افغانستان

افغان حاجیان د سفر له ځنډه شکايت کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۴مه، ۱۳۹۴ل): افغان حاجيان د لېږد په پروسه کې د سفر له ځنډ نه شکایت کوي.

د دوی په خبره په هوايي ډګر کې پرې شپې اوښتې دي، او له ورکړل شوي وخت نه ان څلورویشت ساعته وروسته يې د تګ نوبت راغلی دی.

سږ کال له ټول هېواد نه ۲۴۰۰۰ افغان حاجيان د حج د فریضې د اداکولو لپاره سعودي عربستان ته ځي، چې د ټولو د لېږد چاري د اریانا افغان هوايی شرکت له لوري ترسره کېږي.

د حاجي محمد قسیم په نوم یو تن امريکا غږ ته ویلي، چې په هوايي ډګر کې يې پوره شپږ ویشت ساعته انتظار کړی دی.

د هغه په خبره د غرمې یوولس بجې هوايي ډګر ته غوښتل شوی او تر سبا دوه بجو پورې په تمه ناست و، چې وروسته له شپږ ویشت ساعته يې پرواز برابر کړل شو.

د افغان حاجیانو د لېږد مسوولین هم د حاجیانو په سفرونو کې ځنډ مني، خو د دوی په وینا د سعودي عربستان له لوري د ویزو د ځنډ له امله دغه ځنډ رامنځته کېږي.

د حاجیانو د لېږد مسوول داود سلطان زوی وايي چې د سعودي عربستان له لوري ټاکلې ویزې ورکول کېږي او په وینا يې دغه ویزې په په پلازمېنه سربېره په هرات، کندهار او بلخ کې هم وېشل کېږي، چې په دې توګه يې په سفرونو کې ځنډ را پيدا کړی دی.

د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولین هم د حاجيانو ځنډ مني، خو دوی بیا وايي چې د افغانستان او عربستان تر منځ د لېږد همغږې نه وه موجوده.

د دې شرکت مشر داود شریفي وايي چې چې د دوی درې لېږل شوې الوتکې پخپل وخت بېرته راو نه رسېدي، چې په دې توګه يې د حاجيانو په سفر کې ځنډ راغی.

اریانا افغان هوايي شرکت د حاجيانو د لېږد لپاره درې الوتکې لري، چې هره ورځ د شپږ سوه تنو د لېږد توان لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x