دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام د بري زېري (درېیمه برخه)

استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

ليکوال: ډاکټر محمد بن عبدالله الدويش
ژباړن: عبدالمالک « همت »

(درېیمه برخه)

درېيم : نور  زېري

دا هغه زېري دي چي د اسلام له طبيعت او په مخلوقاتو کي د لوى څښتن جل جلاله له فطرت او سنتو او کړنلارو او قوانينو څخه پېژندل کيږي. له دې ډلي څخه لاندي موارد د يادوني وړ دي:

1.        داسلام دين هغه دين دى چي د فطرت سره موافق دى او د خلکو د دې او هغي دنيا مصالحو او ښېګڼو ته تحقق ورکوي. لکه چي څرګنده ده سماوي اديان ټول منسوخ سوي دي او تحريفونه او بدلونونه پکښي راغلي دي. او د انساني او بشري ټولنو ، تنظيمونو او نظامونو د نيمګړتيا او ناکامۍ لپاره دا بسنه کوي چي دا ګرده د بشر په لاس جوړ سوي شيان دي. سيد قطب رحمه الله  وايي: ”د دغه دين د هغي  لار ي او طريقې له طبيعت څخه چي دغه دين يې ترسيموي او دغي طريقې ته د بشر له اړتيا څخه موږ ته په يقيني توګه معلوميږي چي راتلونکې د دې سپېڅلي دين ده. او دا دين په دې مځکه کي خامخا نقش او رول لوبوي او دې ته په جدي توګه بلنه ورکوي، دښمنان وغواړي که يې ونه غواړي“ ([1] ).

هغه زياتوي: ” موږ باور لرو چي  له دې امله راتلونکې د دې دين ده او له دې امله دا د ژوند داسي لار او طريقه باله سي چي پر دې ټولو او يو له بل سره تړلو او نه بېلېدونکو مقوماتو مشتمله ده. دغه مقومات او رغنده توکي د بشر د ژوندانه د بېلا بېلو اړخونو تنظيموونکي دي او د انسانانو د  ډول ډول  رشتيانيو اړتياوو  او غوښتنو جواب ويونکي او د ډول ډول انساني هلو ځلو پلوي دي“ ([2] ).

2.    نن مهال نړۍ وال د بشري تنظيمونو او نظامونو له افلاس اوناکاره توب څخه سر ټکوي او د انسانيت د دې خواروونکو او بې وزلي کوونکو نظامونو تريخ خوند څکي . نړۍ والو په دې وروستيو کلونو کي د شوروي او د هغه د ملګرو هيوادونو او د هغو د طاغوتانو حال د سر په سترګو وليد. نن نړۍ د يوه  ژغورونکي په لټه کي ده ، خو بې له اسلامه بل ژغورونکى نه تر سترګو کيږي.

3.    دا د لوى څښتن په مخلوقاتو کي د هغه سنت او کړنلار ده چي که څوک کار وکړي او هلي ځلي پرلار واچوي او د خپلي موخي او مقصد د تر سره کولو لپاره خپل وس او طاقت وکاروي هرو مرو خپل هدف ته رسيږي، البته چي ځيني موانع رامنځ ته نه سي. لکه دغه اوسني واکمن ولسونه چي د ډول ډول پېښو او حوادثو سره مخ وه، خو په خپلو هلو ځلو يې د هغو ناوړوحالاتو څخه ځانونه راو ايسل او د همدې اوسنۍ لوړتيا او سترتوب خاوندان سول. همدغه شان کله چي مسلمانانو د خپلو مادي او معنوي لوړتياوو اسباب برابرول او له خپلي مخي يې خنډونه او موانع ليري کول ، د لوى څښتن دغه سنت او کړنلار کټ مټ پر دوى هم پلې او تطبيق سوه. البته دوى د دې تر څنګ د لوى څښتن جل جلاله له مرستي او نصرت څخه هم برخمن وه ، ځکه چي دوى د هغه د دين حاملان او د هغه د شريعت پلويان وه.

4.    بل دا چي نن مهال دادى موږ د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کي د ډېري ښې او مبارکي اسلامي ويښتيا او د خداى دين ته د رشتيني دعوت او بلني  شاهدان يو  او خداى ته دي حمد وي دغه ويښتيا او د دعوت کار او هلي ځلي ورځ تر بلي مخ پر زياتېدو دي.

چي دا پر دې دلالت دى چي دغه مسلمان وګړي د خپل دين ښه پلي کېدو او ملاتړ او نصرت ته ډېر ښه چمتو سوي او را پاڅېدلي دي او دا امت نور راويښ سوى او لاس په کار سوى دى. د دې بله  ښه بېلګه موږ د لوى څښتن دين ته د ډېرو نامسلمانو وګړو داخلېده ګڼلاى سو.سره د دې چي دا هلي ځلي اوس هم کافي نه ګڼو. ځکه زموږ مسلمان امت تر دې ډېر ځواک لري چي بايد په زياته پيمانه يې په کار واچوي.

5.    په تاريخ کي داسي ډېر مهالونه راغلي دي چي مسلمانانو د لوى څښتن سره له خپلو ژمنو څخه مخالفت کړى او له سمي لاري او شريعت څخه ګوښه سوي دي، چي له امله يې په خواريو اخته سوي او د ډول ډول ظلمونو ښکار سوي دي. چي بيا لوى څښتن رحم پر کړى او داسي مجددين او لارښوونکي يې ورته لېږلي چي د دوى د دين او دنيا چاري يې سمي کړي دي او خلک يې د ډول ډول بدمرغيو، خواريو ، ظلمونو او شرکياتو او بدعاتو له لومو څخه ژغورلي دي. چي پر دې بنسټ موږ بې له کوم شک او ترديده ويلاى سو چي  را تلونکې د دې سپېڅلي دين ده،  او غلبه، ستر توب او عزت به هرو مرو د لوى څښتن جل جلاله د ښو بنده ګانو او اولياوو وي. آيا لوى څښتن نه دي فرمايلي؟ په داسي حال کي چي هغه له خپلي ژمني نه اوړي :

      { وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ } [الروم:٤٧]

ژباړه: او پر موږ د مومنانو مرسته لازمه ده.

او تر لوى څښتن به نو بل رشتينى څوک وي؟

خو پوښتنه داده چي دا به کله وي؟ دا به نن وي، سبا او که کلونه وروسته؟ استاد محمد قطب وايي: ”په دغه ورځ به خلک دين ته ور وګرځي او اسلام به ومني او دا د بشر تر ارادې ستر ځواک باله سي، ځکه چي دا د هغه سنت او کړندود څرګندونکى دى چي خداى تعالى په فطرت کي نغښتى دى او پرې ايښى يې دى چي په نفوسو کي عمل وکړي او کله چي دغه ورځ راسي نو بيا د عقايدو په حساب د بشر د يوه توکم يا توکمونو عمر څه معنا لري؟ په دې حساب دا مهمه نه ده چي دا چاري کله پېښيږي. مهمه دا ده چي دا هرو مرو پېښيږي. دا هله پېښيږي چي لوى څښتن وغواړي او بشريت ته يې لا فنا او نابودي مقدره کړې نه وي. او کله چي دغه ورځ راسي او هغه هرو مرو ان شاء الله راتلونکې ده نو څه شي به د اسلامي توکمونو د دې ګردو قربانيو سره برابر سي؟ البته هيڅ!“ ([3] ).

خو آيا د لوى څښتن دا نصرت به  د اورښت د څاڅکو غوندي  را نازليږي ؟  او مسلمانان به سره له دې چي هيڅ نه لاس په کار کيږي او همداسي لاس تر زنه به ناست وي او د خپل بري لپاره به هيڅ هلي ځلي نه کوي دا نصرت به ورپه برخه سي؟ نه داسي هيڅکله نه ده. په دې هکله د قرآن کريم جواب ته پام وکړئ:

    ﴿حَتَّى إِذَا اسْتَيْئَسَ الرُّسُلُ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ قَدْ كُذِبُوا جَاءَهُمْ نَصْرُنَا﴾ [يوسف:١١٠]

ژباړه: ( اى پيغمبره! پر خپلو دروغجن ګڼونکو باندي د بري او نصرت په باب تلوار مه کوه . ځکه چي تر تا دمخه هم پيغمبرانو ته ، د هغه حکمت له مخي چي موږ يې په پام کي لرو ، سمدستي نصرت نه دى ورغلى) ان تر دې پوري چي كله پېغمبران له خلكو څخه نهيلي سول او خلكو هم دا وانګېرله چي دعذاب په باب هغو ته درواغ ويل سوي وه ، نو په ناڅاپي ډول پېغمبرانو ته زموږ مرسته ورسېدله .

دا په کايناتو کي د لوى څښتن هغه سنت او کړنلار ده چي هيڅ بدلون نه مومي. د لوى څښتن خوښه ده او دغسي پرېکړه يې کړې ده چي دغه دين د خپلو اولياوو او دوستانو د اندامونو او سرونو پر هډوکو قايم کړي او پرېکړه يې کړې ده چي د لارښووني  ډېوې د هغو نېکو شهيدانو په وينو بلي کړي چي  د دې دنيا ژوند يې د آخرت په تل تر تله ژوند پلورلى دى.

قال الله تعالى:

      { أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آَمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ (214) } [البقرة:٢١٤]

ژباړه: (اى مسلمانانو!) آيا تاسي داسي ګڼلې ده چي جنت ته به ( هسي سلابلا) ننوزئ؟ په داسي حال کي چي تر اوسه لا پر تاسي باندي هغسي حالات نه دي راغلي، لکه پر هغو مسلمانانو چي راغلي وه چي تر تاسي دمخه تېر سوي دي. پر هغو ستونزي او کړاوونه  راغله، ولړزول سول، ان تر دې چي د وخت پيغمبر او د هغه مسلمانو ملګرو وويل چي:” د الله مرسته به کله راسي؟“ ، (په هغه وخت کي هغو ته ډاډېينه[تسلى] ورکړه سوه) چي خبر سئ چي د الله مرسته نژدې ده.

دغه راز د لوى څښتن لارښوونه ده:

   { أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ  } [آل عمران:١٤٢]

ژباړه: (اى د محمد صلی الله علیه وسلم اصحابو) آيا تاسي ګڼئ چي جنت ته به همدا سي (سلابلا؛ يوازي د ايمان راوړلو په ادعاکولو سره) ننوزئ؟ (او په جنګ جګړو او ستونزو او سختيو به ونه ازمايل سئ). حال دادى چي الله په تاسي کي لا جهاد کوونکي نه دي ازمايلي او نه يې (د دښمنانو په وړاندي په ټينګار او مقاومت کي) صبر کوونکي(او ثابت قدمه کسان ) ازمايلي دي.

      عَنْ خَبَّابِ بْنِ الْأَرَتِّ قَالَ:شَكَوْنَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَهُوَ مُتَوَسِّدٌ بُرْدَةً لَهُ فِي ظِلِّ الْكَعْبَةِ . قُلْنَا لَهُ: أَلَا تَسْتَنْصِرُ لَنَا أَلَا تَدْعُو اللَّهَ لَنَا؟ قَالَ:«كَانَ الرَّجُلُ فِيمَنْ قَبْلَكُمْ يُحْفَرُ لَهُ فِي الْأَرْضِ فَيُجْعَلُ فِيهِ فَيُجَاءُ بِالْمِنْشَارِ فَيُوضَعُ عَلَى رَأْسِهِ فَيُشَقُّ بِاثْنَتَيْنِ وَمَا يَصُدُّهُ ذَلِكَ عَنْ دِينِهِ وَيُمْشَطُ بِأَمْشَاطِ الْحَدِيدِ مَا دُونَ لَحْمِهِ مِنْ عَظْمٍ أَوْ عَصَبٍ وَمَا يَصُدُّهُ ذَلِكَ عَنْ دِينِهِ وَاللَّهِ لَيُتِمَّنَّ هَذَا الْأَمْرَ حَتَّى يَسِيرَ الرَّاكِبُ مِنْ صَنْعَاءَ إِلَى حَضْرَمَوْتَ لَا يَخَافُ إِلَّا اللَّهَ أَوْ الذِّئْبَ عَلَى غَنَمِهِ وَلَكِنَّكُمْ تَسْتَعْجِلُونَ»([4] ).

ژباړه: حضرت خباب بن ارت رضی الله عنه وويل: موږ ( د کفارو او مشرکانو له ظلم څخه ) رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په شکايت ورغلو، په داسي حال کي چي هغه د کعبې شريفي سيوري ته پر يوه پټو تکيه وهلې وه ناست وو(او موږ د مشرکانو له لاسه د ربړو او کړاوونوسره مخامخ سوي وو) موږ هغه ته وويل: ولي لوى څښتن جل جلاله ته پردې کافرانو باندي زموږد نصرت دعا نه کوې؟ هغه کښېنستى او په داسي حال کي چي مخ يې سور اوښتى وو وفرمايل: په هغو کسانو کي چي تر تاسي دمخه تېر سوي دي يو سړى وو چي مځکه به يې ورته کينل او هغه به يې پکښي اچاوه او اره به يې پر سر ور لګول او دوه ځايه کاوه به يې ، خو بيا به هم دغه عذاب هغه له خپله دينه نه ګرځاوه. دغه راز به يو سړى وو چي د اوسپني په ږموږ به يې بدن ور  ږمونځاوه او ږمونځ به يې له غوښو څخه  هډوکو ته ورسېده. خو بيا به هم دې کار له خپله دينه نه اړاوه. په خداى قسم چي دا دين بريالى کيږي . تر دې چي يو سپور به تنها له صنعا څخه حضر موت ته ځي او له لوى څښتن پرته به له هيچا څخه نه بېريږي. او چوپان په د خپلو پسونو په هکله له شرمښ پرته له بل چا څخه نه بېريږي، خو تاسي پر مشرکانو باندي د عذاب د نازلېدو په هکله  تلوار کوئ.

او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند، کړه وړه او سيرت پر دې باندي ښه شاهد دى. تاسي فکر وکړئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم له مشرکينو ، يهودو ، کفارو او منافقينو څخه څوني تکليفونه او کړاوونه وليدل ان چي طايف ته يې پر پښو سفر وکړ خو چي چا يې خبره وانه ورېده بېرته غمجن او اريان او پريشان ځيني راوګرځېد او نه پوهېدى چي چيري ولاړ سي. دغه راز نور داسي ډول ډول زړه بوږنوونکي کړاوونه پر تېر سول چي په اورېدو يې د انسان زړه سخت تکان خوري .  همدغسي صحابۀ کرامو رضی الله عنه ډېر سخت او ډول ډول کړاوونه او عذابونه وليدل، خو د دې ټولو سره سره اسلام کامياب او سرلوړى سو او د لوى څښتن کلمه لوړه سوه او په دې هکله د هغه ژمنه رشتيا سوه.

نو کله چي مسلمان پوه سي چي سره د دې چي حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ډول ډول زجرونه او تکليفونه ورکول کېدل خو بيا هم هغه د اسلامي بلني د تبليغ او خپرېدو په لار کي خپلي هلي ځلي پرې نه ښودې ، نو د دين د نصرت او خپرېدو ضرو رت ورته څرګنديږي. او په دې لار کي د هغه پيروي زموږ څخه غوښتنه کوي چي هغه څه چي زموږ په وس کيږي او هغه مالي، بدني او فکري ښندني چي د دين د بري او نصرت او نشر او خپرېدو په لار کي موږ ترسره کولاى سو بايد پرې يې نه ږدو.  او بايد د دې ټولني د ارزښتونو د خوندي کولو او په هغې کي د ناخوالو او ناسمو کارونو او د شريعت سره د مخالفو چارو د سمولو او اصلاح کولو لپاره رغندي هلي ځلي پر لار واچوو.

خو موږ چي هر څوني هلي ځلي وکړو  بيا هم د لوى څښتن د سپېڅلو پيغمبرانو ، په سر کي د هغو  د خاتم حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د هلو ځلو په پرتله ډېري لږ دي. راځئ د هغه سړي هلو ځلو ته ځير سو چي پيغمبر هم نه وو :

     { وَجَاءَ مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَى قَالَ يَا قَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ } [يس:٢٠]

ژباړه: په دې ترڅ كي د ښار له ليري ګوښې څخه يو سړى په منډه راغى او ويې ويل : اى زما قومه ! د رسولانو پيروي غوره كړئ .

تاسي وګورئ چي هغه  له يوې ليري سيمي څخه ان سپورنه، بلکي پلى ورغى څو حق او سپينه خبره بيان کړي او ځير سئ چي ان خپل قوم ته يې د دعوت د رسېدو او د هغو د اصلاح هيله  پس له مرګه لا هم درلوده:

      { قِيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ قَالَ يَا لَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ (26) بِمَا غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ (27) } [يس:٢٦ ــ ٢٧]

ژباړه: ( په پاى كي هغوخلكو هغه وواژه او ) هغه ته وويل سول چي جنت ته ننوځه ، هغه وويل (( كاشكي زما قوم ته معلومه واى چي زما رب د څه شي له امله ماته بخښه وكړه او زه يې په عزتمندو خلكو كي داخل كړم )).

دا د لوى څښتن حکمت دى چي د اسلام د دعوت لار يې ستونزمنه او اغزنه کړې ده. ښايي څوک پوښتنه وکړي چي  لوى څښتن ولي په دې لار کي خلک په ابتلا اخته کوئ او ولي يې زوروي؟ او څله يې
د دعوت او بلني لار سخته کړې او له کړاوونو ډکه کړې ده؟ او لوى څښتن چي پر هر څه قادر او ارحم الراحمين دى ، نو ولي داسي کوي؟

جواب دادى چي  بې شکه چي د لوى څښتن جل جلاله حکمت همدغسي راغلى دى او  هغه جل جلاله له خپله کاره نه پوښتل کيږي. خو د الله جل جلاله په سپېڅلي کتاب کي ځينو دغو حکمتونو ته اشارې سوي دي. چي موږ يې دلته ځيني په لنډون سره بيانوو:

1.    لوى څښتن په دې لار کي خلک ځکه په ابتلا اخته کوي او زوروي يې ؟ او د دعوت او بلني لار  يې ځکه سخته کړې او له کړاوونو ډکه کړې ده چي الله تعالى خپل  رشتيني او نارشتيني بنده ګان سره بېل کړي.

لوى څښتن فرمايي:

      { أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ (142) } [آل عمران: ١٤٢]

ژباړه: آيا تاسي داګڼلې ده چي همداسي به جنت ته ولاړ سئ په داسي حال کي چي لاتراوسه پوري الله دا نه ده ليدلې ( دا ازميښت يې نه دى کړى ) چي په تاسي کي څوک هغه خلک دي چي دهغه په لار کي جهاد کوونکي او صبر کوونکي دي .

دغه راز فرمايي:

      { مَا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ حَتَّى يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ } [آل عمران: ١٧٩]

ژباړه: الله به مومنان په دې حالت کي هيڅکله پرې نه ږدي چي تاسي اوس پکښي اوسئ. هغه به سپېڅلي خلک له ناپاکو خلکو څخه بېل کړي.

او دا له لويو او سترو حکمتونو څخه دى. ځکه که د دعوت لار اواره او آسانه واى، نو هر هوسايي خوښوونکي او ضعيف النفس انسان به پر روانېدلاى. خو ټنبلان او راحت خوښوونکي دي پوه سي چي دوى ته په دې صف کي ځاى نسته. نو  ښه داده چي اوس لا له دې اورشو څخه ګوښه سي. که نه پېښي به د دوى له شتون څخه د دعوتګرانو صفوف پاک او تصفيه کړي.

2.   همدا راز لوى څښتن جل جلاله خلک ځکه په ابتلا اخته کوي چي د ايمان څښتنان څرګند کړي او ځينو بنده ګانو ته د شهادت درجه ورکړي، لکه چي فرمايي:

      { إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ (140)} [آل عمران: ١٤٠]

ژباړه: اوس که تاسي ټپي سوي ياست، نو تردې دمخه ستاسي دښمنه ډله هم دغسي ټپيان سوي دي. دا د زمانې خوږې او ترخې دي چي موږ يې د خلکو ترمنځ اړوو را اړوو. پر تاسي ( د احد د جګړې د ماتي ) دغه پړاو ځکه راوستل سو چي الله د ايمان څښتنان څرګند کړي او له تاسي څخه ځينو ته د شهادت درجه ورکړي. او الله ظالمان نه خوښوي. او هغه په دې ازموينه سره د مومنانو پاکول او سپېڅلي کول او د کافرانو ځپل غوښتل.

دغه راز فرمايي:

{  ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِنْ لِيَبْلُوَ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَنْ يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ (4) }  [محمد: ٤]

ژباړه: دغه دى ستاسي دكولو كار . كه الله غوښتي واى نو په خپله به يې له هغو څخه غچ اخيستى واى خو ( دغه كړنلاره هغه د دې لپاره غوره كړې ده ) تر څو چي تاسي يو دبل په وسيله وازمايي ، او كوم كسان چي دالله په لار  كي ووژل سي الله به دهغو عملونه هيڅكله ضايع نه كړي .

3.  همدا شان لوى څښتن ځکه خلک په ابتلا اخته کوي چي همدغه ابتلا او کړاوونه جنت ته د ننوتو اسباب دي، لوى څښتن فرمايي:

 {     إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآَنِ } [التوبه: ١١١]

ژباړه: حقيقت دادى چي الله له مومنانو څخه دهغونفسونه او دهغو مالونه دجنت په بدله كي رانيولي دي ، هغوى دالله په لار كي جنګېږي نو وژني او وژل كېږي ، له هغوسره ( دجنت وعده ) دالله پر ذمه يوه كلكه پخه وعده ده ، په تورات او په انجيل او قرآن كي .

دغه راز فرمايي:

    { أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آَمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ (214) } [البقره: ٢١٤]

ژباړه: (اى مسلمانانو!) آيا تاسي داسي ګڼلې ده چي جنت ته به (هسي سلابلا) ننوزئ؟ په داسي حال کي چي تر اوسه لا پر تاسي باندي هغسي حالات نه دي راغلي، لکه پر هغو مسلمانانو چي راغلي وه چي تر تاسي دمخه تېر سوي دي. پر هغو ستونزي او کړاوونه راغله، ولړزول سول، ان تر دې چي د وخت پيغمبر او د هغه مسلمانو ملګرو وويل چي:” د الله مرسته به کله راسي؟“ ، ( په هغه وخت کي هغو ته ډاډېينه [ تسلى ] ورکړه سوه) چي خبر سئ چي د الله مرسته نژدې ده.

4.  لوى څښتن په دې لار کي ځکه خلک د کړاوونو سره مخامخ کوي او د دعوت او بلني لار  يې ځکه سخته کړې او له بخولو  ډکه کړې ده چي  د الله تعالى بنده ګانو ته پر دې باندي اجر او ثواب ور په برخه سي، لکه چي فر مايي:

{    مَا كَانَ لِأَهْلِ الْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُمْ مِنَ الْأَعْرَابِ أَنْ يَتَخَلَّفُوا عَنْ رَسُولِ اللَّهِ وَلَا يَرْغَبُوا بِأَنْفُسِهِمْ عَنْ نَفْسِهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ لَا يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلَا نَصَبٌ وَلَا مَخْمَصَةٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَطَئُونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلَا يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَيْلًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمْ بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ إِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ (120) } [التوبه: ١٢٠]

ژباړه: د مدينې اوسېدونكو او د شاوخوا سارايانو ته دا هيڅكله نه ښاييدله چي دالله پېغمبر يې پرې ايښى او پر كور ناست واى او له هغه څخه په بې پروايۍ سره د خپلو خپلو ځانونو په فكر كي سوي واى ، ځكه چي داسي به هيڅكله نه وي چي هغوى دالله په كار كي د لوږي تندي او بدني تكليف څه كړاو  وګالي ،او دحق دمنكرانو چي كومه لاره بده ايسي هغوى پرې كوم ګام واخلي ، او له كوم دښمن څخه ( چي له حق سره يې دښمني وي ) څه غچ واخلي او دهغه په بدل كي هغو ته يو نېك عمل ونه ليكل سي ، دا باوري ده چي الله دښو خلکو دخدمت حق نه ضايع كوي .

5.  لوى څښتن په دې لار کي ځکه خلک زوروي او د دعوت او بلني لار  يې ځکه ستونزمنه کړې ده چي  الله تعالى په دې توګه دخپلو  بنده ګانو توبه قبوله کړي او بدۍ  او ناوړه کارونه يې ور معاف کړي، لکه چي فرمايي:

      {    لَقَدْ تَابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَءُوفٌ رَحِيمٌ (117) } [التوبه: ١١٧]

ژباړه: الله ، پېغمبر او هغو مهاجرينو او انصارو ته بخښنه وكړه چي هغو په ډېر تنګ وخت كي د پېغمبر ملګرتيا وكړه ، كه څه هم چي له هغو څخه د ځينو زړونه د كوږوالي خواته مايل سوي وه ( خوكله چي هغو ددې انحراف پيروي ونكړه، بلكي د پېغمبر ملګرتيا يې وكړه، نو الله هغوى معاف كړل، بې شكه چي له دغو خلكو سره دهغه چلند دخواخوږۍ او مهربانۍ دى .

دغه راز لوى څښـتن فرمايي:

      { فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى بَعْضُكُمْ مِنْ بَعْضٍ فَالَّذِينَ هَاجَرُوا وَأُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأُوذُوا فِي سَبِيلِي وَقَاتَلُوا وَقُتِلُوا لَأُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَلَأُدْخِلَنَّهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ثَوَابًا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَاللَّهُ عِنْدَهُ حُسْنُ الثَّوَابِ (195) } [آل عمران: ١٩٥]

ژباړه: نو د هغو پروردګار ، د هغو دعا قبوله کړه (او ورته ويې ويل) چي:” زه په تاسي کي د هيچا ( صالح ) عمل، نارينه وي که ښځينه ، نه ضايع کوم . تاسي ټول ( په ديني ورور ګلوي کي او د اعمالو په منلو او پر هغو باندي په ثواب او بدله کي ) يو شاني( يو د بل غوندي ) ياست ، نو هغو خلکو چي ( د الله د رضا لپاره) هجرت وکړ(وطن يې پرېښود) او له خپلو کورونو څخه وايستل سول او زما په لار کي يې تکليفونه وګالل. او کومو چي ( د دين د ننګي او نصرت او د اعلاء کلمة الله لپاره ) جګړه وکړه او ووژل سول ، زه به خامخا د هغو ټولو ګنهونه معاف (او داسي ور پټ ) کړم( لکه په دنيا کي چي مي ور پټ کړي وه) او خامخا به يې داسي باغونو ته  دننه کړم چي تر ( ماڼيو اوونو) لاندي يې ولې بهيږي. دا ګرده به د الله له لوري انعام ( ثواب، بدله او مکافات)وي او د الله سره تر ټولو ښه انعام دى.

6.  لوى څښتن د اسلام د ننګي او هغه ته د دعوت او بلني لار ځکه سخته کړې او له کړاوونو ډکه کړې ده چي د دې لاري لارويانو ته هدايت ورپه برخه کړي او د حق د لاري د لارويانو سره  د تللو  توفيق ورکړي. لکه چي فر مايي:

﴿ وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ (69) ﴾ [العنكبوت :69]

ژباړه: کوم کسان چي زموږ په لار کي جهاد وکړي  هغو ته  به  موږ خامخا خپلي لاري وروښيو او په باوري ډول الله د نېکچارو ملګرى دى.

دغه راز فرمايي:

{   وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَنْ يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ (4)  } [محمد: ٤]

ژباړه: او كوم كسان چي دالله په لار كي ووژل سي الله به دهغو عملونه هيڅكله ضايع نه كړي .

(په راتلونکې کي به که خدای کول د اسلام د بري په هکله هغه مقاله ستاسي حضور ته وړاندي کړو چي عنوان يې دي: په دې باندي د پوهېدو اغېز چي راتلونکې د اسلام ده).

————————————–
([1])- المستقبل لهذا الدين ،93مخ.

([2])- المستقبل لهذا الدين ،٥مخ.

([3])- هل نحن مسلمون؟ 216مخ.

([4])- بخاري، کتاب المناقب، باب علامات النبوة، ٣٦١٢ حديث.

——————–

مخکنۍ برخي:

لومړی برخه

دوهمه برخه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x