ميليونونه روږدو ته، لسګونه روغتيايي مرکزونه ـ ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۴مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو د دولت له منځه تلو سره په هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېره ورو – ورو مخ پر زياتېدو او ان تر میلیونونو ورسېده.

نږدې دوه کاله وړاندې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو په هېواد کې د روږدو کسانو اټکلې شمېره دوه نیم میلیونه ښوودلی وه.

د وخت د عامې روغتیا سرپرست وزیر دین محمد مبارز راشدي ويلي و، چې د دوی د رسمې شمېر له مخې یو میلیون او درې لکه افغانان په نشه روږد دي خو په وینا يې ښايي واقعي شمېر تر دوه نیم میلیونه ورسېږي.

هېواد ته د نشه يي توکو پر ضد مبارزې تر نامه لاندې پراخو نړیوالو مرستو او د نشې پر ضد تبیلغاتي کمپیاینونو ونه شو کولی چې د روږدو کسانو په شمېر کې کمی راولي.

که څه هم د روغتیا وزارت کله نا کله د درملنې په موخه له ښارونو د روږدو کسانو د را ټولولو کمپاین پیلوي، خو اغېز يې نه تر سترګو کېږي.Nasha

کره شمېر

په تازه راپورونو کې ویل شوي چې په ټول هېواد کې په دې وروستیو کې د روږدو کسانو شمېره لوړه شوې او د درملنې لپاره يې مرکزونه هم په نشت حساب دي.

د روغتیا وزارت مسوولین وايي چې د دوی د شمېرنو له مخې په ټول هېواد کې درې نیم میلیونه تنه روږدي کسان موجود دي، چې د درملنې لپاره يې یوازې ۱۰۶ مرکزونه لري.

تر دې وړاندې د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت د روږو کسانو شمېر یوازې یو نیم میلیون ښوودلی و، چې پکې يې ۳۹ زره تنه تر درملنې لاندې یاد کړل.

د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزېرې سلامت عظیمي د غبرګولي په یوويشتمه رسنیو ته پورته څرګندونې وکړې، خو څه موده وړاندې د امريکا سفارت د قانون د تنفیذ د برخې په یوه سروې په ټول هېواد کې د نشه یانو شمېر درې نیم میلیونه ښوودل شوی و. چې پکې ۱۳ سلنه روږدي کلیوال او ۵ سلنه نور ښاري اوسېدونکي په ګوته شوي و.Nasha2

درملنه

تېره دوشنبه د ګد حکومت د جمهور رییس مېرمنې هم د روږدو کسانو د درملنې په موخه کمپاین پیل کړ او له کابل ښار څخه يې ځينې روږدي د درملنې په موخه روغتيايي مرکزونو ته ټول کړي دي.

که څه هم د دې کمپاین په وخت کې ویل کېدل چې سلګونه تنه به پکې له نشې واړول شي، خو د درملنې په موخه را ټول کړل شوي روږدي وايي چې دوی يې له روغتيايي مرکزونو بېرته راشړلي دي.

د ګل ولي په نامه یو تن روږدی وايي چې دی يې د جنګلک روغتيايي مرکز ته یووړ، سره له دې چې خالي چپرکټونه يې ليدلي دي، خو بېرته پر دې پلمه راشړلی چې دوی ځای نه لري.

د جنګلک روغتيايي مرکز چې د درې سوه تنو د درملنې ظرفیت لري، د کابل ښار د روږدو د درملنې په موخه فعالیت کوي، خو د ګل ولي په خبره له دوسوو تنو نه يې ایله شل تنه بستر او نور يې په زور بېرته را وشړل.

د جنګلک روغتيايي مرکز مسوولین هم وايي چې دوی د ټولو د درملنې لپاره ځای نه لري، د دې روغتيايي مرکز د مرستیال مصطفی خیر خواه په وینا د هر روږدي درملنه یوه نیمه میاشت وخت نیسي، ځکه خو دوی په یو وار د ډېرو روږدو درملنه نه شي کولی.Nasha3

نشه يي توکي له کومه کېږي؟

تر دې وړاندې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزيرې هم په هېواد کې د نشه يي توکو پر ډېرښت خواشيني ښکاره کړه، خو ويې نه ویل چې دغه نشه يي توکي څوک له کومه ځایه راوړي او څنګه يې په پلازمېنه کابل کې د روږدو مشهورو ځایونو ته رسوي.

تر اوسه کومې دولتي مسوولې سرچينې نه دي ويلي چې یوازې په پلازمېنه کابل کې سلګونه روږدو کسانو ته نشه يي توکي څوک رسوي، خو پخپله روږدي وايي چې دوی ته دولتي کسان د پیسو په بدل کې نشه يي توکي ورکوي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی سمیع الله وايي چې د کابل سیند په غاړو کې سره یو ځای شويو روږدو په منځ کې هر مازیګر داسې کسان تر سترګو کېږي چې مخابرې يې لاسونو کې وي او پر روږدو خوراکي مواد او نشه يي توکي پلوري.

یاده دې وي څو ورځې وړاندې پژواک خبري اژانس په پلازمېنه کابل، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د شرابو د ښکاره پلور په اړه تحلیلي راپور خپور کړی و، چې د څرګندونو له مخې يې لوړ پوړي دولتي مسوولین هم پر دې نشې عادت او د مرکزونو مینه وال يې دي.

د دې راپور په بنسټ یوازې د کابل په نوي ښار کې د شراب پلورنې دېرش مرکزونه شته، چې د نشې لپاره يې بیا په همدې ښار کې پراخ، ارام او له مزاحمته لري د دولتي امنیتي مسوولینو تر واک لاندې هوټلونه شته، چې افغان ځوانان پکې پرېمانه تر سترګو کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د