دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمانانو حقونه (6)

ژباړه: محمد لقمان حامد

د الله له پاره دوستي او دښمني

د الله له پاره له چا سره مینه او یا دښمني کول د ایمان لوړه مرتبه ده، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي د الله په نزد تر ټولو غوره عمل د الله له پاره مینه او د الله له پاره دښمني ده. رواه أحمد. داراز بل روایت کې راغلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د الله له پاره مینه او د الله له پاره دښمني د ایمان منځنی موټی ده. په بل روایت کې د ایمان پیاوړی موټی بلل شوي دي. رواه أحمد و الطبراني.

په بل روایت کې راغلي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي: دری صفتونه چې څوک ولري پ برکت به یې د ایمان خوند ترلاسه کړي، یو دا چې الله او د هغه رسول له بل هرشي ورته ګران وي، او که له چا ره مینه کوي نو دا مینه یې یواځي د الله له پاره وي، او له کفر نه نجات ترلاسه کولو وروسته بیرته کفر ته ګرځیدل دومره بد ورته ښکاري لکه په اور کې عورځیدل. رواه البخاري

حضرت ابو هریره رضی الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: الله تعالی به د قیامت په ورځ غږ وکړي، چرته دي هغه خلک چې زما د عظمت او لويي له وجې يې په خپل منځ کې محبت کاوه. نن به زه هغوئ ته په خپل سیوري کې ځای ورکوم، او نن به زما له سیوري پرته بل سیوری نه وي. رواه مسلم

حضرت ابو ادریس الخولاني رحمه الله علیه وایي: یوه ورځ زه د دمشق جومات ته ننوتلم، په جومات کې یو ځوان ناست و، هغه د ځلانده غاښونو خاوند و، او شاوخوا خلک پرې راتاو وو، کله به چې د دې خلکو په کومه مسئله کې اختلاف پیدا شو نو د ده رایه به يې معلوموله او په هغې به یې عمل کاوه، ما له یو چا نه د دې ځوان پوښتنه وکړه چې څوک دی؟ هغوئ راته وویل چې دا معاذ بن جبل (رضی الله عنه) دی په دوهمه ورځ باندې ما په بیړه سره جومات ته ځان ورساوه خو هغه ځوان زما څخه مخکې رسیدلی و او ما وکتل چې دی په لمانځه بوخت دی، ما د هغه انتظار وکړ کله چې ځوان له لمانځه څخه خلاص شو نو زه د مخې له لوري هغه ته ورغلم او سلام مي پرې واچاوه او بیا مي ورته وویل: په خدای سوګند زه ستا سره مینه لرم، هغه راته وویل: په خدای قسم ته په رښتیا زما سره مینه لرې، ما ورته وویل په خدای سوګند زه ستا سره مینه لرم، ځوان زه د څادر له یوې څنډي ونیولم ځان ته یې ورکش کړم او راته ویې ویل: خوشحاله شه ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اورېدلي دي هغه وبل: الله تعالی ویلي دي زما محبت او مینه له هغو خلکو سره واجبه ده څوک چې زما د خوشحالۍ له پاره یوه بل سره لیدنه کوي او زما له پاره یو ځای کښیني او زما له پاره مال مصرفوي. موطأ امام مالک

تشریح

له دې حدیث نه لاندې خبرې څرګندیږي:

۱: د دوستي او دښمني معیار باید نیکي او پرهیزګاري وي نه قومیت او مليت.

۲: که د مال مصرف کول وي یا د چا مال له زیانیدلو ژغورل وي، باید د الله تعالی د خوشحالۍ او د هغه د رضاء لپاره وکړل شي د خپل خان د ګتې لپاره باید ونه کړل شي.

۳: د الله تعالی لپاره دوستي او دښمني کول دومره لویه نیکی ده چې الله تعالی به د قیامت په ورځ داسې بختورو خلکو ته د عرش د سیوري لاندې ځای ورکوي.

۴: په ترمذي شریف کې د حضرت معاذ رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یوځل وویل: له الله تعالی سره مینه لرونکي خلکو ته به د قیامت په ورځ د نور منبرونه وي چې په هغې باندې به أنبیاء او شهداء فخر کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x