دغه مشروب د غټو کولمو د سرطان درملنه او مخنیوی کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږی ۴مه ۱۳۹۴ل): له دې وړاندې مو هم د کافي د ګټو په اړه راپورونه خپاره کړي خو نوې څیړنې د دغه مشروب یوه بله مهمه ګټه هم ډاګه کړه.

د نوې څیړنې پر بنسټ که چیرې هغه کسان چې د غټو کولمو په سرطان اخته دي په ورځنۍ ډول درې یا څلور ګیلاسه کافي وڅښي نو د سرطان په له منځه وړلو کې ورسره ډیره زیاته مرسته کوي. د کافي دغه ګټه د غټو کولمو په سرطان اخته کسانو له درملنې وروسته په ډاګه شوه.

د امریکا په بوسټن ښار کې د سرطان د ناروغۍ ډانا فاربر نومې انسټیټیوټ کې د دغې څیړنې ترسره کولو لپاره روغتیايي کارپوهانو د سرطان د دریمې مرحلې په ناروغۍ اخته ۱۰۰۰ کسان مطالعه کړل. سرطان د دغو ناروغانو د بدن په زیاتو برخو کې خپور شوی و.

سرطان د دغو ناروغانو په ټول بدن کې نه و خپور شوی او د روغتیايي کارپوهانو لخوا ورته تر جراحي او کیموتراپي وروسته د ورزش کولو او خپل خواړه کې د ځانګړی توجه کولو مشوره ورکړل شوې وه.

هغو ناروغانو چې په ورځنۍ ډول درې یا څلور ګیلاسه کافي څښلي ول ۴۲ سلنه يي بیرته د سرطان په ناروغۍ اخته نه شول او ۳۳ سلنه کسان يي له دې څیړنې وروسته بیا هم ژوندي پاتې شوي ول.

د روغتیايي کارپوهانو په وینا په ورځنۍ ډول د کافي څښل انسان د سرطان له خطر څخه ژغوري. کافي د غټو کولمو د سرطان په درملنې او مخنیوی کې ځانګړی ارزښت لري.

روغتیايي کارپوهانو وايي چې نور هغه مشروبات او خواړه چې خپل ترکیب کې کیفین نومې مواد لري د غټو کولمو د سرطان درملنه او یا هم مخنیوی نه شی کولی دغه مهمه ګټه یوازې په کافي کې لیدل شوی.

یادونه:
زیات شمیر لوستوونکي د کافي په اړه پوښتنه کوي چې کافي څه دی. کافي د وچ تور او شین چای ته ورته دی چې له ګرمو اوبو او یا هم شیدو سره استعمالیږي. د جوړولو طریقه يي هم عادي چای ته ورته ده. لومړۍ یو ګیلاس اوبه وایشوئ، هغه کسان چې له کافي سره عادت نه دي په یو ګیلاس کې باید نیمايي یا درې برخې شیدې او یوه برخه ایشول شوې اوبه واچوئ، له دې وروسته په وړه کاچوغه یوه کاچوغه کافي او خپل د خوښې په اندازه بوره زیاته کړئ.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
د عمری لشکر
میلمه
د عمری لشکر

ڈیر غلط معلومت دی۔ کافی ڈیر نقصان لری۔ او دا ٹول د امریکایی کمپنیو پہ تیرہ بیا د یھودو غولونکی تبلیغات دی چی دنیا اوس پہ کافی عادت کی، لکہ پیپسی او کوکاکولا چی ۲۰ کالہ مختہ یی ھمدغہ شان فوائد بیانیدل۔ او وسیی نقصانونہ وگوری۔
او د کافی بینلمللی کمپنی ٹولی د یھودو دی لکہ starbucks وغیرہ۔
لہ نن اسیا سخہ گیلہ لرم چی معلومات بغیر لکوم تحقیق سخہ خپروی او دا کوم اول وار نہ دہ۔