ورزش

کندوز ځوانان د ورزشی لوبغالی غوښتنه کوئ

afghanistan football matchد کندوز ولایت د سپورتې لوبو مېنه وال په دغه ولایت کې د مناسبو ورزشی لوبځایونو د نشتوالې نه شکایت کوي.  

دغه شمیر ځوانان وايې لکه څرنګه چې کندوز د پهلوانې لوبې په ډګر کې په افغانستان کې ښه شهرت لری دغه راز د نورو لوبومینه وال اوتکړه لوبغاړی هم  لری نو په وینا يي په کارده  ته  د دوی سپورتې وړتیاوې ورزل شی دوی وايي دمګړۍ په کندوز کې دلوبو لپاره کافې اومناسب ځایونه په واک نلرئ چې دوی په کې خپل تمرینات ترسره کړي.

د کندوز ولایت ځوانان وايي” د ټول ولایت په کچه دوه د فوټبال ډګرونه شتون لري چې په هیڅ وجه د ټول ولایت لپاره کافې ندی همدارنګه دوی زیاتوي په ورزشی لوبغالوکی  د لوبو وسائل شتون نلری دوی له اړونده چارواکونه غوښتنه کوي چې د ورزش په برخه کې له دوی سره د پام وړ مرسته وکړئ.”

همدغه راز د کندوز ولایت د ورز مشر عبدالغفور قیومې هم د کندوز ځوانانو د ورزش په برخه کې ستونزی منئ خو وايي آمریت یې  هڅه کوي چې  د سپورت مینه والو سره مرسته وکړئ.
بل لورته د کندوز ښاروال نجیب الله عمرخیل وايي” دوی په پام کې لری چې په یاد ولایت کې لوي ورزشی لوبغالې جوړکړی چې د فوټبال ،والیبال ،کرکټ ترڅنګ به نورو لوبو مینه والو ته په کې مناسب ځایونه ولرئ.”

داپه داسې حال کې ده چې په څو وروستیو کلونوکې بیلابیلو ورزشی لوبو په یاد ولایت کې دپام وړپرمختګ کړئ چې د ددغه برخې د مسوولینو په خبره تردی مهال  ښې لاسته راوړنې لری

 

همایون بابر
۲۳/۰۸/۲۰۱۲ پنجشنبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x