نړۍ

ګارډين: «مرګ پر برتانيا» ايران کې د برتانيا سفارت پرانيستل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۴ل): له لندنه خپرېدونکې ګارډين ورځپاڼې د وتلي ليکوال او ژورنالېست جوليان بورګر يوه ليکنه خپره کړې او په دغه ليکنه کې يې د ايران «مرګ پر برتانيا» شعار او تهران کې د برتانيا سفارت د پرانيستو په اړه څرګندونې کړي دي.

مقاله د ايران او برتانيا د هغې دښمنۍ او مرګ په برتاينا پر شعار پيل شوې او د ايراني چارواکو هغو څرګندونو ته يې اشاره کړې، چې د تل لپاره يې تهران کې د برتانيا سفارت د تړلو خبرې کړې وې، مګر له څلور کاله ځنډ وروسته ايراني چارواکو برتانيا ته يو ځل بيا تهران کې د سفارت پرانيستو اجازه ورکړه.

د ليکوال په وينا ايران خپل ولس کې د برتانيا دښمني د خپرولو په نيت مليونونه ډالر ولګول او د سفارت پرانيستو په ورځ هم ګڼ شمېر ايرانيانو د برتانيا سفارت مخته «مرګ په برتانيا» شعارونه ورکول او د سفارت پر ديوال او نورو ځايونو کې يې په سور خط دا شعار ځای پر ځای ليکلی و.

د ايران او برتانيا د اړيکو رغولو کمېټه اوس هڅه کوي، چې د ايرانيانو له ذهنه د برتانيې دښمني فکر او پر ديوالونو د برتانيا ضد شعارونو د ليکلو مخه ونيسي.

د ايرانيانو له لوري مرګ پر برتانيا شعارونه به د تاريخ په پاڼو کې همداسې پاتې شي او دا بايد په ياد ولري، که برتانيا له خپل استعماري فکر او ايران د اسلام انقلاب له فکره تېر شي، نو دا ډول اړيکې تل همداسې په دښمنۍ نه پاتې کيږي.

د برتانيې بهرنيو چارو وزير فيليپ هامونډ د «مرګ پر برتانيا» شعار څخه څو ګامه وړاندې د برتانيا په سفارت کې ناست و او ښاغلی هاموند د برتانيې يوازينی بهرنيو چارو وزير دی، چې له څو کالو ځنډ او دښمنۍ وروسته تهران ته د خپل سفارت د بيا پرانيستو په موخه ځي او د اوږدې دښمنۍ لړۍ د دوه اړخيزو ګټو او همکارۍ په موخه پای ته رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله خان

ایرانیان د بریتانیا د سفارت د پرانستلو پر مهال ((د مرګ پر بریتانیا)) شعارونه ورکوی، دا د انګلیسانو لپاره د ‌ذلت ځای دئ. پداسې حال چې دغه هیواد تازه افغانستان ته د افغانانو سره د جګړې لپاره بیا پوځیان استوي او ځوک یی په وړاندې هیڅ غږ نه پورته کوی، بلکې په همدې ورځو کې بیا ځینې د دغه هیواد څخه د خپلواکئ ورځ لمانځي.

د یو داسې خپلواک او پیاوړي افغانستان په هیله چې اشغالګر هیوادونه او د هغوی تالي څټي پکې ځای ونلری!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x