افغانستان

طالبانو موسی کلا ولسوالۍ ونيوله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو له څور ورځې پرله پسې بريدونو او کلابندۍ وروسته د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او اړوند ټولې ودانۍ او امنيتي پوستې ونيولې.

د موسی کلا ولسوالۍ له تېرو څو ورځو راهيسې د طالبانو له لوري کلابنده او شاوخوا لارې يې هم طالبانو بندې کړې وې.
د موسی کلا امنيتي چارواکي وايي، چې دوی له څو ورځو راهيسې د خوراکي توکو او نظامي مرستو غوښتنه کوله، مګر هېڅوک يې مرستې ته رانغلل او بالاخره يې د پراخ ځاني او مالي زيان په ګاللو دغه ولسوالۍ له لاسه ووته.

د راپورونو له مخې طالبانو تېره شپه د پراخ ډله ييز بريد په ترڅ کې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله او تېره شپه ناوخته د ولسوالۍ مرکز او اړوند ودانۍ طالبانو ونيولې.

د موسی کلا ځايي خلک وايي، چې د ولسوالۍ ودانۍ اوس مهال د طالبانو لاس کې ده او ګڼ شمېر نظامي وسايط، سپکې او درنې وسلې هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو په داسې حال کې دغه ولسوالۍ ونيوله، چې تېره ورځ ناټو ځواکونو اعلان کړی و، چې د امنيتي ځواکونو د مرستې لپاره يې ناټو عسکر موسی کلا ته لېږلي دي.

په دې اړه د نورو معلوماتو لپاره نن ټکی اسيا څارئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x