افغانستان

ننګرهار: چاودنې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رییس ټپی کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریی او دوه تنه نور ټپیان کړل.

د ننګرهار چارواکي وايي چې چاودنه نن سهار نږدې لس بجې د بهسودو ولسوالۍ په سراچه سیمه کې وشوه، چې پکې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رییس محمد ادریس ساپی او دوه تنه نور ټپیان شول.

د ننګرهار د والي وياند وايي چې په چاودنه کې رییس، د ولایت مقام استازی او یو تن ساتونکی ټپیان شوي دي، نوموړي د ولایت استازي نوم یاد نهکړ.

تر اوسه د ټپيانو د روغتيايي حالت اړوند څه نه دي ویل شوي او نه هم د چاودنې مسوولیت چا په غاړه اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x