افغانستان

دغزني پخوانی والي لونګ فیضان مرګونی ټپي شو

فیضان الله فیضان ټپی شوجمعه د سنبلې دریمه  ــ له غزني ښار څخه ورکړل شوي خبرونه وایي ، چې  دهمدې ولایت پخوانی والي لونګ  چې وروسته یي ځان  فیضان الله  فیضان نومولی وو ، دطالبانو په یوه برید کې مرګونی ټپي شوی دی ، چې تراوسه دکوما په حالت کې قرار لري .

خبرځای  زیاتوي ، چې لونګ فیضان نن غرمه لس بجې دغزني ښار په څنډه کې د ۲۰۳ قول اردو  د دریمې لوا دقومندانۍ سره  په نږدې سیمه کې  په خپل موټر کې روان وو چې دطالبانو تر برید لاندې راغی ، په نښته کې دنوموړي موټر ویجاړ شوی ، او په ده سربیره یې ساتونکو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې .

دغزني چارواکو رسنیو ته ویلي ، چې د فیضان ټپونه خورا خطرناک دي ، د دوی په قول په جګړه کې یو تن طالب هم ټپي شوی دی .

لونګ فیضان چې د غزني داندړو د ولسوالۍ اوسیدونکی دی  پخوا یي له حزب اسلامي ګوند سره تعلق درلود ، خو په وروستیو کې نوموړي له امریکایانو سره ګوتې خوږې کړي دي ، چې له همدې امله دڅه مودې لپاره دغزني ولایت والي هم وټاکل شو ، نوموړي په دې وروستیو کې  په غزني کې داربکي جوړولو مسؤل ټاکل شوی دی چې څه موده وړاندې یې  په اندړو ولسوالۍ کې  داربکي جوړولو هڅه هم وکړه چې ظاهرا یې  دطالبانو په خلاف داولسي پاڅون عنوان ورکړی وو ، دفیضان په مشرۍ دشلګر داربکیانو په اړه ویل کیږي چې تراوسه یې  څو  مشران دطالبانو په بریدونو کې له منځه تللي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x