افغانستان

طالبان: د مولوي جلال الدین حقاني زوی بدر الدین حقاني د شهادت اوازه دروغ ده

جلال الدین حقانينن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په یوه را لیږل شوې پيغام کي ویلي چي د بدر الدین حقاني د شهادت په اړه اوازې درواغ دي.
او زیاته کړې: داچې ځينو رسنیو دحقاني صیب دزوي بدرالدين حقاني دشهادت خبر خپور کړ ، موږ ټولو رسنيو ته په دې اړه وايو چې داسي آوزاه هيڅ واقعيت نلري ، بدرالدين حقاني په هيوادکې دننه په خپلو عملياتي چارو بوخت ده ، جوړ ، روغ او صحتمند ده ، دده  دشهادت آوازه ددښمن دتبليغاتي چينلونو لخوا خپور شوي چې په ځلونو يي دخپلو ماتې خوړو عسکرو دمورال لپاره دروغ ويلي دي ، موږ دغه راپور په کلکه ردوو او له رسنيو نه غواړو چې په دې اړه تل مسئولانه چلند وکړي او کره معلومات خپاره کړي .  

باید وویل شي چي نن ځینو رسنیو د نیویارک ټایمز په حواله خبر خپرو کړی وو، چي بدر الدین حقاني په وزیرستان کې د نورو ملګرو په ګډون وژل شوی دی.

د یادوني وړ ده چي دا لومړی ځل نه دی چي د بدر الدین حقاني او یا جلال الدین حقاني په اړه داسي خبرونه خپاره کیږي، ددې تر مخه هم څو ځله داسي خبرونه او ادعاوي خپرې شوي، خو طالبانو همیشه داسي خبرونه په کله رد کړي، او دا یې د ځان په خلاف ددښمن یو دسیسه بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x