افغانستان

د کورنیو چارو وزیر: برېښنايي تذکرو کې د افغان لیکلو اړتیا نشته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي وايي چې په برېښنايي تذکرو کې « د افغانستان اسلامي جمهوریت » شته، نو افغان کلیمې ته پکې هیڅ اړتیا نشته.

هغه له يو تلویزون سره په خبرو کې وویل چې دوی به د وزیرانو شورا په راتلونکې ناسته کې د د تذکرو د وېش په اړه وروستۍ ناسته وکړي.

د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې د افغان کلیمې نه اړتیا په ګوته کوي، چې افغان ولس بې له دې کلیمې د تذکرو د نه اخیستیو هوډ کړی دی.

وړاندې تر دې د وزیرانو شورا پرېکړه کړې وه، چې د زمري په ۲۸مه د دې تذکرو د رسمي وېش لړۍ پیل شي، خو قومي مخورو او ځينو مدني بنسټونو ولسمشر دې ته اړ کړ، چې وېش وځنډوي.

له بله اړخه د دې تذکرو په تخنیکي برخه کې هم نیمګړتیا تر سترګو کېږي.

د دې تذکرو د تخنیکي برخې د څارنې په موخه درې کسیز هئت پخپل راپور کې ویلي، چې پر نورو ګڼو ستونزو سربېره د دې تذکرو د خوندیتوب لپاره مناسب اقدامات نه دي شوي، بلکې یو هکر کولی شي د هر چا په خوندي شویو معلوماتو کې په اسانۍ سره ګوتې ووهي.

د دې درې کسیز ټيم د مشر اسرار کریمزي د معلوماتو له مخې د خوندیتوب بله ستونزه دا هم ده، چې د دایمي خوندیتوب غم يې نه دی خوړل شوی، په وینا يې که په اور لګېدنه، جګړه یا کومه پېښه کې همدا کمپیوټرونه له منځه لاړ شي، نو د میلیونونو افغانو پر لګښت ترسره شوې هڅې به مو اوبه یوسي.

تر اوسه نه ده معلومه، چې له اسلام او افغان پرته به د دې تذکرو د وېش پر وړاندې له لاریونونو پرته د ولس غبرګون څه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

داسلام او افغان كليمه بايد هرومرو فه بريشنايي تذكرو كي وي وزير داخله هم دداخلي او بعضو خارجي شيطانانو تراثرلاندي دارنكه بي اساسه سركندوني كوي كه جيري غني خان د اولس دغي حقه غوشتني ته اهميت ورنه كري نو دكندهار هلمند خوست فكتيا لوكر لويه مشرقي اولسونه او مدني تولني به له غني خان نه داستعفي غوشتنه وكري

عبدالله

دا نو د کوم دیګ پیاز دی چی وایی افغان او اسلام لیکل ضروری ندی . هغه پخپله د اسلام نه خبر نه دی

عبید

شه وایی. وزیر باید خفل داخلی خباثت شکاره کری دا نو خوند نه کوی چی په داخل کی عیسایی امریکا تابعیته اوظاهرا افغانی .مه یی کوی چی نور هم ومومنوافغانانو ته معلومه سی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x