افغانستان

مجاهد: د نوي امیر په اړه د مخالفتونو ستونزه د حل خوا ته روانه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۴مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند وايي چې د نوي زعیم پر سر د اعتراضونو ستونزه د حل خوا ته روانه ده او ګیله من ملګري یې له مخالفت څخه د لاس اخیستلو په حال کې دي.

ذبیح الله مجاهد له خپل نوي مشر سره د مخالفت د عواملو په لړ کې د «خاصو کړیو» یادونه کوي او زیاتوی چې ښايي د دغو مخالفتونو یو لامل دا وي چې «ځینو مغرضو حلقو هڅه کړي وي چې د اسلامي امارت په مینځ کې درز او تفرقه واچوي». خو نوموړي په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی چې له مغرضو کړیو څخه یې موخه څوک دي.

نوموړي له افغان اسلامي اژانس سره په تازه مرکه کې د مخالفو کسانو شمېر «ډیر محدود» بللی او زیاته کړې يې کړه چې د هر یوه مخالفت بېله انګیزه درلوده او په یوه مشترکه نقطه متحد نه وو.

ښاغلی مجاهد ټینګار کوي چې ملا اختر محمد منصور د مخالفو اشخاصو د «معقولو» اعتراضاتو د اوریدو او د هغوی د رضایت کلک هوډ کړی او د اعتراض کوونکو او ګیله منو پر مخ یې دوازې پرانیستې پرې ایښي. د نوموړي په وینا، همدا وجه وه چې اکثریت مخالفت کوونکي په حقیقت پوه شول او بیعت یې اعلان کړ.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سیاسي دفتر د مشر طیب اغا استعفا به له قطر او نورې نړۍ سره د طالبانو په اړیکو څه اغیز ولري؟ ښاغلي مجاهد په ځواب کې ویلي چې د دوی پالیسي په اشخاصو نه، بلکې په اهدافو او سیاستونو راڅرخي او وايي چې سیاسي کمیسون خپله لایحه او تګلاره لري او د اشخاصو په تغیر او تبدیل سره خنډ نه رامینځ ته کیږي. نوموړی وايي چې له طیب اغا سره د طالبانو کاري ټیم اوس هم خپلې چارې پر مخ وړي. ښاغلی مجاهد همدا راز زیاتوي چې د نړۍ هیوادونه ضرورت لري چې له طالبانو سره اړیکي وساتي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طیب اغا هلې ځلې ستايي او وايي چې نوموړی اوس هم د «اسلامي امارت غړی» بولي او هیله یې وښوده چې لکه څرنګه چې د نوموړي په استعفالیک کې راغلي، له طالبانو سره به همکاري کوي.

ښاغلی مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې ایا د القاعدې د مشر ډاکټر ایمن ظواهري د بیعت منل به د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمینځ درز ایجاد نه کړي؟ وايي چې د انساني او اسلامي مسئولیت له مخې دوی د نړۍ مظلوم مسلمانان او د عقیدې وروڼه نه شي هیرولی. نوموړی زیاتوي: «مونږ له هیواده بهر له چا څخه د بیعت غوښتنه نه ده کړې، خو که څوک په خپله مینه بیعت کوي نو د نه منلو شرعي حق نه لرو، بلکې باید د هغوی محبت ته مثبت ځواب ووایو. خو دا د دې معنا نه ده چې زمونږ په پیروۍ کې زمونږ خاوره د چا پر ضد کارولی شي».

ښاغلی مجاهد دا مني چې ځینې طالب مسئولین په ګاونډیو هیوادونو کې شتون لري خو زیاتوي چې هلته د چا په خوښه او بلنه نه دي تللي بلکې د مهاجرینو په صفت اوسیږي. نوموړی وايي:

«که د ګاونډیو هیوادونو سرحدي سیمې د مهمو غونډو لپاره مجبورا کارول شوي وي دا هیڅکله په دې معنا نه ده چې چا دې مونږ ته په لوی لاس موقع راکړي وي».

د طالبانو ویاند په دې مرکه کې د ملا محمد عمر مجاهد د وفات خبر پټ ساتل د نوموړي د کورنۍ او د طالبانو د قضاء او افتاء د مسئولو علماوو او رهبري شورا د ځینو غړو په فیصله ترسره شوی کار ګڼي او وايي: «هغه مهال حالت یو څه بحراني و، چې ښايي په اعلان سره ستونزې نورې هم زیاتې شوې وای، اوس الحمدلله مونږ له هغه بحراني حالت نه راوتلي يو».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
13 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی دیوبندي

پرخوله دي برکت شه دبلال حبشي ملګری شي په جنت کي یواریوارله رسنیوسره خواله شریکه وه خودزړه دردستاسوپه خبرو درمله وو

abdul basir erfan

الحمد لله
ثم الحمد لله
د زړه درد مې کم شو
ډېره په زړه پوري او پر ځای مرکه.

خالد افغان

والله په اتفاق او ورورولي مو خوشحاله کيږم که زما مني طیب اغا بيا د دفتر مشر کړي که هر رنګه ده ټولي خبري د نر افغان غوندي الله د امارت ټول ملګري په اتفاق او نژدې لري امين

اونخیوال وردګ

الحمد الله مجاهد صاحب الله ج د حفاظت وکړه
واقیعا چي د زړه دردونه مو کم شول

عمر عمر عمر او بیاهم عمر

فکر نکوم چی دومره اسانه دی دا مسله حل شی یو خو دامارت ځینی خودخوا ملګری دی چی له وخته اختلاف ته لمن وهی او د پردو اغراض پرمخ بیایی چی زما په اند موثریت نلری اصل ستونزه د امیرالمومینین کورنۍ نیژدی ملګری ذاکر صاحب او نور دی چی د پاکستان د فشار لکبله منصور صاب او دهغه کوټه پیښور مبشتی ملګری دی او علت یی هم د امیرالمومینین استقلال او تر روستی سلګۍ پخپل هیواد کی پاتی کیدل یادیږی که منصور صیب واقعا اتحاد غواړی اخلاص دی رامخ ته کی او د پاکستان پلوه طالبانو مشوره دی رد کړی… نور لوستل »

عمری کاروان

اسلام علیکم
اسلامی امارت دنبی کریم صل اللہ علیہ وسلم گل بںڑ (گل باغ ) دی
امیرالمومینین ملامحمدعمر رحمته الله علیه ئی باغبان و
اونور ٹول طا لبا ن ئی گلان دی
امید لرو الله ج ته چی نوی باغبان به هم د دے باغ په شه توگه پالنه وکڑی

شهاب نورزی

اې ساده ګانو تاسو ته قسم درکوم چي لااوس هم خبریاست چي منصور چرته اوله کومه اوله چاسره مشورې کوي دا دپټوسترګو اطاعت اوبیعت په اسلامي احکامو کې هیڅ ثبوت نلری تاسو خو ماشاء مولیان هم یاست ولی په حق سترګي پټولی ددې بعیت بطلان والله باالله شته خو وخت اجازه نه راکوي که دامیرالمؤمنین مرګ یوه معماوي نو داچا شهیدکړي اوکه وفات به هرصورت هغه څه چي مخالف لوری یې تاسو بولی هغه څه په لاس کې لري چي څه وخت وروسته به ښکاره شي چي امیرلمؤمنین دکومی ناروغی له امله یا دکومو درملو لامله وفات کړي ایا بیا… نور لوستل »

Haqpaal

تولو ملكرو ته سلامونه يقينا اختلاف شه شي نه دي او داختلاف دكمولو لاره داده جي ملكري يوبل ته تنزل وكري يوبل برداشت كري شي يوسه داخلاص مظاهره هم وكري دلته دمشرانو فريضه جوريزي جي تنزل وكري اوحتى الوسع اوممكنه تجويزات دنورو ملكرو ومني داغاصيب به اره زه دا وايم جي بايد دهغه نه كار واخيستل شي هغه ته قناعت وركرل شي هغه بيرته راضي كرأي شي بيرته خفله وطيفه وركرل شي زه جي سومره اغاصيب فيزنم شايد دير خلك يي ته معلومات نه وي زه بدون داستثناء به تول امارت كي سياسي دفتر مشرتوب داغاصيب نه موزون او به… نور لوستل »

zalmai

په زړه پورې خبر. جزاک الله خیرا زما په فکر که طیب اغا باید خوشاله شی . خبرو او مشرو ته یی غوږ کیښودل شی ترڅو بیرته په خپله پخوانۍ دنده پیل وکړی نو ان شاالله د وحدت او یووالی په لور به یو مضبوط قدم وی او دښمنان به سخت ناامیده او خپه شی . طیب اغا د اسلامی امارت یو ځلانده ستوری او د مرحوم امیر المومنين اخلاص اخلاق کلک دریځ ازادی او خپلواکی امانتداری او تدبر یی په تندی لیکلی ښکاری. او افغان ولس ورسره مینه لری خکه په خپلواکۍ مین او د ملا صیب په څیر… نور لوستل »

zbiullah

بخشه نه غوارم نورزی صاب ملا محمد بارکزی وو

zbiullah

او کومفرستی دبی عکلانو کار دی

شاه ولیکوټي

موږ ساده ګان او شهاب نورزی صاحب هوښیار ، که زموږ دملت هوښیاران همدغه ډول وي ، بیادې ددغه ملت الله جل جلاله ساتنه وکړې .

عمری کاروان

اختلاف په اصل کشی هیس وجود نلری
داصرف یو سو کسان دی چی لگ شانتہ گلمن دی
انشا الله ڈیر ژر به ئی گیلے او شکوے ختمی شی
دامارت داتفاق شه بیلگه ده طالبانو نوی فتحی دی لکه موسی قلعه نوزاد
او په روزگان او نو رو ویلایتونو کشی
دشمنان به انشا الله همداسی نامراد پاتی وی
هغه خلک درته یاد وم سوک چی دامارت د درز خوبونه وینی
امیر المومنین ملا اختر محمد منصور زنداباد

Back to top button
13
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x