fbpx
حنیف اتمر

د «کابل ټکسي» طنز د ملي امنیت سلاکار غوسه وپاروله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۴ل): داسې ښکاري چې د فېسبوک خواله رسنۍ کاروونکو کار په افغانستان کې هم جدي شوی دی. په دې وروستیو کې د «کابل ټکسي» په نامه یوې فېسبوک پاڼې یوه طنز په ارګ کې د ملي امنیت شورا مشر، حنیف اتمر دې ته اړووېست چې د ملي امنیت لوی ریاست ته یو «نهایت بيړنی» مکتوب واستوي او د پاڼې د مسوول د موندلو حکم وکړي.

ویل کېږي د اتمر د همدې حکم له مخې د ملي امنیت ریاست ځینې خبریالان غوښتي او پوښتنې ګروېږنې يې ورڅخه کړي دي. د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره بیا د ملي امنیت د سلاکار دا کار «شخصي پرېکړه» او «عجولانه» کار بولي.

د «کابل ټکسي» پاڼې چلوونکی د طنز په ژبه د حنیف اتمر د ۲۷ سلاکارانو هویتونه په ډاګه کوي. په دې طنز سره دا خبره بربنډه شوه چې د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار هم ۲۷ تنه نور سلاکاران لري. د «کابل ټکسي» طنز لیکوال د اتمر سلاکاران ناپوهان او ماشومان ګڼلي دي. په دغه طنز کې د ځینو ځوانو سلاکارانو یادونه هم کېږي، مثلاً د احمدضیا مسعود ځوان زوی، احمدزبیر مسعود هم د اتمر له ۲۷ سلاکارانو څخه یو دی.

په یاد طنز کې د ملي امنیت د سلاکار د ځينو سلاکارانو دویمې دندې هم په ګوته شوې دي، لکه په کمپیوټري پاسپورټونو او برېښنايي تذکرو په چارو کې د حنیف اتمر سلاکار حبیب جان شفق پر دې دنده سربېره په «IOM» یا د مهاجرينو په نړیوال سازمان کې هم دنده لري.

په طنز کې يو ټکسي د حنیف اتمر او د هغه د ۲۷ سلاکارانو له لوري د خپلواکۍ تر جشن پورې دربست نیول کېږي او ټکسي چلوونکي ته پخپله حنیف اتمر معلومات ورکوي.

په طنز کې اتمر اعتراف کوي چې سلاکاران يې «ماشومان» دي، خو د دوی د پلارانو زور دوی تر سلاکارۍ رسولي دي، چې پکې د حاجي دین محمد زوی نصرت الله ارسلا هم ارشد سلاکار دی.

د ملي امنیت سلاکار دا د محرمو اسنادو افشا بللې او د ځينو رسنیو استازي يې د پوښتنو ګروېږنو په موخه ورغوښتي، خو نی یا د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې د بیان ازادي د رسنیو حق بللی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
راز محمد
میلمه
راز محمد

ستاسی خپرونی ډیری په زړه پوری دی
نوره تبصیره نکوم

احمد
میلمه
احمد

وایي مړی چې شرمیږي نو په ……
دوی نه سړي دي او نه هم ورسره وجدان شته، که یو ددې دواړو څخه موجود وای نو تر نن وروسته یې که ځان نه وای وژلی نو غیب کړی به یې خامخا وای.