fbpx

د اناناس مېوې له ګټو خبر يئ؟

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۴ل): هره مېوه د الله تعالی له لوري انسانو ته يوه ځانګړې تحفه ده، مګر اناناس بيا داسې يوه خوږه او له ډېرو ګټو ډکه مېوه ده، که له ګټو يې خبر شو، نو تر خپله وسه به تل هڅه کوو، چې دغه مېوه وخورو.

اناناس، نه يوازې دا چې ښکلې او خوندوره مېوه ده، بلکې له ډېرو ناروغيو د ژغورنې کار هم کوي.

د اناناس د ځينو ګټو په اړه طبي کارپوهان وايي:

اناناس له وټامن سي ډکه يوه داسې مېوه ده، چې يو ګيلاس جوس څښل يې د انسان بدن کې د وټامن سي کمی پوره کوي او دې سره د بدن هډوکي قوي کيږي او د هاضمې نظام يې هم ډېر ښه کيږي.

د طبي کارپوهانو په وينا د اناناس د خوړولو ګټه وره طريقه دا ده، چې د خوړو په منځ کې وخوړل شي.

د اناناس يوه بله ګټه دا ده، چې د سترګو نظر ډېر قوي کوي او اوږدمهالي راتلونکي لپاره د انسان سترګې له کمزورۍ ژغوري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د