افغانستان

طالبانو پر بګرام پوځي اډه توغنديز بريد وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۳مه، ۱۳۹۴ل): نن له غرمې وړاندې د بګرام پر پوځي اډه توغنديز بريد وشو، چې سیمې ته څېرمه اوسېدونکو پکې لوګي ليدلي دي.

پېښې ته څېرمه اوسېدونکي وايي چې نن سهار شاوخوا لس بجې په اډه کې د ننه دوه توغندي ولګيدل، چې د اډې له منځه لوګي پورته شول او وروسته چورلکو پروازونه پیل کړل.

طالبانو د بريد مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې پر بګرام پوځي اډه يې دوه توغندي توغولي او په وينا يې پر هدف لګيدلي دي.

طالبانو د خپلو معلوماتو له مخې ويلي چې په بريد کې بهرنيو پوځيانو ته مالي او ځاني زیان اوښتی او په اډه کې د ننه د خطر زنګونه وهل شوي دي.

دا په کابل کې په نږدې ورځو کې پر بهرنيو عسکرو درېیم بريد دی، دوه ورځې وړاندې په نهمه امنیتي حوزه کې هم په یوه چاودنه کې درې بهرنیان ووژل شول، چې مسوولیت چا په غاړه وانه خیست.

خو تر دې وړاندې د کابل هوايي ډګر په دروازه کې د بهرنیانو پر کتار موټر بم بريد پوځیانو ته درنه مرګ ـ ژوبله واړوله، چې مسوولیت وسله والو طالبانو ومانه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x