دوه قبرونه څنګ پرڅنګ

لیکوال: عبد الجبار مطمئن

هغه لحظه واقعاً ډیره سخته او دردونکي وه…

زه او ملګري له ښاره د کلي پرخوا د یوه تفریحي سفر په نیت ووتو، مونږ پر هغو کلیو او بانډو ګرځيدو چې ملګري مو هلته اوسیدل، شپه مو د یوه ملګري کورکې وکړه او په سبا یې د یوه بل کلي پر لور شاوخوا پنځه موټر سیکله روان شوو. زمونږ د کلي د خلکو جامي او لباس داسي عادي او سیمه ییز غوندي دي چې په ښاري سیمو کې زمونږ هرکلیوال له ورایه پيژندل کېږي، ځيني خو بیا سمدم د طالب په سترګه ورته ګوري او پر هره څلورلاري يې تلاشي اخلي.

دسولي یواځنی کلی:

یو څه مزل مو لا نه وو وهلي چې یوه بل کلي ته ورسیدو، هلته کلي نږدي نږدي سره پراته دي، بس یوه ویاله، یو خوړ یا یو قبرستان د دوو کلیو ترمنځ د ویش پوله جوړوي. د کلي په سر کې د يوي نسبتاً جګي غونډۍ پر لراوبر له پيړیو راهیسي د سولي یوازنی کلی (قبرستان) په خورا ارامۍ او سوکالۍ پروت دی او رنګارنګ جنډي پکي رپيږي. دا کلي ځکه د سولي بولم چې کله څوک هلته کډه شي نو بیا له هر راز دښمنۍ، ترپګنۍ او غرور نه لاس واخلي او په ارامه اوسيږي…

د سولي د کلي د کلیوالو ترمنځ له کلونو راهیسي څوک د جنګ او جګړي یاد نه ورکوي. مونږ باید له هغوي ډیرڅه زده کړو، سوله تري زده کړو، مینه تري زده کړو، په سوکالۍ او آرامۍ کې خوږ ژوند تري زده کړو، خو ګوری، زه هغه کلي ته تللی یم، هغوي هم ټول یو آند، یو مذهب او یوه عقیده خلګ نه دي او نه هم د یوه سیاسي حزب پلویان دي. ما د هغوي د قبرونو جنډي لیدلي تاسي يې هم کتلی شئ، د هر قبر جنډه بیل بیل رنګونه لري، خو د سولي په وړاندي ټول یوه خوله، یورنګ او یو ږغ دي!

یوه ملګري ویل: راشئ چې لمړی د ملا عبدالغني آخوند قبر ته ورشو چې څو ورځي وړاندي د امريکایی ډرون الوتکي په بمبار کې شهید شوی دی، د ملګرو خوښه شوه او په ډله د قبرستان خوا ته ورغلو.

نیمه خوا ځواني:

دا ځوان په خپل کلي کې د ګوتو شمیر ځوانانو له ډلي وو. ستر څښتن(ج) داسي یو لوړ استعداد، ښکلي ځواني او نیک اخلاق ورکړي وه چې په لیدلو یې د زړونو زنګ لیري کیده. دا ځوان زده کړي کړي وي او د سوکاله ژوند په هیله يې د خپل ویجاړ کلي په یوه ګوټ کې ژوند کاوه چې د ظالمو ښکیلاک ګرو تر برید لاندي راغی او د ځوانۍ په نږدي شپږویشتم پسرلي کې لکه ګل داسي ورژیدی…

دوه تازه قبرونه:

قبرستان ته ورغلو، هلته څو ښځي او کوچنیان هم راغلي وو، خو عاجزي زموږ په لیدلو لږ هاخوا بل محجر ته ورغلي. په تعجب سره مي ولیدل چې دوه تازه قبرونه څنګ پر څنګ جوړشوي! زمونږ هغه راه بلد ملګری هم نه پوهیده چې د مطلوب شخص قبر کوم یو دی؟! د دواړو قبرونو شاوخوا پاکه جارو سوي وه او لږه آبپاشي هم پري شوي وه.

یوه ملګري یوه قبر ته ګوته ونیول او مونږ ټول تري راتاو شوو، ملګري د قرآن کریم څو آیتونه تلاوت کړه، مونږ ټولو سرونه کښته اچولي وو او تلاوت ته مو غوږ نیولي وو، او بیا بل ملګري دعاء وکړه او ټولو آمین آمین وایه، دعا لا نه وه خلاصه شوي چې راغلو وړو ماشومانو ته مي پام شو، د یوه عُمر دوي وړي انجوني ولاړي وي او دوه واړه جاروګان يې په بغلونو کې وه، لاسونه یې زمونږ په تقلید د دعاء په ډول لپه نیولي وو او مونږ ته يې په ځیر ځير کتل…!

دا دوي نجوني د یوه پلار لوڼي نه وي، او نه هم دا دوه قبرونه د یوه شهید وه! دا څنګ پر څنګ قبرونه د دوو کسانو وو… د دوو افغانانو وو… د دوو ځوانانو وو… د دوو مسلمانو نیمه خوا ځوانيمرګو وو… چې یو یې طالب او بل یې تازه عسکر شوی وو!! د دواړو میندي بوري او ښځي کونډیاني پاتي وي، کورنۍ يې د غم پر ټغر ناستي وي، د دواړو ماشومي لوڼي نوري بي پلاره او یتیماني پاتي وي! دا دوي غبرګي ولاړي نجوني د همدي دوو ځوانیمرګو لوڼي وي… چې واړه جاروګان يې راوړي وو او خپلو پلرونو ته يې په خپل معصومانه انداز او په خپلو وړو لاسونو د ميني ډک نازونه ورکول…!!

هغوي نه پوهیدي چې طالب څه ته وايې او عسکر څه معنا؟!! هغوي اوس یوازي قبرونه پيژندل او ترڅنګه ورته ولاړي وي، هغوي خپل مسئولیت په ښه توګه اداء کړئ وو هغوي د خپلو پلرونو د تازه قبرونو شاوخوا ټوله سیمه په خپلو وړو لاسونو جارو کړي وه!! هغوي په ګډه خپلو پلرونو ته مینه ورکول… دهغوي په زړونو کې د نفرت او کیني یوه زره نه لیده کیده… د عسکر لور د طالب د لور سره په ګډه د طالب د قبر شاوخوا جارو کول او بیا به د طالب لور د عسکر له قبره په پوره اخلاص خاوري جارو کولي!!

زه ددي دوو نجونو یوځاي راتلو ته په ژور سوچ کې تللي وم… ما مي اوښکي نشو کابو کولاي… ما مي د غم او افسوس اندازه نشو لګولاي… یوازي زه نه چې ټول ملګري دي پیښي ته متوجه شوي وو… او ټولو په ماشومو نجونو پوري سترګي ګنډلي وي…

ای لویه خدایه ستا تر قدرت مي جار کړي، دا دوه واړه، مظلوم او یتیم ماشومان څومره په مینه او اتفاق د خپلو پلرونو قبرونه جاروي کوي، کاشکي چې پلرونو يې له دي وړاندي چې دلته څنګ پر څنګ پریوځي، په خپل کور کې د سولي خبري کړي واي…!! خپل واقعي دښمن يې پيژندلی واي او په ګډه يې د هیواد او دین دښمن ته غاښ ماتي ځوابونه ورکړي واي… کاشکي چې ددي وړو ماشومانو له ميني، اخلاص او اتفاق نه یو څه زمونږ د مشرانو زړونو ته هم ورغلي واي…

زه لا په ژور سوچ کې تللی وم چې له نږدي مې د یوي بوډۍ ږغ تر غوږ سو، پورته مي وکتل چې یوه غمزده بوډي اوښکي پاکوي او په ژړغوني آواز مونږ ته په خطاب کې وايې:

ها طالبانو … (هغي په مونږ د جهادي طالبانو ګمان کړی وو)

ها مسلمانانو… زما د زوي څه ګناه وه چې راته مړ مو کړ…؟ زما زوي خو مسلمان وو… زما زوی خو له سختي مجبوری عسکر شوی وو… زما زوي له مجاهد پلاره یتیم راته پاته سوی وو…

زما زوی په مزدورۍ پسي ایران ته ولاړ خو ظالمانو بیرته ردمرز کی… زما زوی د مزدورۍ لپاره ښار ته ولاړ خو هیچا کار ورنکړ… زه مریضه ومه… زما په کور کي مریضان پراته وو… زوي سره مي یوه روپي نه وه… هغه مجبور سو چې زما د طبابت لپاره عسکر شي… آه خدایه کاشکي چې زه مړه واي او دا غم مي نه واي لیدلی…

ها طالبانو…. زما زوي مجبوره وو… بیا يې په سوز او افسوز وژړل…

د افسوس ټکي یې په خبرو کې ډیر وو او هره خبره يې له درده او فریاده ډکه وه!!

مونږ نور هغي بیچارګۍ ته نشو تم کیدلاي، لږ تسلیت مو ورکړ او تري روان شوو او کلي ته ورغلو، خو د هغي خبري مي یوه یوه په یاد وه او د مظلومیت اوښکو يې په ټولو ملګرو ژور اثر وکړ….

ما د ځان سره ددي خبري څنګ ته بله خبره تلله، چې یا الله دي خوار وطن باندي رحم وکړي چې د طالب او عسکر د قبر ترمنځ یوازي دوه متره فاصله ده او د کورونو ترمنځ فاصله يې هم کله تر دغه ډیره زیاته نده. غم په دواړو کورونو کې ناورين جوړ کړئ او له هر کهوله یې یو یو ښکلی او تازه ګل اخیستی.

زما د وطن ځوانان چې ځي نو شاته تري بوري ميندي، غمزده خویندي، کونډي ښځي او یتیم ماشومان پاته کيږي. په دي وطن کې د نفرت تخمونه کرل کيږي او د یوه کلي د یوه کوره خلک ورځ تر بلي سره لیري کيږي او په سختو کړاونو اخته کيږي. خو د دین او وطن دښمنان لا هم هغسي بیغمه ژوند تیروي…

لویه خدایه ددي وطن په بورو میندو، یتیمو ماشومانو، او کونډو پيغلو باندي ته ورحمیږي!

عبدالجبار مطمئن

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ف-ا
میلمه
ف-ا

مطمن صاحب دیره شایسته، با مفهوم او گتوره لیکنه د کری. کاش موژ نور نو پوه شو چه دا جگره د مسلمانی نده. دادا نورو جگره ده. زموژ خلک هره ورز د بل په جنگ کی وژل کیژی. موژ د پردی نیابتی جگری د سون توکی یو او بس. کاش د جگری دواره لوری د سولی خبرو ته په صداقت کشینی. هعه د شاعر خبره چه د جنگ مو د وطن اخری جنگ شی. خو دا آرمان تر سره کیدل غواری. دا آرمان پوره کیدلو لپاره باید تول لاس په کار شو او مخالف ورونه قانع کرو چه دا جنگ… نور لوستل »