نظــر

خبره له ۱۰ نه ۲۵ ته ورسېده!

jonallen  څو ورځې وړاندې ناټویانو او امریکایانو ددوی پر یرغلګرو عسکرو دنفوذي مجاهدینو او با احساسه افغان عسکرو لخوا بریدونه ډېر پيکه وبلل، رسنیو ته یې ویل چې په دغه رنګه بریدونو کې مجاهدین لاس نه لري، یوازې ۱۰٪ یې د دوی په اصطلاح دولسوالو مخالفینو لخوا تر سره کېږي.
  مګر د دوی دمشرانو سیاسي تحرکاتو او فعالیتونو خصوصا په دې وروستیو شپو ورځو کې داسې څه وښودل چې د دوی له مطبوعاتي او تبلیغاتي جګړې سره یې اړخ نه لګولو،

له یو لوري په افغانستان کې دناټو او امریکا عمومي قوماندان جالن الن دملا صاحب داختر مبارکۍ پیغام داسې وار خطا کړ چې سملاسي یو رنګه عصبي ناروغي پرې راغله، نوموړي ویل چې ملا عمر خپل خلک زمونږ مقابلې ته را لېږي، او هغه بیا وژل کېږي، د ده په ګومان دا یوه لویه ګناه ده چې ملا عمر یې کوي، خو د ډېر عصبانیت له وجې یې ديته فکر نه دی شوی چې دغه کوم لنډغر چې ده راوستلي او دلته یې په افغانستان کې جنګوي، چې زیاتره یې خپله ځانونه وژني، او ډېر یې دده په څېر لیونیان شول، د ددې کسانو په اړه دی او دده په څېر نور لیونیان یې څه مسولیت لري او که نه؟
له دې وروسته دامریکا لوی درستیز په يو بیړني سفر افغانستان ته راغی، تر څو ددغو بریدونو په اړه له خپلو ملګرو او یارانو سره سلا  مشورې وکوي، او دمخنیوي په اړه یې ګړندي او کاري ګامونه پورته کړي، له نېکمرغه چې کله راغی دبیرته تګ پر وخت یې دمجاهدینو لخوا ګرم هر کلی وشو، خو متاسفانه چې دهرکلي پر وخت دی خپله په طیاره کې نه و، که څه هم چې دده په استازیتوب یې میلمستیا طیارې نوش جان کړه، خو دا یقیني ده چې دمیلمستیا ځواب به ده د څلورو پنځو پمپرونو په بدلولو سره ور کړی وي!!
دغه ۱۰ ٪ بریدونو چې دوی دمجاهدینو له لوري ګڼل اوباما يې هم خورا اندېښمن کړ، بلکې ټول ولس یې له یوه رنګه رواني بیمارۍ سره لاس او ګرېوان کړ، تر دې چې او باما خان خلکو ته راووت او ډاډ یې ور کړ چې ده په دې اړه خپله دنده پر ځای کړې ده، او وړ ګامونه یې پورته کړي، که څه هم چې هغه بل سیال یې خوندوره بمباري پرې وکړه، مګر ده ځان سپین چرګ وبللو.
   دا ټول ددې لامل شول چې ایله د جان الن عصاب یو څه ځای ته راغلل، ځکه اوس وايي چې ۲۵ ٪ بریدونه دمجاهدینو له لوري کېږي، پرون ۱۰ ٪ کې وو، نن  ۲۵ ٪ شول، که یو څو ورځې نورې تېرې شي او جان الن خان سم روغ شي لیرې نه ده چې دغه سلنه نوره هم وده وکوي.
دنوموړي په ناروغۍ داشغال مشران هم پوهېدلي، ځکه خویې بدل کړ، دا د افغان غیرتي ولس باتوره خاوره ده، ډېر داسې مکریسټالان، پیټرایسان او جان النان یې لیونیان کړي او لا دا  لړۍ روانه ده، ګورو به چې دا نوي ډانفورډان به په کوم برخلیک اخته کېږي؟

سلیم توریالی


ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x