نظــر

جنرال ډيمپسي ته ښه راغلاست او مخه ښه

Gen dempseyڅلور ورځې وړاندې د امريکا د وسله والو ځواکونو لوى درستيز جنرال مارټين ډيمپسي افغانستان ته راغلى و، ايساف په خپله خبر پاڼه کې ويلي و چې د نوموړي د سفر موخه د افغان او ناټو قواوو سره د افغانستان د اوضاع په اړه خبرې کول دي چې تر ټولو مهمه موضوع د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د ناټو په سرتيرو د بريدونو وه، نوموړى غوښتل د افغانستان د چارواکو او په دې هيواد کې د ميشتو بهرنيو ځواکونو د مسئولينو سره په دې اړه بحث وکړي او د دې ډول مخ پر زياتيدونکو پيښو په مخنيوي کې غور وکړي.

د خپرو شويو خبرونو په اساس نوموړي لوړ پوړي امريکايي جنرال د افغان مشرانو سره وکتل، د ناټو د قوماندانانو سره يې خبرې وکړې او بيرته د بګرام هوايي ډګر ته وروګرځيد کوم چې په افغانستان کې د بهرنيانو لپاره تر ټولو خوندي ځاى بلل کيږي، چېرته چې زرګونه تنه بهرني سرتيري مېشت دي او بهرنيان بې له کوم پاسپورټ او ويزې څخه د نوموړي هوايي ډګر له لارې افغانستان ته راځي او بيرته ځي.

که څه هم په افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه وايي چې دا ډول بريدونه په هغوى کوم اغيز نه ښيندي خو في الواقع څرګنده ده چې د افغانانو لخوا پر بهرنيو ځواکونو پرله پسې بريدونو امريکا خورا نا ارامه کړې او امريکايي چارواکي يې د تشويش سره مخ کړي دي.

په دې هکله د امريکا د جمهور رئيس، د دفاع وزير، د فوځ قوماندان او په افغانستان کې د ميشتو ناټو ځواکونو قوماندان وخت په وخت څرګندونې کوي، د دفاع وزير ليون پانيتا د تليفون له لارې د حامد کرزي سره خپلې انديښنې شريکې کړې او دا دى لوى درستيز يې افغانستان ته د همدې موضوع د څيړلو لپاره سفر وکړ.

جنرال ډيمپسي په افغانستان کې د دې هيواد د چارواکو سره وکتل او هم يې د ناټو د مسئولينو سره وکتل، دا نه ده څرګنده چې نوموړي په خپلو ليدنو کتنو کې کوم اوامر صادر کړي او څه يې اوريدلي دي خو تېره ورځ جمهور رئيس کرزي د خپلو امنيتي ارګانونو سره غونډه وکړه او د امنيتي ځواکونو له داخله بريدونه يې د بهرنيو استخباراتي شبکو دسيسه وبلله.

د امريکايي جنرال د سفر او ليدنو کتنو کومه ځانګړې پايله هم اعلان نه شوه او نه يې هم سفر په رسنيو کې هومره انعکاس وکړ لکه چې پخوا تر دې به د نورو امريکايي چارواکو سفرونو ته ورکول کيده ګويا که د هغه راوړي پيغامونه او خپلو لوړو مقاماتو ته بيرته وړونکي پيغامونه ناڅرګند او پټ پاتې شول خو په افغانستان کې د نوموړي  نا اشنا ښه راغلاست او بې ساري مخه ښه وشوه، که څه هم له خپلې لورې يې پيغامونه پټ پنهان وه خو له مخالف لورې څرګند پيغام ورکړل شو.

جنرال ډيمسي په 2012-08-19 نيټه افغانستان ته راورسيد، همدا مهال د هيواد د جنوبي ولايت کندهار د سپين بولدک په ولسوالۍ کې يو افغان پوليس د ايساف پر سرتيرو ډزې وکړې او ايساف اعلان وکړ چې دې بريد کې د هغوى يو سرتيرى وژل شوى دى خو ازادو سرچينو د وژل شويو سرتيرو شمير دوه تنه او د ټپيانو شمير درې وښود.

د امريکايي جنرال لپاره په  افغانستان کې دا يو ډير ستوغ او تريخ استقبال بللاى شو، څرګنده ده چې د دې خبرې په اوريدو سره به جنرال نور هم وار خطا شوى وي او په هغه پروګرام به يې د لږې شيبې لپاره غور کړى وي چې د امريکا څخه يې راوړى او غوښتل يې چې په افغانستان کې يې د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې عملي کړي ځکه چې هغه د يو ناڅاپي مرګ او جټکې سره مخ شوى و، دا داسې حالت و چې د خپلو لوړ پوړو مقاماتو څخه يې د لارښوونو د اخيستلو چانس هم نه درلود او بايد په خپله يې اقدام کړى واى، خو څرګنده نه ده چې کوم ډول غبرګون به يې ښودلى وي.

امريکايي جنرال اوضاع وڅيړله او په داخلي بريدونو يې خبرې وکړې خو د تګ پر مهال يو ځل بيا د بې بېلګې حالت سره مخ شو او هغه دا ډول چې له تګ وړاندې د بګرام په هوايي ډګر کې محو استراحت و، فوځي الوتکه يې په هوايي ډګر کې ولاړه وه، دوه ساتونکي يې په ساتنه بوخت وه چې همدا مهال په هوايي ډګر د طالبانو له خوا د توغنديو بريد وشو، د جنرال ډيمپسي فوځي الوتکه يې ويجاړه او له الوتنې وغورځوله، د ايساف يوې بلې الوتکې ته يې هم زيان ورساوه، د ډيمپسي ساتونکي يې ټپيان کړل او هغه يې له خوبه راپاڅاوه.

خپل هيواد ته د ستنيدو پر مهال د جنرال ډيمپسي سره د دې واقعې پيښيدل د هغه لپاره يوه بې سارې مخه ښه ده، باوري يم چې جنرال به د راتګ پر مهال د ځوان تنکي افغان پوليس لخوا د امريکايي عسکر له وژل کيدو په دې وروستۍ پيښه لا خواشينې او هيښ شوى وي، ځکه پوهېدلى به وي چې د بهرنيانو لپاره هيڅ يو ځاى خوندې نه دى، او پوښتنه به ورته ولاړه شوې وي چې د امريکا د لوى درستيز پر الوتکه بريد کيږي نو د کندهار، فراه او هلمند په سپيرو دښتو او د کونړ په غرونو کې به يې پوځيان څه وړ خوندي شي؟

د جنرال ډيمپسي لپاره دغه دوه پيغامونه خورا پُر معنى دي، نه يواځې دا چې هغه ته ورسيدل بلکه د امريکا دولت او ملت ته هم ورسيدل او حتى ټولو هغو هيوادونو ته يو واضح سيګنل دى چې په افغانستان کې فوځي شتون لري.

که د ناټو هيوادونه او په ځانګړې توګه امريکايي چارواکي عقل لري، په سياست پوهيږي او خپل ملت ته ژمن وي نو په دا ډول څرګندو پيغامونو بايد ځانونه وپوهوي او له دې هيواده د وتلو لپاره داسې رڼه پاليسي غوره کړي چې  هم يې افغانانو ته ګټه ورسيږي او هم يې هغوى ته، او که چيرته بالمقابل په خپلې سرټمبګۍ ولاړ  او لا هم د خپل غرور په نيلي سپاره وي نو د دا ډول ناڅاپي بريدونو لپاره دې چمتو اوسي ځکه چې دلته راپاڅېدلى اتشفشان د بيرته سړيدو اراده نه لري.

2012-08-23

 

مجاهد ((پښتون))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x