fbpx

د مایکروسافټ د راتلوونکی ټبلېټ ځانګړتیاوې به مو حیران کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږی ۴مه ۱۳۹۴ل): په دې وروستیو کې د مایکروسافټ کمپنۍ راتلوونکی ټبلېټ چې سرفیس پرو ۴ (Surface Pro 4) نومول شوی ځانګړتیاوې افشا شوي.

د خپاره شوي راپورونو پر بنسټ د مایکروسافټ کمپنۍ دغه ټبلېټ د دغې کمپنۍ له وړاندنیو ټبلېټونو سره ډیر زیات توپیر لري. دغه ټبلېټ به د مایکروسافټ کمپنۍ پخوانیو ټبلیټونو په پرتله ډیر زیات پیاوړی وي.

د راپورونو پر بنسټ مایکروسافټ کمپنۍ خپل دغه ټبلېټ کې د اینټل سکای لېک (Skylake) په نوم پروسېسر کارولی. همداراز ویل کیږي چې مایکروسافټ کمپنۍ خپل د دغې ټبلېټ د رېم او فایل ثبتونې وړتیا نور هم زیات کړی.

سرفیس پرو ۴ (Surface Pro 4) ټبلېت ۱۶ ګیګابایټ رېم او یو ټیرابایټ چې ۱۰۰۰ ګیګابایټ کیږي د فایل ثبتونې وړتیا لري کوم چې دغه ټبلېټ د نړۍ په تر ټولو پیاوړی ټبلېټ بدلولی شي.

مایکروسافټ کمپنۍ ویلي چې د سرفیس پرو ۴ (Surface Pro 4) ځینې ماډلونه د نړیوالو کاروونکو لپاره په ۱۲۸، ۲۵۶ او ۵۱۲ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا سره هم وړاندې کوي. له دې سربیره دغه ټبلېټ داسې ډیزاین شوی چې کاروونکي په کې د لا زیات فایل ثبتونې وړتیا ترلاسه کولو لپاره اضافي میموري کارډ هم استعمالولی شي.

د ټکنالوژي ځینو پاڼو او کارپوهانو د لاسته راغلو معلوماتو پر بنسټ ویلي چې د مایکروسافټ کمپنۍ دغه راتلوونکی ټبلېټ به ۱۴ انچه ډسپلې لري په داسې حال کې چې دغې ټبلېټ لپاره معیاري اندازه ۱۲ انچه ټاکل شوې وه.

د ټکنالوژي برخې کارپوهانو په دې باور دي چې مایکروسافټ کمپنۍ به خپل دغه ټبلېټ له ۱۲ او ۱۴ انچه ډسپلې لروونکو مختلفو ماډلونو سره کاروونکو ته وړاندې کړي.

د افشا شوو معلوماتو پر بنسټ د مایکروسافټ د دغې ټبلېټ دواړه ماډلونه به د یو ایس بي سي (USB Type-C) ډول څخه ملاتړ کوي او همداراز دغو ټبلېټونو کې د سرفیس پرو ۳ (Surface Pro 3) په پرتله زیات وړتیا لروونکی بیټرۍ کارول شوی.

ځینې راپورونه ښيي چې مایکروسافټ کمپنۍ به خپل دغه ټبلېټ راتلوونکی میاشت له خپل سمارټ فون لومیا ۹۵۰ (Lumia 950) سره نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي. خو د ځینو نورو راپورونو پر بنسټ امکان لري چې مایکروسافټ سرفیس پرو ۴ (Surface Pro 4) او لومیا ۹۵۰ (Lumia 950) د همدې کال د اکتوبر په میاشت کې کاروونکو ته وړاندې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د