
افغانستان
هرات: د ګازو په زېرمه کې لوی اور لګېدلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۴ل): شېبه وړاندې د هرات ښار د ګازو په یوه زېرمه کې اور ولګيد، چې لا يې هم د وژنې لپاره هڅې روانې دي.
د پېښې له ځایه د نن ټکی اسیا سیمه ییز خبريال وايي چې اور له ترکمنستان څخه د راواريدېدونکو ګازو په يوه زېرمه کې لګېدلی دی.
د هرات ښار ختیځ لوري ته دغه د ګازو دغه زېرمې د قمرګلاغ په نوم يادېږي، چې اور د نبي زاده د ګازو له زېرمې پیل او تر دم ګړۍ يې لا هم لمبې د ښار له لرې ځایونو تر سترګو کېږي. تر اوسه دا نه ده معلومه چي اور ولی لګېدلی، خو د اور د لګېدو وروسته پر لپسې زوروري چاودني اوریدل شوي.
د هرات د اور وژنې مسوولين د پېښې ځای ته رسيدلي دي، خو لا يې هم اور قابو کړی نه دی.
په پېښه کې د ځاني تلفاتو وېره نشته، خو د مالي زيان په اړه تر اوسه بشپړ جزييات نه دي تر لاسه شوي.
داخو یی په مال اور لګیدلی ده چه په ځان کور او اولادونو یی اور ولګی لاهم کمه ده خوپه شرط د دی که د اسلام له اصولو یو زه د ده په تجارت خلاف وی او کنه الله پاک دی ورته نیکه بدله ورکړی