ټولنیزه برخه

ايا هر څوک بايد زما په څېر وي؟

دکتور مصعب الخير الادريسي- د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون پخوانی استاد

موږ هر يو ځان د دې وړ بولو، چې خلک دې موږ ته د نمونې او الګو په سترګه وګوري، د دنيا او اخرت په چارو کې دې خلک د ده تلقيد وکړي.

يوه ورځ د موټر چلولو پر مهال داسې يوې قاعدې ته متوجه شوم، چې ډېری خلک په کې شريک دي.

که مخکې مې کرار يا ولاړ موټر لاره بنده کړي وي، نو چلوونکي ته سمدستي وايم: «اې بې عقله، خره!»

او که کوم موټر رانه په منډه تېر شي، نو بيا ورپسې غږ کړم، چې دغه دی لېونی په دومره منډه روان دی.

موږ خپل ځان يوه نمونه او الګو بولو، چې ټول خلک دې د ده د کارونو تقليد وکړي.

که څوک د ده له خوی او کارونو زيات وي، هغه «افراطي» دی او که څوک زما له خوی او کارونو کم فعاليت ولري، نو هغه بيا «تفريطي» بولو.

که چا په مناسبه اندازه لګښت او خرڅ کاو، نو هغه منځلاری او معتدل دی او چا چې زيات لګښت او مصرف درلود، نو هغه اسراف کوونکی دی او څوک چې بيخي مصرف نه کوي، يا يې کم کوي، نو دی بخيل دی.

څوک چې د ستونزو او سختيو پر مهال جرئت ولري، هغه زړه‌ور او شجاع دی او څوک چې له اندازې زيات ځان زړه‌ور ښيي، هغه بيا احمق دی او څوک چې د سختيو او ستونزو پر مهال ميدان ته نه راوځي، نو دا بيا کمزوری او بې زړه ګڼل کيږي.

موږ خو يوازې د دنيا په چارو کې د خلکو اتباع نه غواړو، بلکې اخروي کارونو کې هم خپل ځان د خلکو الګو او مثال بولو.
څوک چې زموږ په څېر عبادتونه کوي، هغه ښه او نېک مسلمان بولو.

څوک چې له موږ لږ عبادت او نېک کارونه کوي، هغه ګناه ګار دی او څوک چې له موږ زيات عبادتونه کوي، هغه بيا صوفي، جذباتي او ساده ګل بولو.

که موږ تاسې فکر وکړو، نو زموږ تاسې ټولو دغه معيارونه د وخت په تېرېدو، زياتيږي او کميږي، د عمر له تېرېدو دغه اندازه او تول کې زياتوالی او کمی راځي.

کېدای شي، داسې يو وخت وي، چې موږ يو لمونځ هم بې جمعې نه وي کړی، بيا داسې يو وخت راځي، فرض کوو او سنت پرېږدو. دغه مهال موږ فکر کوو، چې څوک د جمعې لمونځ نه کوي، هغه ګناه ګار دی، مګر د هغو خلکو په اړه بيا هېڅ فکر نه کوو، چې فرض کوي، سنت او نفل نه کوي.

• له دغه ځايه د «حسبه» او محاسبې يوې مهمې قاعدې ته متوجه کيږو.

موږ تاسې ټول بايد دا فکر له ذهنه وباسو، چې د ښو او بدو، نېکي او بدي معيار زموږ تاسې کارونه او خويونه دي.

داسې فکر بايد ونه کړو، چې د دنيا او اخرت په چارو کې دې خلک تا الګو وبولي؛ ځکه چې ستا د فکر او عقل معيار وخت تر بله بدليږي. داسې يو وخت راځي، چې يو وخت به يو کار ښه بولې، بل وخت به هغه کار بد او بې خونده بولې. نو دا ډېره سخته ده، چې ټول خلک دې ستا په تله او معيار پوره شي او هر څوک دې تا الګو وبولي.

بس خلک خپل رب ته پرېږده، دوی پوه شه او خپل رب يې او راځئ، موږ تاسې د خپل ځان د اصلاح هڅې پيل کړو؛ نو د خلکو له څار، غيبت، جاسوسي او بدګوماني به هم خلاص شو او خلک بايد زموږ له خوی او نېکو کارونو اغېزمن شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنیف

شكلي فلسفه يي غگولی وه خو چی دا پشتو یی سه وخت زده کری…

خاکسار فاریابی

ماشاءالله

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x