افغانستان

امریکایي مقامات : په افغانستان کې دوژل شویو امریکایي پوځیانو دقیق شمیر معلوم نه دی

attack on PRT in hiratنیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپلې یوې وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي پوځیانو در ښتیني شمیرې په اړه یو راپور خپور کړی ،  ورځپاڼې له خپلو پلټنو وروسته دامریکایي لوړرتبه پوځي چارواکو له خولې ویلي ، چې تراوسه په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو دقیقه شمیره ورته معلومه نه ده .
 ورځپاڼې ویلي چې په دې اړه بیلابیل تخمینونه وړاندې کیږي ، امریکایي مقامات  په ټوله کې په دې باور دي ، چې په افغانستان کې تراوسه تر ۲۰۰۰ زیات امریکایي عسکر وژل شوي  دي ، خو داچې د وژل شویو دقیقه شمیره څو ته رسیدلې امریکایي مقامات په دې اړه ډیر څه نه وایي .

  هغه جګړه چې لس کاله وړاندې  دامریکا په باور  د(نړیوال تروریزم  ) په ضد په افغانستان کې پیل شوه ، تراوسه په کې  امریکایانو  رسما یوازې دخپلو ۱۹۷۷ سرتیرو  وژل کیدل تاييد کړي  دي ،خو دعمومي باور له مخې ددې اوږدې جګړې  کم او کیف ته په پام سره  دا ارقام په هیڅ صورت واقعي ارقام نه شي کیدلای چې حتی دنیویارک ټایمز په شمول امریکایي رسنۍ هم پرې باور نه لري .
په یاد راپور کې نیویارک ټایمز دپوځي کارپوهانو له خولې لیکلي ، چې ترڅو  د ( تلپاتې ازادۍ ) په نامه دامریکا لخوا دپیل شوې دې جګړې حدود او وروستۍ پایله نه وي معلومه  شوې ، امریکایان به دې ته زړه ښه نه کړی چې دخپلو سرتیرو دتلفاتو رښتیني شمیرې په ډاګه کړي .
دپوځي کارپوهانو په باور عموما په دا ډول جګړو کې چې پایله یې څرګنده نه وي ، پوځي مشران دخپلو تلفاتو شمیرې پټې ساتي ، تردې وړاندې شوروي اتحاد هم  په افغانستان دیرغل په مهال همداسې کړي وو .
 له بلې خوا  طالبان  باور لري ، چې دامریکایانود  ځاني اومالي  تلفاتو شمیر ترهغه ډير زیات دی چې لویدیځي رسنۍ ترې وخت  ناوخت یادونه کوي ، د دوی  په باور لویدیځې رسنۍ له دې موضوع سره سیاسي چلند کوي او یوازې  هغه امریکایي تلفات اعلانوي چې  دامریکایي مقاماتو لخوا ورته ابلاغ شي .
که دامریکایي تلفاتو واقعي شمیر هرڅو وي ، خو داچې امریکایان ترې ځان ناخبره بولي ، داسې معلومیږي لکه دغه شمیره چې خطرناکې کچې ته لوړه شوي وي ، ځکه دا هیڅکله دمنلو وړ نه ده ، چې دامریکایي پوځ غوندې یو منظم اورګان دې دداسې یوې حساسې  موضوع په اړه دقیقه بر رسي او احصایه ونلري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x