fbpx

د مخابراتو وزارت ویاند د «مسوولینو بې کفایتۍ او پراخه فساد» له کبله استعفا ورکړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲مه ۱۳۹۴ل): د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت ویاند په دغه وزرات کې د «پراخه فساد او بې کفایته مسوولینو» د شتون له کبله استعفا ورکړې.

نصرت رحیمي وايي چې د فساد یو ځای «سلام مخابراتي شبکه» وه چې مخابراتي کمپنۍ او د مخابراتو وزارت یې پر ضد یو لاس شول، دغه شبکه یې ناکامه کړه او کریډت کارتونه یې له بازاره ټول کړل.

هغه یوې خبري ناستې ته وویل چې دولتي مامورینو ته د سلام مخابراتي شبکې سیم کارتونه ویشل کېدل خو د دې پر ځای د یوې بلې خصوصي شبکې کارتونه هغوی ته توزیع کېدل چې د سلام مخابراتي شبکې لپاره قوي ضربه وه.

د مخابراتو وزارت ویاند زیاته کړې چې د سلام مخابراتي شبکې د فعالېدو سره نه یواځې دا چې د تلیفوني اړیکو بیې راښکته شوې بلکې ورسره ورسره مخابراتي کیفیت هم لوړ شو. په دغې شبکې ۶۵ میلیونه ډالر پانګونه شوې وه خو نه یواځې دا چې دغه شبکه پرمختګ نه کوي بلکې د نورو شبکو سره له سیالیو هم پاتې ده.

رحیمي له قوله مخابراتو وزارت د تلیفوني شبکو جریمې معافوي، چې دا یو ستر خیانت دی او هېڅکله باید معاف نشي او هغه کمپنۍ چې د اصولو څخه سرغړاوی کوي باید جریمه شي څو اینده کې اصلاح شي.

پر دې سربېره د هېواد ۹۰ سلنه سیمې د مخابراتي پوښښ لاندې وې خو اوس یې پوښښ کم شوی دی.

رحیمي د معلوماتو پر اساس د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ پر وزارت دوه نیم میلیارده ډالر پانګونه شوې خو که پاملرنه ورته ونشي د یوې لسیزې ټولې لاسته راوړنې به له خاورو سره خاورې شي.

د مخابراتو وزارت د رحیمي ددغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مصور برکت
میلمه
مصور برکت

دنر زوی یې هره مور دې داسې په وطن مین بچی وزیږوي اوس که بی فکره ریس جمهور غواړي چې دې مسلی ته خپل فکر را وګرځوي نو باید داوزارت له دې شومې پدیدې څخه وژغوري اوس که دا ډالري پارلمان غواړي چې هیواد یې پرمختګ وکړي باید ددې وزارت له وزیر څخه پوښتنه وکړي اوس که د امنیت شورا کمونیست مشر غواړي چې فساد له هیواده ورک کړي باید دې وزارت ته هم یو پلاوی وټاکي چې فساد وڅیړي اوس که مدنې فعالان غواړي چې خپل زور وآزمایی باید د مخابراتو د وزیر پروړاندې مظاهري راوغواړي اوس که دینې… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

همداسې ده د الله تعالی دي په داسې چارواکو او حکومت