افغانستان

هرات کې د ګازو زېرمتون کې د اورلګېدو له امله يوولس تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۴ل): تېره شپه د هېواد لويديځ هرات ولايت کې د ګازو په يوه زېرمتون کې اور لګېدلی، چې له امله يې تر اوسه لږ تر لږه يوولس تنه وژل شوي او اتلس نور ټپيان شوي دي.

دغه پېښه تېره شپه نهه بجې د هرات ښار په شمال کې رامنځته شوه او د سهار تر درې بجو دغه اور دوام ورکړ.

د هرات ولايت چارواکي وايي، چې پېښه کې ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي.

خبر زياتوي، چې د اور لګېدو له امله د سيمې مېشتو کورونو ته هم ډېر زيانونه اوښتي دي.

د چارواکو په وينا تر اوسه د پېښې لامل نه دی په ډاګه شوی او په دې اړه پلټنې روانې دي.

ويل کيږي، چې دغه ګاز له ترکمستانه راوارديږي او د هرات ښار شمال قمر کلاغ سيمه کې زېرمه شوی و، چې تېره شپه يې د ناڅرګندو دلايلو له امله اور اخيستی او د ميلیونونو مالي زيانونو تر څنګ يې لسګونو خلکو او د سيمې کورونو ته هم زيان رسېدلی دی.

د يادونې وړ ده، چې دا ډول پېښې د وړ امنيتي خوندي ساتونکو تدابيرو د نه شتون له امله رامنځته کيږي او د تېرو څو کالو په ترڅ کې دا څويم ځل دی، چې د هېواد په لر و بر کې دا ډول پېښې تکراريږي، مګر تر اوسه داسې کوم لازم تدابير نه دي نيول شوي، چې د دا ډول پېښو مخنيوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x