امریکا د طالبانو مرستیال مشر سراج الدین حقاني ورور په تور لست کې شامل کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي۴مه ۱۳۹۴ل): د امریکا متحده ایالتونو د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور مرستیال سراج الدین حقاني ورور په تور لست کې شامل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت عبدالعزیز د طالبانو اړوند یوې ډلې فعاله غړی ګڼلی دی.

تر دې وړاندې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور مرستیال او په جنوب کې د طالبانو مشهور قومندان سراج الدین حقاني هم امریکا په تور لست کې شامل کړی و او د هغه په سر یې ۵ میلیونه ډالر ايښي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې باب ویلي «له څو کلونو راهیسې عزیز حقاني د افغان حکومت پر ضد د چاودنو او بریدونو په پلانونو او کولو کې لاس درلود».

د سرچېنې له قوله عزیز حقاني د بدرالدین حقاني تر مړینې وروسته د ډیری بریدونو مسوول و. بدر الدین حقاني د بهرنیو ځواکونو په یوه ډرون برید کې ووژل شو.

طالبانو له تر دې دمه د امریکا لخوا د دوی د ملګري په تور لست کې شاملولو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د