شعـــــرونه

توره ـ بوره

تورا بوراټک شو،ټکه ولوېده،بریښناشوه په شپه توره کې
جوړه کربلاشوه دسپین غر په توره- بوره کې

داټکه بلاوه،ټول بدن یې سرې سکروټې وې
تکې- تورې سویې  غوښې کوټ کوټ کوټې کوټې وې
ډاډه شول ګلونه هم په لمر او هم په سیوره کې

تیږو ،ونو،بوټیو او ژوندیو ټولو اورواخیست
وچ او لامده وسول ،اورنور هم ورپسې زور واخیست
توردود،تورسکاره او هم ایرې شول په سمسوره کې

تل تورنادو ګرځي، په وزرجوړې وږمې کوي
ټګ دبي بي سي بلبلان سرمستې نغمې کوي
نه کوي  اثرپه چا په ورو او یا په زوره کې

ښه ځیرشئ ناني ته :چې دبوش په غیږ کې خښ ناست دی
دغه دناموس تاجر په ویاړسره ډیرخوښ ناست دی
غوړه مچو نه وي هیڅ وخت هم په خولګۍ سپوره کې

ولې داسې وشول ،داسې کیږي یا به نور وشي؟
څوک یې روا بولي،که په سپین او یا په توروشي؟
ولټوه   ته سبب اوراز په قصه نوره کې!

یخې دزم زم اوبه،که څوک یې په منت ورکړي
یایې دصلیب په نامه څوک په خیانت ورکړي
نه چښي(وړ) یوغوړپ هم په جانان کاسه نسکوره کې

محمد فاروق (وړ)
زولینګېن ،جرمني
۰۱-۰۱-۲۰۰۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

مرگ بر بندگان شکم ،شهرت ،شهوت،که‌درپی بردگی بندگان الهی دین خود را به دنیا فروخته اند.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x