نظــر

د هرات کنسرټ، په افغانستان کې د ماډرنیټي (عصریتوب) اخلاقي تشه

shafaqد سې شنبې په وروستیو ساعتونو کې د اطلاعاتو او کولتور وزیر مخدوم رهین د سندرغاړي شفیق مرید دکنسرټ د لغوه کیدو لامل امنیتي ستونزه وښوده، او په دې توګه يې هغو ادعاؤ ته د پای ټکی کیښود چې د سیمې یووتلی مذهبي عالم يې د لغوه کولو  اصلي لامل بلل کیده. که د کنسرټ پر سر د راپورته شوي بحث د پایته رسولو لپاره د رهین وینا تشه رسمي پلمه وبولو، او پرځای يې هغه ادعاوې ومنو چې دسیمه ییز عالم مولوي مجیب الرحمان په ضد د ډله ییزو او ټولنیزو رسنیو(فیسبوک) په متنونو کې ولیدل شوې، چې ګویا، ”د یو ملاامام د اعتراض په ترڅ کې چارواکو د شفیق مرید کنسرټ لغوه کړ”، بیا دا اړینه ده چې دې حقیقت ته پام واړو چې د مذهبي علماوو اغیز پر افغاني ټولنه ترکومه بریده پراخ دی.

  که دا خبرې نه وي، ولې حکومتي چارواکي په دې مجبوریږي چې پلان شوی کنسرټ لغوه کړي. که دا نه وي، بیا ددې مسالې بل اړخ ته ګورو، هغه داچې، دغه پرمختګ د سیمه ییز حکومت د وړتیا ښودنه کوي چې نشي کولای ددغسې مراسمو امنیت ټینګ کړي. دلته پوښتنه ولاړیږي، کله چې، حکومتي چارواکي نشي کولای چې ښاغلي مرید ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړي ، بیا په اصطلاح د مدني ټولنې یو شمیر مدعیان ولې دا ټوله پړه پر مذهبي عالم اچوي؟

هسې خود مولوي مجیب الرحمان کمپاین کومه نوې خبره نه ده، د څو کلونو راهیسې د موسیقۍ په ضد فعالیت کوي او پخپلو ویناوو کې له خلکو غواړي چې د موسیقۍ اوریدل پریږدي. ”هرڅه چې په قران او په حدیثو کې حرام بلل شوي دي، زرګونو ښیګڼې لري، کله چې موږ وايو موږ مسلمان یو، په ټوله مانا باید په اسلام کې شامل شو. عبدالله ابن عمر چې اسلام قبول کړ، کله چې به دشپیلۍ دغږ ترڅنګ تیریده ګوتې به يې په غوږونو کې دننه کړې چې د شپیلۍ غږ وا نؤري. سبحان الله، څومره کلک مسلمانان وو، ددوی په برکت موږ ته دین راورسید. داهیڅ امکان نه لري چې یو څوک دې هم شهید شي، هم غازي شي، هم دې دغنیمت مال ترلاسه کړي او هم سلامت کورته راشي. زموږ مسلماني، هغه مسلمان چې هم سود وخوري، هم قمار ووهيي، هم موسیقۍ ته غوږ وباسي، هم په لاو لعب بوخت وي، او هم ووايي چې جنت ښه ځای دی، ایا دا امکان لري؟”، (رحمان، 2010).

دا ډیره مهمه ده چې د خپل ولس او ټولنې فکري لیدلوری درک کړو، خو دافغانستان په څیر په یو دودپاله مذهبي هیواد کې ددغسې جنجالي مسالو د وړاندې کولو پرمهال د رسنیو په متن کې د مسلکي چلند پر ځای ‘ولولیز’ هغه وښوده چې ډیری غبرګونونه د اسلامي ایډیالوژۍ په ضد ولاړ وو. د مولوي مجیب الرحمان په وړاندې له سپکاوي ډکې ژبې کارول ددې مسالې څرګند ثبوت دی چې د حالاتو په اړه ددیني غبرګون په وړاندې په هغو کړیو کې زغم پایته رسیدلی چې دوینا د ازادۍ او مدني ټولنېدعوا لري. خو ستونزه داده چې د یو مذهبي عالم په توګه، د مولوي مجیب الرحمان په څیر خلک دا خپله  دنده/ حق/ مسولیت بولي چې ددغسې کنسرټونو په اړه خپل نظر ورکړي.

کله چې رسنیو د ناڅرګندو مدني ټولنو او د موسیقۍ د مینه والو له خولې دغه مولوي پړ وباله، د اطلاعاتو او کولتور وزیر بې له ځنډه دکنسرټ لغوه کول امنیتي ستونزه وبلله، ”په دې وروستیو اونیو کې هرات ددوه بریدونو شاهد وو. …. دا مساله یوازې د احتمالي تلفاتو دمخنیوي لپاره رامنځته شوې او دهمدې لپاره داکنسرټ لغوه شو”.  کله چې، درسنیو دودیزه خبري سرچینه (د وزیر په کچه دولتي چارواکی)  ددې پخلی کوي چې ستونزه امنیتي ده،  بیا د یوچاپه شخصیت، چلند او پوهې باندې بریدونه له شخصي عقدې او احساساتو پرته بل څه کیدای شي.

د مولوي په وړاندې د”آواز پای استبداد جهالت”، ”یکعده روحانی بیسواد” ، ”تاریک اندیش” د سپکونکو لفظونو کارونه ښيي چې د مدني ټولنې مدعیان لا ډیر کلونه مخکې لری چې مدني چلند زده کړي. ددغسې ژبې کارولو له افراط ورهاخوا غیري اخلاقي چلند بڼه غوره کړه، او ددغسې مسالو دوام په افغاني ټولنه کې د ستونزو د اواري پرځای نورې ستونزې زیږوي. مذهبي مشران خپل اسلامي دلایل لري، او له دلایلويې انکار د هغوی اسلامي عقیدې ته زیان ګڼل کېږي. په داسې حالاتو کې، باید ددغو روشن فکرانو منځلاری چلند زده وي، خو د مسلکي تشې ترڅنګ نورې جدي ننګونې دي چې په افغانستان کې يې د مسالو د اواري مخه ډب کړې ده. مدني ټولنه، ډیموکراسي، موسیقي ته لاسرسئ، ددین په وړاندې دریدل او دیته ورته نورې پدیدې د ماډرنیټي یا عصریتوب د بهیرعقاید دي چې له سیاسي چارو څخه د مذهب د لیرې کولو لپاره په کار اچول کېږي.

ماډرنیټي څه ده
 ”دحاکم اقتصاد په توګه د پانګوالۍ پورته کیدنه، د سیاسي ادارې او عمل د پرمختیا لپاره ملت جوړونه، پر فکر او پوهې د مذهبي انحصار پایته رسونه،  کولتوري ټوټه کیدنه [د بهرني کولتور خپلولو ته چمتو کیدنه ] او کولتوري بریالیتوب لپاره لاس و پښې وهونه چې هلته مخالف افکار د ځای نیونې او کنټرول د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي”،(مورډاک، 1997: 53). د ماډرنیټي ټکی د عصریتوب لپاره غوره شوی دی چې په دې پېر کې فردي خپلواکي راد بره کېږي، دین له دولت څخه بیلیږي او دودونه تر نیوکو لاندې راځي. په دې توګه، افراد د فردي خپلواکۍ ادعا کوي او د مفکورو په زیږولو کې ونډه اخلي. افراد د فردي ازادۍ له څرنګوالي خبر، اوپه پوهنیزې او صنعتي پرمختیا کې ونډه اخلي.  

ددې لپاره چې د مذهب په وړاندې سیالي وکړئ شي د ټولنې غړو ته د انسان په لاس جوړ شوی بدیل وړاندیز کوي، او پر سوکالۍ او اقتصادي ټیکاو ټینګار کوي. ”دا هغه کولتوري او تاریخي پیر دی چې په اروپا کې يې له 1630کلونو څخه  تر1970کلونو پورې دوام وکړ او په 1980 او 1990 کلونو کې يې ځای پوسټ ماډرنیزم ونیوه. د ماډرنیټي پیر د 1789 کال دبشري حقونو په اعلامیه، همدا راز د فرانسې او امریکا په تاریخي پیښوکې په څرګند ډول لیدل کېږي”،(تامپسن، 1992: 227).

د اتوني ګیډنز په وینا  ”ماډرنیټي څلور بنسټیز اړخونه لري:
1.  کپیټالیزم
دمارکیټ لپاره د سوداګریزو توکو د تولید سیسټم چې په هغې کې ګومارل شوی کارګر هم یو سوداګریزتوکی دی.
2.  صنعتي کیدنه
تولیدي لارې چارې دطبیعي بهیرلپاره د قدرت بي روحه سرچینه.
3.  منظم اداري ځواک چې د څارنې له لارې تمرکز کوي
د مالوماتو کنټرول (هغه مالومات چې ددولت په ګټه وي افشا کوي، هغه چې يې په تاوان وي پټوي يې) او د دولت او اړوندو ادارو له خوا د ولسي خلکو د ورځینو فعالیتونو څارنه .
4.  پوځي ځواک
ددولت په لاس د تاوتریخوالي د وسیلو [وسلو، شوبلو، الوتکو او نورو] مرکزي کول”،( 1992: 32). په انفرادي او ډله ییزه توګه، نړیوال ټولنپوهان د ماډرنیټي څلور نور بنسټيز پړاونه او برخې ښيي چې د یوې ټولني غړی يې له خپلولو روسته د مدني انسان ادعا کولای شي:

     1.  علمي او ټیکنالوژیک پرمختګ
     2.  شخصیتي  او اخلاقي پرمختګ
     3.  سیاسي او اقتصادي پرمختګ
     4.  فلسفي او ذهني پرمختګ

ماډرن انسان باید ددې وړتیا ولري چې خپل مطالعات پراخ کړي او دخپل ځان لپاره د فکر کولو او مفکورو د جوړولو یوه اډانه وټاکي، او ددغې اډانې له مخې خپله پوهه او فکري لورئ غښتلی کړي. د انګلستان د کینګز پوهنتون استاد ډاکټر رای جکسن پخپل کتاب  ”د نیچې مهمې مفکورې” کې د ماډرنیټي تعریف داسې وړاندې کوي: ”یو لفظ له ډیرو ماناوو سره، خو په عمومي توګه له پوهنیز بهیر سره مل د سیکولرزم پراخوالي ته ورګرځي”،(2008: 162).

پایلیزه
د افغانستان په ټولنه کې چې اسلام د اکثریت عقیده ده، ماډرنیټي له غربي تعریف سره نشي کولای چې د بدیل په توګه د خلکو د قناعت وړ وګرځي. ددې لپاره چې دا بڼه د مذهب او واکمن پاړکي (سیکولر لږکۍ/ پوهنتوني اقلیت) ترمنځ د تاوتریخوالي لامل ګرځي. د مذهب د اغیزد پایته رسولو د کمپاین یو غړی د مدني، ډیموکراټیک او د عصري پوهې د خاوند په توګه باید د ماډرن انسان ټولې هغه ځانګړتیاوې ولري چې پورته يې یادونه وشوه. که دا تشه شته وي، بیا خو افغانستان دعصریتوب له پلوه د اروپا 1630 کلونو څخه هم شاته دی، او په داسې ابتدايي حالاتو کې د مذهب په وړاندې دریدل احمق توب دی.

دې کې شک نشته چې افغانستان د تیرو څلورو لسیزو د جګړو له کبله د ژوند په ټولو اړخونو کې زیانونه ولیدل، او ډیری افغانانو ونشو کړی چې ښونځي ته ولاړ شي، له دې کبله ډیری خلک د ماډرنیټي ادعا هم نکوي. خو هغه څوک چې ادعا کوي له اخلاقي تشې سره مخامخ دي او دخپلې ادعا لپاره هیڅ ډول لاسته راړونه نه لري، ځکه چې، مذهبي اکثریت پر دوی تور لګوي چې دغیري مسلمانو هیوادونو د پوځي یرغلونو سبب ګرځيدلي دي، او پر عامو خلکو د خپلو عقایدو د تپلو لپاره يې یوځل د شوروي اتحاد د یرغل ملاتړ کړی، او اوس لګیا دي دامریکا د پوځي او مالي شتون او قدرت تر چتر لاندې ددین ضد مفکورې پر ولس تپي، …. له همدې ځایه د افغانانو ترمنځ د روستیو لسیزو جګړو د جرړه پیلیږي.

 کله چې، ماډرنیټي ددین د اغیز پایته رسول غواړي، څرګنده شوه چې د مذهبي کنټرول پخلاف ده. دغسې مذهب هم ماډرنیټي د الحاد په لور یو ګام بولي. په دې ډول، ددین په ضد رامنځته کیدونکې پدیدې د مذهبي علماو له مخالفت سره مخامخ کېږي او مخالف لورئ ګڼل کېږي. خو ماډرن انسان له مذهبي انسان سره د سپکې او سپورې ژبې د کارولو له لارې استدلال نکوي، بلکې دپوهنیزو لارو چارو په مټ استدلال او د خپلو اخلاقو ښودنه کوي.

نه افغانستان ته موسیقي نوې وارید شوې ده، او نه هم اسلام په دې هیواد کې کوم نوی دین دی، خو یوه د ماډرنیسټانو ترمنځ اخلاقي تشه شته چې ددین اوعصریتوب ترمنځ يې داسې سخت اختلاف ته لمن وهلې ده. د ماډرنیټي مدعیان (مکتبي/ پوهنتوني) د سیکولر ایډیالوژۍ په درلودلو سره تل په قدرت کې پاتې شوي او خپل قدرت يې په فزیکي او لفظي توګه د مذهب په ضد استعمال کړی دی. که نن، د تیرو څلویښتو کلونو پښتو/ پاړسي ادبیاتو منځپانګې ته مراجعه وکړئ،  نوهلته به په پرله پسې توګه د ملا/جومات او مذهب ضد متنونه، څه په شعر، څه په لنډو کیسو او نورو کې پیدا کړئ چې په یو نه یو ډول خلک د مذهب په ضد پاروي.  ملا یو بیرته پاتې ګوښه شوئ انسان معرفي کوي، جومات د شاتګ سمبول ګڼي.

د نرمو اوزارو په توګه،  میخانه/ ساقي/ شراب، خوند اخیستنه او افراطي مینه (جنسي روږدیدنه) د ژوند د ښکلاوو په توګه معرفي کوي، او د سختو اوازارو(پوځ، پولیسو، محاکم او نورو) له لارې پر مذهبیانو فشار اچوی چې دا هرڅه ومني، کنه نو، مرګ یا زندان به يې ځای وي.  ددې هڅو بنسټیزه موخه داده چې مذهب څنډې ته شي او پرځای يې د انسان په لاس جوړ شوي قوانین مخته کړل شي. رسنیز صنعت  چې پریکړه کونکي اشخاص يې (لکه ایډیټران او لوړپوړي چمتو کونکي) د دولت او مدني ټولنې غړیتوب لري، دداسې طرحو په عملي کولو کې مرسته کوي، خپلو اوریدونکو/ لیدونکو او لوستونکي ته وايي ‘که د زور په وړاندې په غاړه ایښودلو کې پاتې راغلې سخته سزا به درکول کېږي’.

داسې پیغامونه کله ناکله مخامخ ورکول کېږي، او کله ناکله د مرګ ژوبلې د اعلانولو او د جګړې د تلفاتو د راپورولو له لارې، د بیلګې په توګه، ”تازه خبر: پلانکۍ دولتي سرچینې خبر ورکړ چې ددولت لسګونو مخالفین د ناټو په یو هوايي بمبار کې وژل شوي دي”، روسته بیا څرګنده شي چې وژل شوي ګرد ملکي خلک، ماشومان او ښځې وې، په دې ډول د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی چې غوښتنو ته غاړه کېږدي.
 
خلک، په ځانګړي ډول مذهبي عالمان په دې ښه پوهیږي، د همدې لپاره شعوري چلند کوي. مذهب ، جومات او مذهبي عالم (عقیده، د الله کور/ د عبادځای، د پیغمبر وارث) د مذهبي انسان لپاره د بریالیتوب په لور اصلي سرچیني دي، برعکس میخانه/ ساقي/ شراب او جنسي روږدیدنه ګناه. دوه معکوس فکرونه دغه شان په سیاسي، ټولنیزو او کولتوري چارو کې مخالف تګلوري لري.  ددې لپاره، په جګړه ځپلي افغانستان کې د مذهبي ارزښتونو او شخصیتونو سپکاوئ او په وړاندې يې لمسون د حل لار نه ده.
 
اخځلیک
 
تامپسن، ک. (1992) ماډرنیټي او ددې راتلونکی. د کولتوري پیژندګلوئ پوښتنه. اوډونکي. س، هال. ډ، هیلډ او ټ. مک ګریو. 223- 255 مخ. کیمبرج: دبلک وال مطبعه.
 
جیکسن، ر.(2008) د نیچې مهمې مفکورې. متحد ایالات: د مک ګرو هیل مطبعه.

رحمان، م. (2010) د موسیقۍ په اړه 3 (په لیکه)، دلته يې وګورئ <http://www.youtube.com/watch? v=subULgN0gQ s&fe ature=relmfu> دلاسرسي نیټه (22/08/2012).
 
مورډاک، ګ. (1997) رسنیز مطالعات. د مواصلات او د ماډرنیټي اساسي قانون. اوډونکي. ټ، ؤسلیون او  و،  جیوکیس.52 – 60 مخ .اګسفورډ: د اګسفورډ پوهنتون مطبعه.
 
هیلډ، ډ. (1992) ماډرنیټي او ددې راتلونکی. لیبرلیزم، مارکیسزم او ډیموکراسي. اوډونکي. س، هال. ډ، هیلډ او ټ. مک ګریو. 14- 46 مخ. کیمبرج: دبلک وال مطبعه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x