
هلمند: دوو افغان عسکرو د ايساف دوه پوځيان ووژل
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، وږي ۵مه، ۱۳۹۴ل): هلمند ولايت کې د افغان ملي امنيت په يونيفارم کې دوو کسانو د ايساف د ټينګ ملاتړ دوه بهرني پوځيان وژلي دي.
کابل کې د ايساف مرکزي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن سهار هلمند ولايت کې دوو تنو، چې د ملي امنيت يونيفارم يې پر تن و، د ايساف د ټينګ ملاتړ پوځيانو پر موټر ډزې وکړې، چې له امله يې لږ تر لږه دوه ايساف عسکر وژل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د ايساف عسکرو په ځوابي ډزو کې دواړه بريدګر وژل شوي او وايي، چې د پېښې په اړه افغان امنيتي ځواکونه او ايساف په ګډه پلټنې پيل کړي او پايلې به يې وروسته رسنيو سره شريکې شي.
ايساف چارواکو تر اوسه د پېښې دقيق ځای او د پېښې لامل نه دی په ډاګه کړی.
دا لومړی ځل دی، چې د ايساف د نوي جګړه ييز ماموريت «ټينګ ملاتړ» دوه پوځيان د افغان امنيتي ځواکونو له لوري وژل کيږي.
غربي رسنۍ د نظامي سرچينو له قوله وايي، چې د ايساف د ټينګ ملاتړ اداره عموما د خپلو پوځيانو د وژل کېدو خبر رسنيو ته نه ورکوي، مګر د نوي کال له پيله د پنځو امريکايانو په ګډون د ايساف د ټينګ ملاتړ شپږ عسکر په افغانستان کې د طالبانو په بريدونو کې وژل شوي دي.
د ايساف د ټينګ ملاتړ دغه دوه عسکر په داسې حال کې وژل شوي، چې تېره ورځ ايساف اعلان کړی و، چې موسی کلا ولسوالۍ ته يې د افغان امنيتي ځواکونو د ملاتړ لپاره خپل عسکر لېږلي او دغه ولسوالۍ تېره شپه ناوخته طالبانو نيولې ده.
د يادونې وړ ده، چې د تېر ۲۰۱۴ز کال په پای کې امريکا او ناټو د افغانستان جګړې د پای ته رسولو رسمي اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې له دې وروسته به امريکايي او ناټو عسکر يوازې د امنيتي ځواکونو د روزنې دنده پر مخ بيايي، مګر هغه مهال هم ګڼو کارپوهانو ويل، چې د امريکا او ناټو دغه اعلان د خلکو د تېروېستلو په معنا دی او بهرني عسکر به تر پايه په جګړو کې برخه اخلي، مګر نوم به يوازې د افغان عسکرو وي.
د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکو او د نظامي چارو لندن مېشتی کارپوه معين رووف روسي تلويزو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې ايساف او امريکا دا اعلان د دې لپاره کړی و، که سبا طالبان بريالي کيږي او افغانستان نيسي، نو د دغې ماتې پړه به يوازې د افغان امنيتي ځواکونو وي، ځکه چې ايساف خو په ظاهره له جګړې وتلی دی.