افغانستان

کندز: طالبانو د «بیعت» په پلمه د ځواک کم سارې ننداره وړاندې کړې – ویډیو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۴مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو نن پر خپلې رسمي وېب پاڼې یوه داسې دېرش دقیقه يي ویډیو خپره کړه چې په کې لیدل کېږي د دوی جنګیالي د ملي اردو، پولیسو او ملي امنیت په وسلو او وسایطو سنبال د نظامي رسم ګذشت په دود ولاړ دي.

دغه ویډیو چې د طالبانو له پخوانیو ویډیوګانو سره توپیر لري، ویل کېږي چې په کندز کې د طالب ځواکونو غونډه او نظامي رسم ګذشت ښيي. په ویډیو کې نه دي ویل شوي چې دا ځای د کندز ولایت کومه سیمه ده؛ خو ښکاري چې طالب ځواکونه په ډېرو سپکو او درنو وسلو سنبال او په ډېر ډاډ سره په غونډه کې ګډون لري.

طالبانو په دې اړه لیکلي: « د غونډې د مراسمو ځاي ته په کندز کې د اسلامي امارت د مجاهدینو د ځواک، پیاوړتیا او پوره کنترول د تظاهر په موخه درنې او سپکې وسلې، پوځي وسایط، ټانګونه او رینجر موټرونه رایو ځای شوي وو او ځانګړی پوځي نمایش ترسره شو».

په دغې ویډیو کې ښکاري چې په شمال کې د طالبانو قومندانان خپلو پلویانو ته ویناوې کوي. د غونډې لومړنی ویناوال، د ملا عبدالسلام په نامه بلل کېږي. تېر کال د ملا عبدالسلام په اړه رسنیو هم ډېر راپورونه خپاره کړل او دی یې په کندز کې د طالبانو له ځواکمنو قومندانانو څخه وباله. ویل کېږي، چې په کندز کې د طالبانو په پرمختګونو کې ملا عبدالسلام رهبري رول لري.

په ویډیو کې ښکاري چې پر درنو او سپکو وسلو سربېره، ډېر طالب ځواکونه د ملي اردو یونیفورم پر تن مجهز ولاړ وي. طالبان توانېدلي، چې د افغان حکومت د امنیتي ځواکونو د لباس په کارولو سره د حکومت تر ټولو خوندي سیمو ته خپل جنګیالي داخل کړي.

تر دې دمه افغان حکومت د طالبانو د وروستي نظامي مانور په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

kundoz_taliban (1) kundoz_taliban (10) kundoz_taliban (9) kundoz_taliban (8) kundoz_taliban (7) kundoz_taliban (6) kundoz_taliban (5) kundoz_taliban (4) kundoz_taliban (3) kundoz_taliban (2)

د طالبانو له خوا نشر شوې ویډیو: HD (صفا) ويډیو

https://www.youtube.com/watch?v=uHJlf7TU9zc&feature=youtu.be

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

14 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak.khan

دغلیم دسترګو أغزي، الله تعلی دې د دوښمنانو له مکر او فریب څخه په خپل حفاظت کښې وساتي

عبدالله

ماشاء الله ، بارک الله ، بارک الله

قاري سعيد خوستى

الله اكبر ولله الحمد رغم انوف الدواعش المارقين والصليبيين والعملاء

مولوی دیوبندي

الحمدالله حمداطیبامبارکا څومره مي زړه خوشحاله شوجهادي خوزښت مي پیاوړي شودشهیدورورغم رانه لري شوداخترپه ورځوکي مي تنکي ورورشهیدشو

khalid

په افغانستان اواسلامی نړی کی د محترم نوی امیرالمئومنین ملااخترمحد منصور سره بیعتونه وسوه [خو یوڅو نا اهله خلګ چی زانونه مخلصین ،مجاهدین ،متقین هم بولی خوپه مؤمنانوکی نفاق خپره وی اوغوا ړی چی اسلامی امارت سره ټوټه ټو ټه شی ] لکه سرناخلاصه هوشیارمحمدصادق اغا او دقومیت متعصب مولوی احمد .هروخت جی په امارت کی دبی اتفاقی اواز پورته سی اول کسرچی یی صادق اغاوی اوداسی نور الله دی دوی ته هدایت وکړی .
(10) وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ قَالُوا إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ (11) أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَكِنْ لَا يَشْعُرُونَ<سورة البفره

اونخیوال وردګ

ماشا الله
مــــاشــــــاالله
الله اکــــبر
الحمد الله

جمیل انوري

ماشاء الله ایمان تازه کونکي ویډیو ده ، باید چې هرځای کې مجاهدین داسي مانوري وکړي ترڅو ددښمن په سترګوکې ازغي مات شي، الله تعالی دي یې حافظ اوناصرشي

عبدالله خان

الله اكبر و العزة لله و لرسوله و للمؤمنين
اللهم سدد رميهم و ثبت أقدامهم

haqmalasmatullah

ماشاالله

اسحاق منور

دامیرالمؤمنین ملامحمد عمرپه تلوسره دفساد ،فتنو او خریدفروخت لړۍ څرګنده شوه امارت په یهودیانو باندی په ډیرکم قیمت خرچ سو خو دقدرت لیونی لانه پوهیږي والله داسی مشران شته چي دهغه انګریزی نوم یې راته اخیستی چي دامارت په سودا کې شامل وو لعنت شه په داسی کردار چي دامیرالمؤمنین نړیوال مذهبی ریاست خرچ سو اوس به دوه ډلی هرمرو جوړیږي ځکه چي یوه ډله به سوله کوی بله به جنګ اوداسی انګازی هم شته چي د داعیش سره به په مذهبی جګړه کې ښکیل وزی داعیشیان وایی که هرطالب زموږ سره بیعت ونه کړي دوی به زموږ غلامان وي… نور لوستل »

khalid

اسحاق منور صاحب داسی یو څو ښی مشوری امنیت ملی او سی آی ای ته هم ورکړه ډیر ښه هرکلی به دی وکړی هر چاته دی دخپل ځان په شان د ماشوم فکر کړی دی تباه شی سرکوزیه

اسحاق منور

موږ مولوی یعقوب ته مشوره ورکوو چي له دواړو ډلو څخه لاس په سر شی دجهاد په نوم دفساد سره مخ نه شي دپلارګټلی ملی او اسلامي نړیوال نوم بدنام نه شي داهغه وخت اخیستل شوي چي په پاکستانی محبسونو کې اسیرول هراسیرچي به راخلاص شو هغه به یاوالی شو یا قاضی اویا وزیر مګرداسی کسان هم شته چي یاهلته شهیدان شول اویا دژوند له برخی بې برخی خلاص شول نوښه خبره داده چي په اسلامي ملکونوکې سیاسی پنا واخلی اوله دې غوبله ځان وساتی .

الحاج استاذ بیانزی

د مولوی یعقوب په شان مولویانو د پاره که هغه رښتینی مومن او د پلار منلی او دعا ګویی زوی وی دا مشوره له ډیرو بدو لږ بدکول دی د هغه پلار نوم که په دی کی شوی وی چه نه د حق او نه د باطل اړخ سره ودریږی نو بیا خو یی باید ځان بیطرفه پریښی وو او چیری کوم خارچی هیواد کی به یی پناه اخستی وی مګر هغه داسی ونه کړل هغه د حق اړخ ونیوه ځګه یی هم د نیا کی شه شهرت او هم به اخرت کی انشالله جنتونه تر لاسه کړی . د… نور لوستل »

محب الله صافی

الله ده خو هر څه اسان دی انشاء الله دا امید لرو چی اسلامی نظام به په افغانستان کی راشی او دشهیدانو ارمانونه به پوره شی دمظلوم اولس اوښکی پاکی کړو الله دی ډير زر امارت اسلامی را ولی

Back to top button
14
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx