افغانستان

هلمند چارواکي: موسی کلا کې د اردو ۱۲ عسکر طالبانو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې په موسی کلا کې د سختې جګړې په پایله کې د ملي اردو ۱۲ عسکر له خپلو مهماتو سره طالبانو ته ورغلي دي.

د هلمند ځايي چارواکو له کابله خپرېدونکې سرنوشت ورځپاڼې ته ویلي چې د مرکزي دولت له لوري نه پام او د بېړنیو مرستو ژر نه رسېدنه د دې سبب شوه، چې عسکرو خپله روحیه له لاسه ورکړه او د تسلیمۍ لاسونه يې پورته کړل.

د سرنوشت په قول په موسی کلا کې په جګړه بوخت عسکر هم په وږې ګېډه په جګړه بوخت دي، ورځپاڼه د یو سیاسي کارپوه له خولې لیکي چې په هلمند کې عسکر په ګېډه ماړه نه دي، خو په شمال کې د ولسمشر مرستیال لومړۍ کرښې ته ځي، چې په وينا يې دا ډول دوه ګونی حالت د عسکرو ور پاتې روحيه هم ځپي.

تېره ورځ د هلمند د ولایتي شورا غړو هم په موسی کلا کې د ۳۰ عسکرو د لادرکۍ خبر ورکړ او ويې ویل چې د ځايي مسوولینو ورسره اړیکه شلېدلې ده.

له تېرې نږدې يوې اوونۍ راهیسې په موسی کلا ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده، چې چارواکي يې د مرکز په لېږد فکر کوي.

د هلمند چارواکو د موسی کلا په ګډون د پنځو ولسوالیو د مرکزونو د لېږد خبر ورکړ او ويلي يې دي، چې د نا امنیو له امله د ولسوالیو مرکزونه باید خوندي ځايونو ته ورسول شي.

یاده دې وي دم ګړۍ د هلمند نوزاد ولسوالۍ د طالبانو تر لاس لاندې ده او د موسی کلا په ګډون، د واشیر، کجکي، سنګین، او نادعلي هم یوازې د ولسوالیو ودانۍ د دولت په ګوتو کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x