکمیزې تصفیې په نوم د هغوی پرخلاف ورته کړنې تر سره کړې .

که څه هم جنرال دوستم او دولتي رسنۍ په فاریاب کې خپل عملیات له شمال څخه د دفاع عملیات نومولي خو په حقیقت کې کوم کسان چې د ده په مقابل کې په یاد ولایت کې جنګیږي هغوی له خپلو حقوقو څخه دفاع دې مقابلې ته اړیستلي او هغوی پوهیږي چې د دوستم په مقابل کې له مقاومت نه لاس اخیستل په حقیقت کې د فاریاب په ولایت کې د پښتنو له ټولو حقوقو او شتمنیو څخه د لاس اخیستو په معنی دی چې ښايي دې کار ته د سیمې اوسیدونکي په هیڅ بیه حاضر نشي او نه به هم دوستم وکړای شي په لنډ وخت کې د فاریاب تصفیه پوره کړاي شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خاکسار فاریابی

فاریاب هغه فاریاب دی دوستم هغه دوستم دی خو وخت بدل شوی . خلک هغه خلک ندی دامنم چی دوستم او پلویان یی په چور چپاول ظلم وحشت او بربریت کی خورا پخه تجربه لری د پښتنو په وژلو کی د هر راز حربی څخه کار اخلی او ……………… بلخوا یاید په لنډوکی ټکو کی و وایم چی افغانانو په ځانګړی توګه پښتنو په تیرو څوارلسو کلونو کی ډیر څه زده کړی دی دښمن ته د هر راز غاښ ماتونکی ګذار ورکولو چل یی په بشپړه توګه زده کړی د هر عمل عکس العمل وی دوستم چی څومره ظلم کوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x